• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالله نوري: طالبانو د ولس د ملاتړ له برکته لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وایي، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه د دوی اردو ده او په «جهاد» کې یې د دوی په څنګ کې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي. نوري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ ستاینه وکړه.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري ننګرهار ته سفر کړی او د یاد ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره غونډه کې یې ګډون کړی دی.
په دې وروستیو اونیو کې ډیری راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو عام خلک اړ کړې چې د دغې ډلې په ملاتړ اعلان کړي.

د طالبانو چارواکو په وروستیو اونیو کې په وار وار ادعا کړې چې یاده ډله له پاکستان سره د جګړې پرمهال د عامو خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن وه.

په ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې چې له پاکستان سره د جګړې څخه په استفاده په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.

په همدې حال کې ځینې څارونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره د تاوتریخوالي په اړه د خلکو په نظرونو کې یوالی راڅرګند شوی دی.

خو د طالبانو مخالف سیاسي حرکتونه بیا په دې باور دي، چې طالبانو د بهرنیو وسله والو په ملاتړ سره د افغانستان په خاوره کې د نفوذ او د هیواد د ملي حاکمیت د سرغړونې لپاره لاره هواره کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د «جاسوسۍ» له وېرې د رواني ناروغانو راټولول پیل کړي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د ننګرهار او زابل ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جاسوسۍ په پلمه د هغو کسانو د نیولو او راټولولو بهیر پیل کړی چې رواني ستونزې لري. طالبان ادعا کوي چې په ظاهره رواني ناروغ د دوی پر ضد د جاسوسی په تور نیول شوی دی.

د ننګرهار ځینو اوسېدونکو نن جمعې په ورځ، د وري پر ۱۴مه ویلي، چې طالبانو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم رواني ناروغ د جاسوسۍ په تور نیولي او له ځان سره وړی دی.

د طالبانو یو شمېر پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې یو کمپاین په لاره اچولی، چې یو شمېر رواني ناروغان د ځینو هېوادونو له خوا افغانستان ته جاسوسۍ لپاره لېږل شوې دي او باید د دغه ډول کسانو مخه نیول شي.

د طالبانو له لوري په داسې حال کې د رواني ناروغانو راټولو بهیر پیل شوی دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې شخړه روانه ده.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر یې د رواني ناروغانو د راټولو بهیر پیل کړی دی.

همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ( ۱۴۰۴ کال د مرغومی پر۲مه) ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۵زره او ۷۸۱ افغانان چې له رواني ناروغیو سره مخ وو تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه ګام یې د عامې روغتیا د ساتنې، د رواني ناروغانو د وضعیت د ښه‌والي او د ټولنې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه اخیستی دی.

په اورمچي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱

سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ د چین په اورمچي ښار کې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري. د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو جزییات لا نه‌دي خپاره شوي. د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دواړه خواوو ترمنځ به خپلې هڅې او منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

چین هڅه کوي، چې جګړه راکمه کړي، سوداګریزې او د ډیورنډر کرښې لارې پرانیزي او د دواړه خواوو ترمنځ اوربند رامنځته کړي. په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې طالبان او پاکستان باید خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

په ورته وخت کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې پاکستان د افغانستان پر درېیو ختیځو ولایتونو توغندیز بریدونه کړي. ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سولې په پروسه کې پرمختګ روښانه، د تایید وړ او په لیکلې بڼه تضمینونو ته اړتیا لري او شفاهي ژمنې په هیڅ ډول بسنه نه‌کوي.

اسلام‌اباد په دوحې، استانبول او ریاض کې د خبرو اترو په تېرو درېیو پړاوونو کې هم په لیکلې بڼه د تضمینونو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو په لیکلې بڼه له ژمنو ورکولو انکار کړی و. د طالبانو ‌له‌خوا دغه انکار د تېرو خبرو اترو د ناکامۍ یو لامل بلل شوی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي دغه ډله د خپلو ژمنو په ماتولو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغان طالبان نه هوکړه‌لیک ته ژمن دي او نه هم د هغې روح ته».

شنوونکي ټینګار کوي، پاکستان د چین تر فشار لاندې د خبرو اترو په دغه پړاو کې چې په ارومچي کې ترسره شو ګډون وکړ. د پاکستان پخواني استازي اصف دراني هم ویلي، چې اسلام‌اباد د چین په «غوښتنه» په خبرو اترو کې ګډون کړی دی.

بل خوا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، دوی به د اورمچي په خبرو اترو کې «په متوازن او اصولي دریځ سره» برخه واخلي او اراده لري چې له بل لوري سره د ښه ګاونډیتوب پیاوړتیا، سوداګریزو اړیکو پراختیا او په اغېزمنه توګه د امنیتي مسلو اداره کولو په اړه پراخې خبرې اترې وکړي.

د شنونکو په وینا؛ چین په سیمه کې د خپلو پراخو اقتصادي ګټو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات ساتلو په لټه کې دی.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې محکمې له قانوني پروسې پرته د افغانانو د اېستلو لړۍ ودروله

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې ویلي، که څه هم افغان کډوال خپل هېواد ته د بېرته ستنولو له پالیسیو سره سم له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ خو له قانوني پروسې پرته یې نیول او اېستل منعه دي.

یادې محکمې حکومت ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژر دې د دغه قضیو د تنظیمولو لپاره قانوني تګلاره جوړه کړي. قاضي سید شاهد بهار په یوه پرېکړه کې د هغو درېیو افغان کډوالو د قضیو ملاتړ کړی، چې له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
عریضه کوونکو ویلي، چې دوی له لسیزو راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د اوسېدو قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم پولیسو له کوم قانوني دلیل پرته نیولي او اوس د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې اړه په خپل راپور کې د حکومت له قوله ویلي، چې افغان کډوال د احتیاطي اقدام په توګه د یوې پراخې بېرته ستنېدنې پالیسۍ له مخې نیول کېږي. د پاکستان حکومت دا هم منلې، چې پر یادو کسانو کوم ځانګړي جنايي تورونه نه‌دي لګول شوي.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې د اېستلو دغه لړۍ باید د ویزو او اسنادو له لغوه کېدو وروسته ترسره شي او دغه بهیر باید له قانون سره سم وي. محکمې زیاته کړې: «پرته له رسمي قانوني پروسې خپلسرې نیول یا غیر رسمي اېستل ناقانونه کړنه ده».

د محکمې په پرېکړه کې ټینګار شوی، چې کورنۍ اړیکې لکه د افغانانو او ځايي خلکو ترمنځ ودونه باید د اساسي قانون له مخې خوندي شي؛ ځکه دا د کورني ژوند د ساتنې برخه ده. محکمې حکومت ته په وړاندیز کې ویلي: «دغه ډول قضیې باید په ډېرې څېرنې او انساني چلند سره وڅېړل شي، نه دا چې په ټولیز ډول دې ټول کډوال بېرته واستول شي».

جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې افغان کډوال له سپکاوي او ناوړه چلند سره مخ دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا په یوه اعلامیه کې پر نړۍوالو مرستندویه ادارو، د بشري حقونو پر بنسټونو او د کډوالو چارو پر سازمانونو نیوکه کړې، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د ظلم په اړه چوپ دي. یادې شورا ویلي، په پاکستان کې افغان کډوال له سپکاوي او ناوړه چلند سره مخ دي.

یادې شورا د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې له جبري اېستلو، سپکاوي، ناوړه چلند، ظلم او د بشري حقونو له ښکاره سرغړونو سره مخ دي. دوی په دې اړه د نړۍوالو ادارو چوپتیا حیرانوونکې او د اندېښنې وړ بللې ده.

نوموړې شورا ویلي: «نن موږ له نړۍ په لوړ غږ پوښتنه کوو، ملګري ملتونه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري، د کډوالو نړۍوال سازمان، یونېسف، د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو څار اداره او ورته نور بسټونه چېرې دي؟ ایا د دوی دنده یوازې د خبرپاڼې خپرول دي؟ ایا د افغانانو کړاو د عملي اقدام ارزښت نه‌لري؟»

دغه شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د امنیت له نشتوالي او د انتخابونو له اساسي حقونو بې‌برخې دي. دوی لیکلي: «کورنۍ ټوټې ټوټې شوې دي، ماشومان په وېره او نهیلۍ کې ژوند کوي او خلک یوازې د کډوالۍ جرم له امله له غیرانساني چلند سره مخ دي».

یادې شورا د نړۍ او اړوندو ادارو چوپتیا د ظلم سره د ملګرتیا په معنا یاده کړې او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان د ظلم په اړه غږ پورته کړي او د افغان کډوالو ملاتړ وکړي. دوی لیکلي: «دا یو جدي او نړۍوال غږ دی، چی نړۍوال بنسټونه، ازادې رسنۍ، د بشري حقونو مدافعین او د نړۍ ټول ويښ وجدانونه چوپتیا ماته کړي او د دغه ظلم پر وړاندې ودرېږي».

ملګري ملتونه: د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون خلاف دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د یاد سازمان د ښځو څانګې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې د یادې ډلې تګلاره ارزولې ده. د ارزونې پایلې ښيي، چې دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون سره په ټکر کې دي.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو دغه ارزونه د دې لپاره کړې، چې وڅېړي دغه اقدامات د افغانستان د نړۍوالو ژمنو سره د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون په چوکاټ کې څومره سمون لري.

په دې ارزونه کې د ملي او نړۍوالو نادولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز «تبعیض» بلل شوی او ویل شوي، چې دغه پرېکړه د جنسیت پر بنسټ ښکاره محرومیت رامنځته کوي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې دغه بندیز د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون د ۷، ۸، ۱۱ او ۱۴مې مادې څخه سرغړونه ده او د نارینه‌و سره د مساوي چلند او په سازمانونو او نورو حقونو کې د ګډون حق یې تر پښو لاندې کړی دی.

د ښځو د سینګارتونونو بندول، د ښځینه ملکي کارکوونکو د تنخواوو یو شان کول او په عامه چارو کې د ښځو د ګډون محدودول هم هغه موارد دي، چې ملګرو ملتونو یې حقوقي ارزونه کړې ده.

د یادې ارزونې له مخې؛ دغه ټول محدودیتونه او محرومیتونه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو له کنوانسیون سره په ټکر کې دي او د ښځو د ازادۍ د برابرې ګټې اخیستنې حق ترې اخلي.

په دغې ارزونه کې د طالبانو جزايي اصول‌نامه هم څېړل شوې، چې لږترلږه پنځه مادې یې په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي. د ارزونې پایلې ښيي، چې د طالبانو د جزايي اصول‌نامې ۱۴۰مه ماده د نجونو کم عمره ودونو ته قانوني بڼه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ په دغه اصول‌نامه کې دا هم ویل شوي، چې د پلار پرېکړه یوازې د یوې نجلۍ د واده د ترسره کېدو یا اعتبار لپاره کافي ګڼل کېږي. ملګرو ملتونو د ملاهبت‌الله اخندزاده د ۳۹۰ شمېرې فرمان هم ارزولی دی، چې په یوه برخه کې یې «بالغو ښځو» ته په واده کې د رضایت حق ورکول شوی؛ خو ملګرو ملتونو لیکلي: «په دې فرمان کې دا نه‌ده روښانه شوې، چې بالغه ښځه څوک بلل کېږي او نه هم د واده عمر ټاکل شوی دی».

ملګرو ملتونو په یادې حقوقي ارزونه کې د طالبانو هغه فرمان هم څېړلی، چې د واده، نکاح او د ښځو سره تړلو ځینو دودونو لکه د نکاح رضایت، مهر، جبري واده، بدل او د ښځو د ښخولو ځای پورې اړه لري.

په دې ارزونه کې ویل شوي، که څه هم دغه فرمان په ځینو برخو کې لکه د ښځې د رضایت پر اهمیت ټینګار او د جبري ودونو منع کولو مثبت ټکي لري؛ خو بیا هم د ښځو حقونه په بشپړه او برابره توګه نه تضمینوي.