پر پاکستان ۸۱زره مېلیارده پور؛ هر پاکستانی وګړی ۳۲۵زره روپۍ پوروړی دی

د پاکستان د سنا مجلس اقتصادي چارو کمیټې په راپور کې راغلي، پر پاکستان ۸۱زره مېلیارده پور دی چې د پاکستان د نفوس له مخې هر پاکستانی وګړی ۳۲۵زره پوروړی دی. یادې کمیټې دغه راپور د بهرنیو او کورنیو پورونو په ګډون د نړۍوال وجهي صندوق پورونو په اړه په یوې جوړې شوې ناسته کې وړاندې کړی.
د راپور له مخې؛ د پاکستان ټول پور ۸۱زره مېلیارده روپۍ دی، چې له دې ډلې ۲۶زره مېلیارده روپۍ بهرنی او ۵۵زره مېلیارده سیمهییز پور دی. یادې کمیټې ویلي، چې د ۲۵۰ مېلیونه نفوس له مخې هر پاکستانی وګړی ۳۲۵زره روپۍ پوروړی دی.
