محمدخان شېرانی: که پاکستان غواړي افغانستان تر خپل واک لاندې راولي نو دا یو نامناسب عمل دی
د جمعیت علمای اسلام پاکستان «شېراني» ډلې مشر او پخواني سناتور مولانا محمدخان شېراني یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ روانې کشالې کې که د پاکستان موخه دا وي چې پر افغانستان اوسنی واکمن حکومت تر خپل واک لاندې راولي؛ نو دا یوه نامناسبه کړنه ده.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان یو لرغونی، ازاد او خپلواک هېواد دی او باید ورته درناوی وشي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ستونزه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې هم وه؛ هغه مهال د ناامنۍ شدت زیات وو نو هغه مهال يې مسوول څوک و. هغه وایي:« وینه تویونه ناورین نه؛ بلکې دا یوه طرحه ده چې د ځینو قوتونو سیاسي او اقتصادي اړتیا ده چې د دوو ډلو د یو ځای کېدو له امله وینه تویونه رامنځته کېږي». ښاغلي شېراني د دواړه خواوو ترمنځ د روغې جوړې په اړه ويلي:« د اسلام لارښوونې دا دي، چې کله هم د دوو مسلمانو قوتونو ترمنځ شخړه رامنځته شي؛ نو باید د یو لوري ملاتړ ونه شي بلکې پر ځای يې د سولې او روغې جوړې هڅه وشي». دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چين په ارومچي ښار کې مذاکرات روان دي؛ خو ورته مهال سيمهييزو سرچينو خبر ورکړی، چې د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند په غلام خان سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تازه نښته رامنځته شوې ده.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.