طالبان: د کابل- جلالاباد لویه لاره د ډبرو راښوېیدو له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د کابل– جلالاباد لویه لاره د باران او سېلابونو له کبله بنده شوې ده. طالب چارواکو له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي، چې د خونديتوب لپاره له دې لارې له سفر کولو ډډه وکړي او ټرافیکي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل–جلالاباد پر لویه لاره د باران او سېلابونو له امله د تنګي په سیمه کې ډبرې راښوېیدلې وې، چې د کابل ولایت ټولګټو ریاست هڅو پایله کې پاکې شوې. خو د جمعې د ماښام له ۷ بجو راهیسې د باران د شدید ورښت او سېلابونو له امله د سړک اصلي سطحې ته بیا ډبرې راښوېیدلي او د ډبرو د بیا راښویېدو امکان لا هم شته. همداراز، فرعي مسیر د سېلابونو له امله ویجاړ شوی، چې په نتیجه کې دواړه مسیرونه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوي دي.
بل پلو، د طالبانو ټرافیکو لوی ریاست خبرتیا خپره کړې او ویلي یې دي، چې ټول موټر چلوونکي باید د هوا حالات په پام کې ونیسي.
