• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خوست او پکتیا کې وروستیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱

په پکتیا او خوست ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له امله د دوه مېرمنو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په خوست کې ۳۰ جریبه کرنیزې ځمګې حاصلات له منځه تللې، ۶۵ کورونه او ۸۰ جریبه ځمکه وېجاړ شوې او په پکتیا کې بیا ۲۴ کورونه وېجاړ شوي او ۳۰ څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو د خوست او پکتیا ولایتونو والیانو رسنیز دفترونو نن جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه په اېکس پاڼو کې لیکلي، چې د یادو ولایتونو په یو شمیر سیمو کې وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو ځايي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دی.

په دغو ولایتونو کې د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ښځو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله د یادو پېښو له امله د پکتیا ولایت په مرکز کې یو تن مړ شوی او په جاني‌خېلو او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه په پکتیکا کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې اړوند ادارې په زیانمنو سیمو کې د متوجې ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتو حالت کې دي او هڅې روانې دي، څو زیانمنو ته پر وخت لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د وروستیو ورښتونو له امله په درېیو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. یاد وزارت له مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر خپلېاېک‌س پاڼې لیکلي، چې د کابل – جلال‌اباد لویه لاره د "تنګي غارو" په سیمه کې د خټو او تیږو د ښویېدو له امله بنده شوې،همدارنګه د پروان – بامیان لاره د سیاه‌ګرد په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، د هرات – فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرله پسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او ځینې برخې یې د موټرو د تګ راتګ لپاره خطرناکې بلل شوې دي، چې دا مهال یاده لاره هم بنده ده.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې د یادو لارو د بیا خلاصون تر رسمي اعلان پورې له سفره ډډه وکړي او یا هم له بدیلو مسیرونو څخه ګټه پورته کړي.

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ په اړه هیله‌مندي وښوده

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱

چین د جمعې په ورځ وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر په دوامداره توګه روان دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «پاکستان او افغانستان دواړه د چین منځګړیتوب ته ازښت ورکوي او لېواله دي چې یو ځل بیا د خبرو اترو مېز ته کېني».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې بیجینګ د دواړو لوریو سره نږدې اړیکه لري او د خبرو اترو لپاره یې مناسب چاپېریال چمتو کړ دی.

ماو نینګ ټینګار کړی، چې درې واړه لوري به په مناسب وخت کې د خبرو اترو جزییات شریک کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه په تېر اکتوبر کې پیل شوې او لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د یادې شخړې لامل ټي‌ټي‌پي ډله کڼل کېږي او اسلام اباد د طالبانو اداره د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي.

طالبان دا تورونه ردوي او په پاکستان کې د وسله والو بریدونه "د پاکستان داخلي ستونزه" ګڼي.

چین تازه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړې هوارۍ لپاره رامخته شوی او دواړه لوري یې د پنجشنبې په ورځ په ارومچي کې د خبرو مېز ته کېنولي دي.

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو اترو تمرکز پر دوامداره اوربند، د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو په پرانېستلو دی.

له ایران او پاکستان نه لسګونه کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ د نیمروز، هرات، ننګرهار او کندهار له لارې ۳۰۹کورنۍ له پاکستان او ایران په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د طالبانو ترواک لاندې دغې رسنۍ ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۴ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۳کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالب چارواکو ویلي، چې د راستنو شويو کورنيو له ډلې څخه ۱۰۲ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوې او همداراز سلګونو نورو کورنيو ته بېلابېلې بشري مرستې وېشل شوې دي.

تر دې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ ۲۶۹ کورنۍ له ایران او پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ ۵۴ نورې کورنۍ بیا خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴کال په لړ کې له ایران او پاکستان نه ۳مېلیونه او ۱۱۴زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نورالله نوري: طالبانو د ولس د ملاتړ له برکته لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وایي، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه د دوی اردو ده او په «جهاد» کې یې د دوی په څنګ کې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي. نوري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ ستاینه وکړه.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري ننګرهار ته سفر کړی او د یاد ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره غونډه کې یې ګډون کړی دی.
په دې وروستیو اونیو کې ډیری راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو عام خلک اړ کړې چې د دغې ډلې په ملاتړ اعلان کړي.

د طالبانو چارواکو په وروستیو اونیو کې په وار وار ادعا کړې چې یاده ډله له پاکستان سره د جګړې پرمهال د عامو خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن وه.

په ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې چې له پاکستان سره د جګړې څخه په استفاده په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.

په همدې حال کې ځینې څارونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره د تاوتریخوالي په اړه د خلکو په نظرونو کې یوالی راڅرګند شوی دی.

خو د طالبانو مخالف سیاسي حرکتونه بیا په دې باور دي، چې طالبانو د بهرنیو وسله والو په ملاتړ سره د افغانستان په خاوره کې د نفوذ او د هیواد د ملي حاکمیت د سرغړونې لپاره لاره هواره کړې ده.

طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د «جاسوسۍ» له وېرې د رواني ناروغانو راټولول پیل کړي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د ننګرهار او زابل ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جاسوسۍ په پلمه د هغو کسانو د نیولو او راټولولو بهیر پیل کړی چې رواني ستونزې لري. طالبان ادعا کوي چې په ظاهره رواني ناروغ د دوی پر ضد د جاسوسی په تور نیول شوی دی.

د ننګرهار ځینو اوسېدونکو نن جمعې په ورځ، د وري پر ۱۴مه ویلي، چې طالبانو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم رواني ناروغ د جاسوسۍ په تور نیولي او له ځان سره وړی دی.

د طالبانو یو شمېر پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې یو کمپاین په لاره اچولی، چې یو شمېر رواني ناروغان د ځینو هېوادونو له خوا افغانستان ته جاسوسۍ لپاره لېږل شوې دي او باید د دغه ډول کسانو مخه نیول شي.

د طالبانو له لوري په داسې حال کې د رواني ناروغانو راټولو بهیر پیل شوی دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې شخړه روانه ده.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر یې د رواني ناروغانو د راټولو بهیر پیل کړی دی.

همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ( ۱۴۰۴ کال د مرغومی پر۲مه) ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۵زره او ۷۸۱ افغانان چې له رواني ناروغیو سره مخ وو تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه ګام یې د عامې روغتیا د ساتنې، د رواني ناروغانو د وضعیت د ښه‌والي او د ټولنې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه اخیستی دی.