د افغان ایواک د خبرپاڼې له مخې، په دې بودجه کې د کډوالو د مېشتېدو او ادغام پر ځای د توقیف، شړلو او د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ډېره بودجه ځانګړې شوې ده.
افغان ایواک وایي، دا بدلون په داسې حال کې راځي چې د افغان کډوالو د دوسیو پروسس لا له وړاندې ځنډول شوی او د ځانګړو کډوالۍ ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم عملا درېدلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، که دا بودجه عملي شي، د افغان متحدینو د انتقال پروګرام «دایمي هرکلی» به په بشپړه توګه وتړل شي او ورته کوم بدیل نهدی وړاندیز شوی. د دوی په وینا: «که څه هم قانوني لارې به پاتې وي، خو عملي سیستمونه له منځه وړل کېږي، چې خلک پرې امریکا ته لاړ شي.»
د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، په وړاندیز کې د «کډوالو او کډوالي د مرستو» پروګرام لپاره هم صفر بودجه غوښتل شوې، چې د کډوالو د پروسس، د دوسیو د مدیریت او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کډوالو د مېشتېدو پر پروګرامونو ۷۶۸ میلیونه ډالره کموالی هم د دې لامل کېږي چې د منل شویو کسانو د انتقال ظرفیت راکم شي او «منل کېدل نور د ورتګ ضمانت نه شي کېدای.»
د افغان ایواک په وینا، دا بودجه د بشري مرستو پر ځای د مخنیوي پالیسۍ ته لومړیتوب ورکوي او سرچینې د کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ د مهارولو پر لور اړوي.
د افغان متحدینو په اړه ویل شوي، که څه هم د ځانګړو کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه لا هم تر پروسس لاندې دي، خو ویزې نهورکول کېږي او د خلکو انتقال نهترسره کېږي. خبرپاڼه ټینګار کوي، چې «دا ځانګړې ویزې په قانون کې شته، خو په عمل کې کار نهکوي.»
په ټوله کې، افغان ایواک خبرداری ورکوي، چې دا بودجه یوازې پالیسۍ نهبدلوي، بلکې د کډوالۍ د سیستم جوړښت بدلوي، داسې چې قانوني لارې په کاغذ کې پاتې کېږي، خو عملي لاسرسی ورته له منځه ځي.