په بلوچستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تېرو څو ورځو پرلهپسې سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د بلوچستان د ناورینونو مدیریت ادارې په وینا؛ د دغه سېلابونو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې هم دي.
د بلوچستان د ناورینونو مدیریت ادارې ویلي، چې په وروستۍ پېښه کې په لورلایي ولسوالۍ کې دوه ماشومان مړه شوي دي. په لورلایي او ژوب ولسوالیو کې د چتونو او دېوالونو نړېدو له امله یوشمېر ښځې او ماشومان ټپیان شوي هم دي.
راپورونه ښيي، د دغه سېلابونو له امله لږترلږه ۱۵۰ کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې ۲۸ یې په بشپړ ډول او ۱۲۲ برسېرن ویجاړ شوي دي. د سختو بارانونو له امله په ځینو سیمو کې لویې لارې او سړکونه هم تړل شوي، چې تګراتګ یې ستونزمن کړی.
همداراز ځینو سیمو کې کرنیز حاصلات لهمنځه تللي، څاروی تلف شوي او د سیمې خلک بېځایه شوي دي. په ځانګړې توګه، د کچي او دېر مراد جمالي سیمو کې سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او ګڼې کورنۍ یې بېځایه کړې دي.
