باخبره سرچينو رويټرز ته ويلي چې ټرمپ دا احساس هم درلود چې پام بانډي د هغو منتقدينو او مخالفينو پر وړاندې چې هغه غوښتل د جنايي تورونو له مخې محکمې ته راکش شي، په کافي چټکتيا عمل نه دی کړی.
ټرمپ په خپل ټولنيز پلټفورم ټروت سوشل کې لیکلي چې ټاډ بلانچ، چې د لویې څارنوالۍ مرستيال او د ده پخوانی شخصي وکيل دی، به په لنډمهالي ډول د عدليې وزارت مشري پر غاړه واخلي. نوموړي په خپل پيغام کې بانډي ستره امريکايۍ وطنپاله او وفاداره ملګرې وبلله او زياته يې کړه چې هغه به ډېر ژر په خصوصي سکتور کې نوې دنده ترلاسه کړي.
ټاډ بلانچ هم له ټرمپ څخه مننه کړې او د بانډي د هڅو ستاينه يې وکړه. هغه وليکل: «موږ به د پوليسو د ځواکونو ملاتړ، د قانون پلي کول او د امريکا د امنيت ساتنه دوامداره وساتو».
بانډي د خپلې دندې پر مهال، چې د عدليې وزيره او لویه څارنواله وه، د ټرمپ د پروګرامونو پياوړې ملاتړې بلل کېده او د سپينې ماڼۍ د غوښتنو د پلي کولو لپاره يې د عدليې وزارت خپلواکي تر ډېره له پامه غورځولې وه. خو د اپسټين د اسنادو د څرنګوالي په اړه نيوکو، په ځانګړې توګه د ټرمپ د متحدينو او يو شمېر جمهوري غوښتونکو له خوا، د هغې پر کاري دوره سيوری غوړولی و.
بانډي تورنه شوې ده چې د عدليې وزارت د اپسټين د قضیې اړوند اسناد يې يا پټ کړي او يا يې د سم مديريت توان نه درلود. اپسټين يو شتمن کس و چې د جنسي تېريو او د انسان قاچاق په تورونو تورن شوی و.
داسې ښکاري چې د ټرمپ د منتقدينو د تعقيب او محکمې ته د هغوی د راکش کولو په برخه کې د بانډي پاتې راتګ هم د ولسمشر نارضايتي زياته کړې وه. ټرمپ په تېرو مياشتو کې څو ځله بانډي ته ويلي وو چې د خپلو مخالفينو پر وړاندې د هغې له کړنو راضي نه دی.
بانډي د چهارشنبې ورځ د (وري ۱۲مه) زياته برخه له ټرمپ سره تېره کړه. هنوموړې له ټرمپ سره د امريکا سترې محکمې ته ولاړه او د اختر د ناشتې په مېلمستيا او د ايران د جګړې په اړه د ټرمپ په وينا کې یې هم ګډون درلود. خو د امريکا عدليې وزارت په همدې ورځ ونه توانېد چې د سترې محکمې قاضيان دې ته قانع کړي چې د ټرمپ د هغه فرمان ملاتړ وکړي چې له مخې يې هغو ماشومانو ته د تابعيت حق نه ورکول کېږي چې مور او پلار يې د امريکا تابعيت يا دايمي استوګنیز اسناد نه لري.
د اپسټين قضيه د ټرمپ لپاره يو سياسي جنجال ګرځېدلی او يو ځل بيا يې له اپسټين سره د هغه پخوانۍ نږدې اړيکې تر بحث لاندې راوستې دي. ټرمپ څو ځله ويلي چې دا اړيکه کلونه وړاندې پای ته رسېدلې ده. خو په ځينو نويو اسنادو کې چې د اپسټين له دوسيې سره تړاو لري، ټرمپ د جنسي تېريو په قضیو کې هم ښکېل بلل شوی دی.
رويټرز ليکلي چې د بانډي ګوښه کول ښايي د عدليې وزارت په پاليسۍ کې بدلونونه راولي او د ټرمپ د مخالفينو پر وړاندې د قضايي تعقيب لپاره نوی فشار رامنځته کړي. بانډي د ټرمپ د ادارې دویمه لوړپوړې چارواکې ده چې په وروستيو اوونيو کې له دندې لېرې کېږي. تر دې وړاندې، د امريکا د کورنيو امنيت وزيره کرسټي نوم هم د کډوالۍ په برخه کې د خپلو کړنو پر وړاندې د نيوکو وروسته د مارچ په پنځمه ګوښه شوې وه.
منتقدينو بانډي تورنه کړې چې لسګونه تجربه لرونکي او پخواني څارنوالان يې له دندو لېرې کړي، هغه کسان چې د ټرمپ پر ضد د قضيو په ځانګړې توګه د بايډن د واکمنۍ پر مهال یې کار کاوه. د هغوی په باور، بانډي د عدالت په پلي کولو کې بې پرېتوب لهمنځه وړی و.