• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جان بولټن: په ایران کې د رژیم بشپړ بدلون اړین دی

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی، که د ایران اوسنی حکومت په واک کې پاتې شي؛ نو د دغه هېواد اټومي پروګرام به بېرته راژوندی شي. هغه وایي، که چېرې اسلامي جمهوري نظام په واک کې پاتې شي؛ نو خپل اټومي پروګرام به له سره ورغوي.

هغه ټینګار وکړ، چې له همدې امله «د رژیم بشپړ بدلون اړین دی» او زیاته یې کړه: «موږ باید کار پای ته ورسوو». دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل په ګډون ډېری هېوادونه په ایران کې د رژیم د بدلون غوښتونکي دي.
نیویارک‌پوسټ ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د یو لړ کورنیو او بهرنیو لاملونو ټولګې ایراني رژیم د ځپلو او بدلون په لور ټېل وهلی دی. په دغه مقاله کې زیاته شوې، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له دوام سره هم‌مهاله ځینې شنونکي په دې باور دي چې یوشمېر سیاسي، پوځي او ټولنیزو بدلونونو په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره لاره هواره کړې ده.
د مقالې لیکوال د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې ویلي یې و «رژیم بدل شوی دی». د نوموړي دغه څرګندونې بیا له یوشمېر نیوکو سره هم مخ شوې دي.
مقاله ټینګار کوي، چې اسلامي جمهوري نظام د یوه «انقلابي نظام» په توګه پر درېیو ستنو ایډیالوژۍ، د وفادارۍ شبکو او د ځپنې پر دستګاه ولاړ دی او د دغه درېیو برخو هم‌مهاله کمزوري کېدل کولای شي د دغه نظام د تدریجي پاشل کېدو لامل شي.

ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۳
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۴

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي