• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې په درېیو جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ په لومړۍ پېښه کې د کوېټې سول لاینز د پولیسو حوزې په سیمه کې یو مړی موندل شوی، چې ورسره پر یوې پرتې پاڼې تحریک طالبان پاکستان لیکل شوي.

بل لور ته په کچلاغ او هزاره ټاون سیمو کې هم دوه مړي موندل شوي. پولیس وايي، دوی په یادو پېښو کې د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره د ښار په بېلابېلو سیمو کې څېړنې او عملیات پیل کړي دي.

همدا راز د کویټې ختیځ بای پاس او پښتون‌اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د اوبو پر درېیو برمو ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د وژل شوي کس کورنۍ د کویټې ښار پرېس کلب دفتر مخې ته د وژل شوي کس له مړي سره احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې په پېښه کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د سون توکو د بیو پر لوړوالي د بشري حقونو شورا اندېښنه ښودلې

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
پاکستان کې د سون توکو د بیو پر لوړوالي د بشري حقونو شورا اندېښنه ښودلې
100%

د پاکستان د بشري حقونو شورا د پاکستان د حکومت له لوري د پټرول او ډیزل په بیو کې د وروستي زیاتوالي په اړه شدیده اندېښنه او «اصولي اعتراض» څرګند کړی دی. دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي، ګنې اقتصادي بې‌ثباتي به رامنځته شي.

دغې شورا د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه هېواد کې د نفتي موادو بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته د رسولو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پاکستانی ولس لا له وړاندې له سختې ګرانۍ او اقتصادي فشار سره مخ دی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا زیاته کړې: «د سیمه‌ییزو یا نړیوالو ترینګلتیاوو په پلمه په بیو کې دومره غیرمعمولي زیاتوالی مناسب جواز نه‌لري؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د تېلو رسول په بشپړه توګه نه‌دي بند شوي او هېواد د انرژۍ نورې بديلې سرچینې هم لري».

خبرپاڼه کاږي، د نفتي موادو په بیو کې دومره زیات لوړوالی د پالیسۍ له روڼتیا او د ولسي ګټو له غوښتنو سره سمون نه‌لري او دا پرېکړه به نه‌یوازې د انفلاسیون فشار نور هم زیات کړي، بلکې د ټرانسپورټ، د اړتیا وړ توکو او خدماتو په برخو کې د اضافي بار له لارې به د عامو خلکو ورځنی ژوند په مستقیم ډول اغېزمن کړي، چې دا د بنسټیزو بشري حقونو، په ځانګړې توګه د وقار لرونکي ژوند پر معیارونو منفي اغېزې شیندي.

دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې پر دې پرېکړې سمدستي بیا کتنه وکړي، ولس ته د عملي کېدو وړ اسانتیاوې برابرې کړي او د نفتي موادو د بیو ټاکلو په پروسه کې روڼتیا او ځواب وینه یقیني کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که داسې ونه شي، نو د خلکو مخ په زیاتېدونکې ناخوښي او اضطراب د ټولنیز او اقتصادي بې ثباتۍ لامل شي او مسوولیت به یې هم پر پالیسي جوړونکو وي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او په نړۍواله کچه د نفتي موادو د بیو د لوړېدو په ترڅ کې په تېره یوه میاشت کې د دویم ځل لپاره د تیلو بیې لوړې کړې.

د تازه اعلان شوې نرخپاڼې له‌مخې، د ډیزل په بیه کې څه باندې ۵۴ سلنه ډېروالی راغلی چې په ترڅ کې یې د یو لیټر ډېزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسو او د پټرول په بیه کې ۴۲ سلنه ډېروالی راغلی او په ترڅ کې یې د هر لیټر پټرول بیه ۴۵۸ او ۴۰ پیسو ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د تېلو بیو ته غبرګون؛ سراج‌الحق وايي حکومت دې د لوړپوړو چارواکو امتیازات کم کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د خپلې اړتیا وړ تېل د هُرمز تنګي له لارې تر ډېره له سعودي عربستان او متحده عربي امارات څخه واردوي.

د امریکا د جګړې وزارت: جنرال رېنډي‌اې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه شي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د امریکا د جګړې وزارت: جنرال رېنډي‌اې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه شي
100%

د امریکا د جګړې وزارت ویلي، جنرال رېنډي‌اې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه او ورسره سم به تقاعدۍ ته سوق شي. له دغه اعلان څخه څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر د دغه هېواد لویه څارنواله پام‌بانډي هم له دندې ګوښه کړه.

د امریکا د جګړې وزارت ویاند د پنجشنبې په روځ (د وري ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «جنرال رېنډي‌اې جورج به ډېر ژر د پوځ د ۴۱م لوی درستیزۍ له دندې تقاعد شي. د جګړې وزارت د جنرال جورج د هېواد لپاره د څو لسیزو خدمت ستاینه کوي. موږ ورته د تقاعد په ژوند کې نېکې هیلې لرو».

نوموړي د دغې چارې د لامل په تړاو هېڅ وضاحت نه‌دی ورکړی.

فاکس نیوز بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېټ د پوځ له لوی درستیز جنرال رېنډي‌اې جورج څخه غوښتي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي او ورسره تقاعد واخلي.

دغه ۶۲ کلن جنرال د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۱مه د پوځ د ۴۱م لوی درستیز په توګه ټاکل شوی وو.

ډونالډ ټرمپ د امريکا لویه څارنواله له دندې ګوښه کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې له دغه اعلان څخه څو ساعته مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد لویه څارنواله پام بانډي له دندې ګوښه کړه. د دغې ګوښه کېدنې لامل د هغې پر کړنو د نیوکو زیاتېدل او په ځانګړې توګه د اپسټین اسنادو د خپرېدو څرنګوالی په ګوته شوی او پر ځای یې د هغه مرستیال ټاکل شوی دی.

ایټالیا په بغداد کې د امریکایي خبریالې د تښتولو د قضیې پلټنه پیل کړه

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱
ایټالیا په بغداد کې د امریکایي خبریالې د تښتولو د قضیې پلټنه پیل کړه
100%

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د شیلي کیټلسن د تښتولو قضیه د عراقي چارواکو په همکارۍ او په بغداد کې د خپل سفارت له لارې تعقیبوي. دغه خبریاله دوه ورځې مخکې د عراق له پلازمېنې بغداد ښار څخه د ناپېژندو کسانو له لوري تښتول شوې ده.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په بغداد کې د امریکایۍ خبریالې کیټلسن د تښتولو قضیه له نږدې څاري او د دې پېښې د څېړلو او د هغې د خوشې کولو په موخه له عراقي چارواکو سره په همغږۍ کې دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني لارښوونه کړې چې دا قضیه دې په مستقیم ډول او په بغداد کې د دغه هېواد د سفارت په همغږۍ وڅارل شي، څو ټول هغه شواهد وڅېړل شي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو لامل کېدای شي.

د اعلامیې له‌مخې، په بغداد کې د ایټالیا سفیر له عراقي بنسټونو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر هم له هغې رسنۍ سره په اړیکه کې دی چې کیټلسن ورسره کار کاوه.

کیټلسن په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په عراق او سوریې کې د خبریالۍ ډېره اوږده کاري مخینه لري.

د یادونې وړ ده، چې دغه امریکایۍ خبریاله دوه ورځې مخکې (سې‌شنبه د وري ۱۱مه) د عراق له پلازمېنې بغداد څخه د ناپېژندو کسانو له لوري تښتول شوې او لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې تښتونې مسوولیت نه‌دی منلی.

پاکستان کې د تېلو بیو ته غبرګون؛ سراج‌الحق وايي حکومت دې د لوړپوړو چارواکو امتیازات کم کړي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
پاکستان کې د تېلو بیو ته غبرګون؛ سراج‌الحق وايي حکومت دې د لوړپوړو چارواکو امتیازات کم کړي
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج‌الحق د تیلو په بیو کې لوړوالي ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان دې پر خلکو د فشار راوړلو پر ځای د خپلو لوړ پوړو چارواکو امتیازات راکم کړي.

د پاکستان حکومت تازه د تیلو په بیو کې لوړوالی راوستی او د هر لیټر پټرولو بیه ۴۵۸ او ۴۰ پیسې او د ډيزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسې ټاکلې ده.

په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له امله په پاکستان کې یو ځل بیا د تېلو بیې لوړې کړای شوي. د پاکستان حکومت دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق وايي: «د حکومت له لوري د پټرولو په بیو کې نور زیاتوالی د منلو وړ نه‌دی. پر ځپل شویو خلکو د نور بار اچولو پر ځای دې د اشرافیه، حکومتي وزیرانو او سلاکارانو امتیازات راکم کړای شي».

په منځني ختیځ کې له روان کړکېچ مخکې په پاکستان کې د تیلو بیه څه باندې ۲۵۰ کلدارې وه، خو اوس یې بیه کابو دوه برابره لوړه شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د امريکا لویه څارنواله له دندې ګوښه کړه

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ د امريکا لویه څارنواله له دندې ګوښه کړه
100%

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد لویه څارنواله پام بانډي يې له دندې ګوښه کړې ده. د رويټرز اژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه د بانډي د کړنو پر وړاندې د نيوکو له زياتېدو وروسته شوې چې د اپسټین اسنادو د خپرېدو څرنګوالي مساله هم په‌کې شامله ده.

باخبره سرچينو رويټرز ته ويلي چې ټرمپ دا احساس هم درلود چې پام بانډي د هغو منتقدينو او مخالفينو پر وړاندې چې هغه غوښتل د جنايي تورونو له مخې محکمې ته راکش شي، په کافي چټکتيا عمل نه دی کړی.

ټرمپ په خپل ټولنيز پلټفورم ټروت سوشل کې لیکلي چې ټاډ بلانچ، چې د لویې څارنوالۍ مرستيال او د ده پخوانی شخصي وکيل دی، به په لنډمهالي ډول د عدليې وزارت مشري پر غاړه واخلي. نوموړي په خپل پيغام کې بانډي ستره امريکايۍ وطنپاله او وفاداره ملګرې وبلله او زياته يې کړه چې هغه به ډېر ژر په خصوصي سکتور کې نوې دنده ترلاسه کړي.

ټاډ بلانچ هم له ټرمپ څخه مننه کړې او د بانډي د هڅو ستاينه يې وکړه. هغه وليکل: «موږ به د پوليسو د ځواکونو ملاتړ، د قانون پلي کول او د امريکا د امنيت ساتنه دوامداره وساتو».

بانډي د خپلې دندې پر مهال، چې د عدليې وزيره او لویه څارنواله وه، د ټرمپ د پروګرامونو پياوړې ملاتړې بلل کېده او د سپينې ماڼۍ د غوښتنو د پلي کولو لپاره يې د عدليې وزارت خپلواکي تر ډېره له پامه غورځولې وه. خو د اپسټين د اسنادو د څرنګوالي په اړه نيوکو، په ځانګړې توګه د ټرمپ د متحدينو او يو شمېر جمهوري غوښتونکو له خوا، د هغې پر کاري دوره سيوری غوړولی و.

بانډي تورنه شوې ده چې د عدليې وزارت د اپسټين د قضیې اړوند اسناد يې يا پټ کړي او يا يې د سم مديريت توان نه درلود. اپسټين يو شتمن کس و چې د جنسي تېريو او د انسان قاچاق په تورونو تورن شوی و.

داسې ښکاري چې د ټرمپ د منتقدينو د تعقيب او محکمې ته د هغوی د راکش کولو په برخه کې د بانډي پاتې راتګ هم د ولسمشر نارضايتي زياته کړې وه. ټرمپ په تېرو مياشتو کې څو ځله بانډي ته ويلي وو چې د خپلو مخالفينو پر وړاندې د هغې له کړنو راضي نه دی.

بانډي د چهارشنبې ورځ د (وري ۱۲مه) زياته برخه له ټرمپ سره تېره کړه. هنوموړې له ټرمپ سره د امريکا سترې محکمې ته ولاړه او د اختر د ناشتې په مېلمستيا او د ايران د جګړې په اړه د ټرمپ په وينا کې یې هم ګډون درلود. خو د امريکا عدليې وزارت په همدې ورځ ونه توانېد چې د سترې محکمې قاضيان دې ته قانع کړي چې د ټرمپ د هغه فرمان ملاتړ وکړي چې له مخې يې هغو ماشومانو ته د تابعيت حق نه ورکول کېږي چې مور او پلار يې د امريکا تابعيت يا دايمي استوګنیز اسناد نه لري.

د اپسټين قضيه د ټرمپ لپاره يو سياسي جنجال ګرځېدلی او يو ځل بيا يې له اپسټين سره د هغه پخوانۍ نږدې اړيکې تر بحث لاندې راوستې دي. ټرمپ څو ځله ويلي چې دا اړيکه کلونه وړاندې پای ته رسېدلې ده. خو په ځينو نويو اسنادو کې چې د اپسټين له دوسيې سره تړاو لري، ټرمپ د جنسي تېريو په قضیو کې هم ښکېل بلل شوی دی.

رويټرز ليکلي چې د بانډي ګوښه کول ښايي د عدليې وزارت په پاليسۍ کې بدلونونه راولي او د ټرمپ د مخالفينو پر وړاندې د قضايي تعقيب لپاره نوی فشار رامنځته کړي. بانډي د ټرمپ د ادارې دویمه لوړپوړې چارواکې ده چې په وروستيو اوونيو کې له دندې لېرې کېږي. تر دې وړاندې، د امريکا د کورنيو امنيت وزيره کرسټي نوم هم د کډوالۍ په برخه کې د خپلو کړنو پر وړاندې د نيوکو وروسته د مارچ په پنځمه ګوښه شوې وه.

منتقدينو بانډي تورنه کړې چې لسګونه تجربه لرونکي او پخواني څارنوالان يې له دندو لېرې کړي، هغه کسان چې د ټرمپ پر ضد د قضيو په ځانګړې توګه د بايډن د واکمنۍ پر مهال یې کار کاوه. د هغوی په باور، بانډي د عدالت په پلي کولو کې بې پرېتوب له‌منځه وړی و.