د روغتیا نړۍوال سازمان: د منځني ختیځ جګړو روغتیایي وضعیت کړکېچن کړی دی

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانو جګړو او تاوتریخوالو په ټوله سیمه کې «جدي او مخ پر زیاتېدونکي» روغتیایي خطرونه رامنځته کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانو جګړو او تاوتریخوالو په ټوله سیمه کې «جدي او مخ پر زیاتېدونکي» روغتیایي خطرونه رامنځته کړي دي.
د دغه سازمان سیمهییزې مشرې ټینګار کړی، چې د جګړې دوام د روغتیایي خدماتو سیستمونه له پاشل کېدو سره مخ کړي دي.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان سیمهییزې مشرې حنان بلخي ویلي، چې د جګړو له امله روغتیایي مرکزونه سخت زیانمن شوي، ګڼ شمېر روغتونونه ویجاړ شوي او یا هم د درملو او طبي تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ دي.نوموړې زیاته کړې:« جبري بېځایه کېدل، د پاکو اوبو نشتوالی او د حفظالصحې خراب وضعیت په سیمه کې د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر خورا زیات کړی دی. په دې ناوړه وضعیت کې ماشومان، ښځې او سپینږیري تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي».حنان بلخي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري مرستو د خوندي رسولو او د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وکړي.په ورته وخت کې، روغتیا نړیوال سازمان له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې بشري اصولو ته درناوی وکړي او روغتیایي مرکزونه، کارکوونکي او ناروغان له هر ډول بریدونو خوندي وساتي.

اکسیوس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د تېر ډسمبر په میاشت کې د ملي امنیت اندېښنو له امله په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازولۍ مرستیال سعادت اقاجاني له خپلې خاورې اېستلی دی.
د راپور لهمخې، د تېر کال په دسمبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو د ایران دایمي استازولۍ ته د رسمي یاداښت په لېږلو سره له اقاجاني څخه غوښتنه کړې وه، چې په سملاسي توګه له امریکا څخه ووځي.
راپور زیاتوي: «له نوموړي څخه غوښتنه شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳مې ګڼي کړنلارې له مخې ووځي؛ دا یو داخلي بهیر دی چې د ډېپلوماټانو د چوپه خوله اېستلو لپاره کارول کېږي، پرته له دې چې هغوی رسما نامطلوب شخص اعلان شي».
د معلوماتو له مخې، امریکا معمولا دغه بهیر د هغو ډېپلوماټانو لپاره کاروي چې پر جاسوسۍ یا د امریکا د ملي ګټو پر ضد فعالیتونو شکمن پېژندل شوي وي، که څه هم د اقاجاني پر وړاندې کوم مشخص تور نه دی لګول شوی.
یو امریکايي چارواکي ویلي، چې د فېبروري په میاشت کې د اقاجاني د امریکا مېشتو اولادونو څخه غوښتنه شوې وه، څو له دغه هېواده ووځي.
په راپورکې راغلي، چې د اقاجاني له وتلو مخکې هم په تېرو دوو میاشتو کې د ایران د استازولۍ لږ تر لږه دوه نور ټیټ پوړي ډېپلوماټان هم اخراج شوي وو.
د پاکستان د بشري حقونو شورا د پاکستان د حکومت له لوري د پټرول او ډیزل په بیو کې د وروستي زیاتوالي په اړه شدیده اندېښنه او «اصولي اعتراض» څرګند کړی دی. دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي، ګنې اقتصادي بېثباتي به رامنځته شي.
دغې شورا د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه هېواد کې د نفتي موادو بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته د رسولو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پاکستانی ولس لا له وړاندې له سختې ګرانۍ او اقتصادي فشار سره مخ دی.
د پاکستان د بشري حقونو شورا زیاته کړې: «د سیمهییزو یا نړیوالو ترینګلتیاوو په پلمه په بیو کې دومره غیرمعمولي زیاتوالی مناسب جواز نهلري؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د تېلو رسول په بشپړه توګه نهدي بند شوي او هېواد د انرژۍ نورې بديلې سرچینې هم لري».
خبرپاڼه کاږي، د نفتي موادو په بیو کې دومره زیات لوړوالی د پالیسۍ له روڼتیا او د ولسي ګټو له غوښتنو سره سمون نهلري او دا پرېکړه به نهیوازې د انفلاسیون فشار نور هم زیات کړي، بلکې د ټرانسپورټ، د اړتیا وړ توکو او خدماتو په برخو کې د اضافي بار له لارې به د عامو خلکو ورځنی ژوند په مستقیم ډول اغېزمن کړي، چې دا د بنسټیزو بشري حقونو، په ځانګړې توګه د وقار لرونکي ژوند پر معیارونو منفي اغېزې شیندي.
دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې پر دې پرېکړې سمدستي بیا کتنه وکړي، ولس ته د عملي کېدو وړ اسانتیاوې برابرې کړي او د نفتي موادو د بیو ټاکلو په پروسه کې روڼتیا او ځواب وینه یقیني کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که داسې ونه شي، نو د خلکو مخ په زیاتېدونکې ناخوښي او اضطراب د ټولنیز او اقتصادي بې ثباتۍ لامل شي او مسوولیت به یې هم پر پالیسي جوړونکو وي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او په نړۍواله کچه د نفتي موادو د بیو د لوړېدو په ترڅ کې په تېره یوه میاشت کې د دویم ځل لپاره د تیلو بیې لوړې کړې.
د تازه اعلان شوې نرخپاڼې لهمخې، د ډیزل په بیه کې څه باندې ۵۴ سلنه ډېروالی راغلی چې په ترڅ کې یې د یو لیټر ډېزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسو او د پټرول په بیه کې ۴۲ سلنه ډېروالی راغلی او په ترڅ کې یې د هر لیټر پټرول بیه ۴۵۸ او ۴۰ پیسو ته رسېدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د خپلې اړتیا وړ تېل د هُرمز تنګي له لارې تر ډېره له سعودي عربستان او متحده عربي امارات څخه واردوي.
د امریکا د جګړې وزارت ویلي، جنرال رېنډياې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه او ورسره سم به تقاعدۍ ته سوق شي. له دغه اعلان څخه څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر د دغه هېواد لویه څارنواله پامبانډي هم له دندې ګوښه کړه.
د امریکا د جګړې وزارت ویاند د پنجشنبې په روځ (د وري ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «جنرال رېنډياې جورج به ډېر ژر د پوځ د ۴۱م لوی درستیزۍ له دندې تقاعد شي. د جګړې وزارت د جنرال جورج د هېواد لپاره د څو لسیزو خدمت ستاینه کوي. موږ ورته د تقاعد په ژوند کې نېکې هیلې لرو».
نوموړي د دغې چارې د لامل په تړاو هېڅ وضاحت نهدی ورکړی.
فاکس نیوز بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېټ د پوځ له لوی درستیز جنرال رېنډياې جورج څخه غوښتي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي او ورسره تقاعد واخلي.
دغه ۶۲ کلن جنرال د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۱مه د پوځ د ۴۱م لوی درستیز په توګه ټاکل شوی وو.
ډونالډ ټرمپ د امريکا لویه څارنواله له دندې ګوښه کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو
د یادونې وړ ده، چې له دغه اعلان څخه څو ساعته مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد لویه څارنواله پام بانډي له دندې ګوښه کړه. د دغې ګوښه کېدنې لامل د هغې پر کړنو د نیوکو زیاتېدل او په ځانګړې توګه د اپسټین اسنادو د خپرېدو څرنګوالی په ګوته شوی او پر ځای یې د هغه مرستیال ټاکل شوی دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د شیلي کیټلسن د تښتولو قضیه د عراقي چارواکو په همکارۍ او په بغداد کې د خپل سفارت له لارې تعقیبوي. دغه خبریاله دوه ورځې مخکې د عراق له پلازمېنې بغداد ښار څخه د ناپېژندو کسانو له لوري تښتول شوې ده.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په بغداد کې د امریکایۍ خبریالې کیټلسن د تښتولو قضیه له نږدې څاري او د دې پېښې د څېړلو او د هغې د خوشې کولو په موخه له عراقي چارواکو سره په همغږۍ کې دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني لارښوونه کړې چې دا قضیه دې په مستقیم ډول او په بغداد کې د دغه هېواد د سفارت په همغږۍ وڅارل شي، څو ټول هغه شواهد وڅېړل شي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو لامل کېدای شي.
د اعلامیې لهمخې، په بغداد کې د ایټالیا سفیر له عراقي بنسټونو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر هم له هغې رسنۍ سره په اړیکه کې دی چې کیټلسن ورسره کار کاوه.
کیټلسن په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په عراق او سوریې کې د خبریالۍ ډېره اوږده کاري مخینه لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه امریکایۍ خبریاله دوه ورځې مخکې (سېشنبه د وري ۱۱مه) د عراق له پلازمېنې بغداد څخه د ناپېژندو کسانو له لوري تښتول شوې او لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې تښتونې مسوولیت نهدی منلی.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراجالحق د تیلو په بیو کې لوړوالي ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان دې پر خلکو د فشار راوړلو پر ځای د خپلو لوړ پوړو چارواکو امتیازات راکم کړي.
د پاکستان حکومت تازه د تیلو په بیو کې لوړوالی راوستی او د هر لیټر پټرولو بیه ۴۵۸ او ۴۰ پیسې او د ډيزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسې ټاکلې ده.
په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له امله په پاکستان کې یو ځل بیا د تېلو بیې لوړې کړای شوي. د پاکستان حکومت دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق وايي: «د حکومت له لوري د پټرولو په بیو کې نور زیاتوالی د منلو وړ نهدی. پر ځپل شویو خلکو د نور بار اچولو پر ځای دې د اشرافیه، حکومتي وزیرانو او سلاکارانو امتیازات راکم کړای شي».
په منځني ختیځ کې له روان کړکېچ مخکې په پاکستان کې د تیلو بیه څه باندې ۲۵۰ کلدارې وه، خو اوس یې بیه کابو دوه برابره لوړه شوې ده.