• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د پټرول بیه له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راټیټه شوه

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د پاکستان حکومت تېره ورځ د پټرول بیه لوړه کړه، خو نن یې په هر لیټر کې ۸۰ روپۍ کمښت راوست او ورسره بیه یې له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راورسوله. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې اقدام هدف پر خلکو د اقتصادي فشار کمول او د عادي ژوند د لګښتونو اسانه کول بللي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په شپه (د وري ۱۴مه) په خپله وینا کې وویل، چې د پټرول بیه د شپې له ۱۲ بجو راهیسې ټیټه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې فډرالي حکومت او څلور واړه ایالتي حکومتونه به ګډې هڅې وکړي څو د خلکو پر اقتصادي وضعیت فشار کم کړي او په دې برخه کې به هر اړین ګام پورته کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ د تېلو بیې ناڅاپه لوړې شوې وې، چې د خلکو له سختو اعتراضونو سره مخ شوې. د شهباز شریف په وینا، د پټرول په بیه کې دغه کموالی به لږ تر لږه د راتلونکې میاشتې لپاره پاتې شي.

د پاکستان حکومت تېره ورځ له پټرول سربېره د ډیزل په بیه کې هم څه باندې ۵۴ سلنه ډېروالی راوست او په ترڅ کې یې د یو لیټر ډېزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسو ته لوړه شوه، خو د دغه هېواد لومړي وزیر په خپله یاده وینا کې د ډيزل د بیو د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

امریکا د ملاریا او اېچ‌ای‌وي درملو د وېش نړیوال پروګرام دروي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱

امریکا پرېکړه کړې، چې د اېچ‌ای‌وي او ملاریا ناروغیو لپاره ټیټ عاید لرونکو هېوادونو ته د درملو او طبي وسایلو د لېږد څرنګوالی بدل کړي. باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د دغو بدلونونو چټکتیا ښايي د درملو کمښت او د حیاتي مرستو په رسولو کې ګډوډي رامنځته کړي، چې جدي پایلې به ولري.

امریکا تر دې وړاندې خپلې طبي مرستې د «روغتیا د نړیوال اکمالاتي ځنځیر» په نوم د یوه پروګرام له لارې سمبالولې، چې د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا اداره کېده.

دغه پروګرام له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۴ کال پورې له ۵ میلیاردو ډالرو څخه زیات د اېچ‌ای‌وي او ملاریا اړوند درمل او تجهیزات شاوخوا ۹۰ هېوادونو ته، چې ډېری یې په افریقا او اسیا کې دي، رسولي دي.

خو دا پروګرام هغه مهال ودرېد، کله چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویم پړاو په پیل کې بهرنۍ مرستې ودرولې. له دې امله، په میلیونونو ډالرو ارزښت لرونکي درمل او تجهیزات په بندرونو او ګودامونو کې پاتې شول؛ وروسته د ځانګړو اجازو په ورکولو سره، د دغو مرستو یوه برخه بېرته پیل شوه.

اوس د دې پروګرام راتلونکی ناڅرګند دی، ځکه د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو د کمولو او د هغوی د جوړښت د بدلون په حال کې دی، ځینې ادارې ختموي او غواړي چې د منځګړو شرکتونو پر ځای په مستقیم ډول له هېوادونو سره همکاري وکړي.

د درملو د کمښت اندېښنه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته په ۱۷ افریقایي هېوادونو او هایتي کې په استول شوي برېښنالیک کې ویلي، چې د دې پروګرام عملي کول دې د مې میاشتې تر پایه ودرول شي. په دغه برېښنالیک کې همدارنګه راغلي، چې د دې پروګرام د مسوول شرکت قرارداد به د سپټمبر په پای کې ختم شي.

په همدې حال کې خبرداری ورکړل شوی، که د بدلون بهیر په سمه توګه ترسره نه‌شي، نو حیاتي خدمات به له جدي خطر سره مخ شي.

ناڅرګند راتلونکی او نوې خبرې اترې

ځینو سرچینو بیا ویلي، چې امریکا د«ایډز، نري رنځ او ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیوال صندوق» سره په خبرو بوخته ده، څو په راتلونکي کې د درملو د پېر او وېش لپاره د همدې بنسټ له سیسټم څخه کار واخلي. دغه صندوق اوس مهال هر کال نږدې ۲ میلیارد ډالره طبي تجهیزات د دغو ناروغیو لپاره برابروي.

په وروستیو میاشتو کې، امریکا ژمنه کړې، چې په مستقیم ډول به د کینیا، روانډا او یوګانډا په څېر هېوادونو ته مالي مرستې ورکړي، خو د دغو پروګرامونو جزییات لا هم بشپړ شوي نه‌دي او په ځینو مواردو کې له قانوني ستونزو او یا هم ځنډ سره مخ دي.

افغان ایواک : د متحده ایالاتو د ۲۰۲۷ کال بودجه د افغانانو قانوني ورتګ محدودوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې همکاره اداره افغان ایواک وایي، داسې ښکاري چې امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال په وړاندیز شوې بودجه کې د افغان متحدینو د اېستلو یوازنی پروګرام «دایمي هرکلی» بندوي او ورسره به امریکا ته د افغانانو قانوني تګ لا ستونزمن شي.

د افغان ایواک د خبرپاڼې له مخې، په دې بودجه کې د کډوالو د مېشتېدو او ادغام پر ځای د توقیف، شړلو او د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ډېره بودجه ځانګړې شوې ده.

افغان ایواک وایي، دا بدلون په داسې حال کې راځي چې د افغان کډوالو د دوسیو پروسس لا له وړاندې ځنډول شوی او د ځانګړو کډوالۍ ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم عملا درېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، که دا بودجه عملي شي، د افغان متحدینو د انتقال پروګرام «دایمي هرکلی» به په بشپړه توګه وتړل شي او ورته کوم بدیل نه‌دی وړاندیز شوی. د دوی په وینا: «که څه هم قانوني لارې به پاتې وي، خو عملي سیستمونه له منځه وړل کېږي، چې خلک پرې امریکا ته لاړ شي.»

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، په وړاندیز کې د «کډوالو او کډوالي د مرستو» پروګرام لپاره هم صفر بودجه غوښتل شوې، چې د کډوالو د پروسس، د دوسیو د مدیریت او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کډوالو د مېشتېدو پر پروګرامونو ۷۶۸ میلیونه ډالره کموالی هم د دې لامل کېږي چې د منل شویو کسانو د انتقال ظرفیت راکم شي او «منل کېدل نور د ورتګ ضمانت نه شي کېدای.»

د افغان ایواک په وینا، دا بودجه د بشري مرستو پر ځای د مخنیوي پالیسۍ ته لومړیتوب ورکوي او سرچینې د کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ د مهارولو پر لور اړوي.

د افغان متحدینو په اړه ویل شوي، که څه هم د ځانګړو کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه لا هم تر پروسس لاندې دي، خو ویزې نه‌ورکول کېږي او د خلکو انتقال نه‌ترسره کېږي. خبرپاڼه ټینګار کوي، چې «دا ځانګړې ویزې په قانون کې شته، خو په عمل کې کار نه‌کوي.»

په ټوله کې، افغان ایواک خبرداری ورکوي، چې دا بودجه یوازې پالیسۍ نه‌بدلوي، بلکې د کډوالۍ د سیستم جوړښت بدلوي، داسې چې قانوني لارې په کاغذ کې پاتې کېږي، خو عملي لاسرسی ورته له منځه ځي.

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۷ کال بودجې کې د ۱،۵ ټریلیون ډالرو دفاعي لګښت غوښتنه کړې

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره په خپلې نوې بودجوي غوښتنه کې له کانګرس څخه د شاوخوا ۱،۵ ټریلیون ډالرو دفاعي بودجې د تصویب غوښتنه کړې او دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړه پوځي بودجه وي.

د راپور له‌مخې، دا اندازه د ۲۰۲۶ کال د دفاعي لګښتونو پر تله شاوخوا ۴۴۵ میلیارد ډالره یا نږدې ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ وړاندیز کړی، چې غیر دفاعي لګښتونه دې ۷۳ میلیارد ډالره یا شاوخوا ۱۰ سلنه راکم شي.

دا بودجوي غوښتنه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې امریکا له ایران سره د جګړې په پنځمه اونۍ کې ده او حکومت هڅه کوي خپل دفاعي ظرفیتونه نور هم پیاوړي کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا بودجه لا تر اوسه نهايي شوې نه‌ده او د عملي کېدو لپاره باید د کانګرس له خوا تصویب شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان: د جګړو له امله په نړۍ کې د خوړو بیې لوړې شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانویلي، چې د خوراکي توکو نړیوالې بیې د تېر کال د سپټمبر راهیسې په مارچ میاشت کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که په منځني ختیځ کې روانه جګړه دوام وکړي، ښايي د خوراکي توکو بیې لا پسې لوړې شي.

د یاد سازمان د تازه راپور له مخې، د خوړو د بیو دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ او تېلو د بیو له لوړوالي سره تړاو لري، چې اصلي لامل یې د سیمې اوسنی کړکېچ بلل کېږي.

د دغه سازمان اقتصادپوه ماکسیمو تورېرو وایي، که څه هم تر اوسه د بیو لوړوالی یو څه محدود و او د غلو دانو کافي نړیوالو زېرمو مهار کړی و، خو د جګړې اوږدېدل دا وضعیت بدلولی شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده:«که جګړه تر ۴۰ ورځو زیاته وغځېږي او د تولید لګښتونه لوړ پاتې شي، بزګران به اړ شي چې د کرنې لپاره لږ مواد وکاروي، کرنیزه ځمکه کمه کړي او یا هم داسې فصلونه وکري چې سرې ته لږ اړتیا لري».

د تورېرو په وینا، دا بدلونونه به د حاصلاتو کچه راکمه کړي او د روان او راتلونکي کال لپاره به د خوړو عرضه او بیې په منفي ډول اغېزمنې کړي.

د احصایو له مخې، د خوړو د بیو شاخص د فبرورۍ په پرتله ۲.۴ سلنه او د تېر کال په پرتله ۱ سلنه زیاتوالی ښيي؛ که څه هم دا کچه لا هم د ۲۰۲۲ کال له تاریخي حد څخه ۲۰ سلنه ټیټه ده.

راپور زیاتوي چې په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانو، نباتي تېلو، بورې او غوښې بیې لوړې شوې دي، خو برعکس د وریجو بیو کې کموالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان همداراز ویلي، سره له دې چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړۍ د غلو دانو د تولید د زیاتېدو تمه شته، خو د جګړو دوام کولی شي نړیوال بازارونه له سختې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

سوداګر: د سیمه‌‌یزو کړکېچونو له امله د افغانستان د وچو مېوو بیې بې‌سارې لوړې شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د سیمې د امنیتي او سیاسي کړکېچونو له امله هند ته د افغانستان او ایران د وچو مېوو واردات له جدي ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې په بازارونو کې د بادامو، پستو او نورو توکو بیې له ۷۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، سوداګر وایي چې د افغانستان د وچو مېوو عرضه د پام وړ کمه شوې او بیې یې له ۷۰تر ۱۰۰سلنې پورې لوړې شوې دي. د ممرا بادامو بیه له ۱۷۰۰ څخه نږدې ۲۸۰۰ روپیو رسېدلې، د ایراني پستو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۱۳۰۰هندي کالدارولوړه شوې او د وچو زردالو بیه نږدې دوه برابره شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د وارداتو د مسیرونو بندېدل او د ټرانزیټي لارو بدلون د دې وضعیت اساسي لاملونه دي. د پاکستان له لارې د سوداګرۍ مسیر په ځلونو تړل شوی، چې له امله یې سوداګر اړ شوي خپل توکي د ایران یا دوبۍ له لارې وارد کړي، خو دا بدیل مسیرونه خورا زیات لګښت او وخت ته اړتیا لري.

دغه بدلونونه نه یوازې په عمده بازارونو، بلکې په پرچون پلور کې هم اغېز کړی دی. پېرودونکي اوس د پخوا په څېر په زیاته اندازه توکي نه اخلي، چې له امله یې د پلور عمومي حجم کم شوی دی.

همدا راز د خوږو، بیکرۍ، هوټلونو او کټرینګ صنعتونه چې په پراخه کچه پر وچو مېوو تکیه لري، د لوړو بیو له امله له زیات فشار سره مخ دي. سوداګر خبرداری ورکوي چې که د ایران له لارې وارداتي مسیر هم له ستونزو سره مخ شي، نو شته زېرمي به ډېر ژر پای ته ورسېږي او بیې به لا پ لوړې شي.

بلخوا د افغانستان سوداګر د چابهار بندر او هوايي دهلېزونو په څیر د بدیلو لارو په لټه کې دي، خو د لوړ لګښت او لوژستیکي محدودیتونو له امله دا لارې هم دایمي حل نه ګڼل کېږي.