• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغه ورښتونو له کبله د کورونو چتونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي دي. د راپور له مخې؛ له ۱۴۰ کورونو څخه ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نور برسېرن زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ دغه زیانونه په بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې ثبت شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه بارانونه به د اپریل تر ۴مې نېټې دوام وکړي. دغې ادارې له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي. همداراز، له زیانمنو کورنیو سره د مرستو چارې لاهم روانې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په بنو کې د یوې چاودنې له امله ۵ کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۱۳ نور ټپيان دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ اړوند د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۳ نور ټپیان دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یوه ۴ کسیزه کورنۍ هم شامله ده.

د ځايي پولیسو د لومړنیو معلوماتو له‌ مخې، دغه پېښه نن ماخوستن (پنجشنبه د وري ۱۳مه) د بنو ولسوالۍ په ډومېل سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د چاودنې غږ تر ډېرو لرو سیمو اورېدل شوی او همداراز د پولیسو مرکز ته څېرمه دوه کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

روغتيايي سرچينو هم د دې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پېښې له ځایه یې ۵ مړي او ۱۳ ټپيان وروړي دي. د دغو سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو ډاکټر، ښځه یې، زوی او یوه لور یې او یوه بله ښځه او همداراز په ټپیانو کې ۴ پولیس هم شامل دي.

لاتر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

طالبانو د مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړه او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" وبلله

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایت‌الله هدایت د ازادې اروپا مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړې او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" بللې ده. نوموړي پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «یوه لویه د مسلمانانو دوښمنه او شیطاني رسنۍ وتړل شوه».

مشال راډیو چې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره یې فعالیت کاوه د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د بودجې د نشتوالي له کبله یې خپلې خپرونې وتړلې. پر افغانستان واکمن طالبان د رسنیو له ازادۍ جدي ستونزه لري او په افغانستان کې یې د مشال راډیو تر څنګ د ګڼو خصوصي رسنیو فعالیتونه بند کړي وو.

طالبانو په افغانستان کې د بیان ازادۍ فضا سخته محدوده کړې او د خبریالانو په ګډون یې په عامو خلکو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.

اوس مهال د افغانستان دننه رسنۍ د طالبانو له لوري سانسور دي او یوازې جلا وطنه افغان رسنۍ په ازاده توګه د هېواد دننه پېښېدونکي مسایل په ازاده توګه رسنیز کولای شي.

طالبان جلا وطنه افغان رسنۍ هم تر سخت څار لاندې لري او له خلکو غواړي، چې دا رسنۍ ونه‌څاري.

تازه په هلمند کې د طالبانو والي خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیوني خپرونو څخه ځانونه لیرې وساتي.

مشال راډیو خپل راډیويي او انلاین رسنیز فعالیتونه پای ته ورسول

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱

مشال راډیو پر خپله وېپاڼه لیکلي، چې د سختو مالي شرایطو او وضعیت له امله د ۲۰۲۶ز کال د مارچ له ۳۱مې څخه خپلې راډیويي خپرونې، ویبپاڼه، د ټولنیزو شبکو پاڼې او وټساپ تړي. دې راډيو ۱۶ کاله مخکې فعالیت پیل کړی و او د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې یې خپرونې اورېدل کېدې.

دې راډیو په خپل راپور کې لیکلي، چې مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشتو ولایتونو ولسونو ته خپرونې پیل کړې.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه وه چې مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

په پېښور کې امن جرګې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د درې میاشتني اوربند غوښتنه کړې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره په پېښور کې د امن په نامه جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دواړو خواوو د درې میاشتني اوربند او د خبرو اترو د پیل کولو غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې د کډوالو او سوداګرۍ پرمخ د لارو خلاصون غوښتنه هم شوې ده.

دغه جرګه د سې شنبې په ورځ د وري پر ۱۱مه، په پیښور کې وشوه. په دې جرګه کې د خیبرپښتونخوا پخوانیو سیاسي څېرو، قومي مشرانو، سوداګرو، دیني علماوو، خبریالانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.

د دې غونډې جوړوونکو ویلي، د جرګې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره ګډه لار پیدا کول او د خبرو اترو او تفاهم فرهنګ ته وده ورکول دي.

د مسلم لیګ ګوند جګپوړي غړي ارباب خضر حیات په وینا، دغه جرګه په دواړو هېوادونو کې د امن په اړه رابلل شوې ده.

د جرګې یو بل ګډون وال هیله څرګنده کړه چې دا جرګه به نتیجه ورکړي او امن به راولي.

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ ترینګلتیا له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هوایي بریدونو له امله ګڼ ملکي کسان وژل شوي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ملاتړي دي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد د بریدونو د پای ته رسېدو شرط له دې ډلو د طالبانو ، نه ملاتړ ګڼي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا موضوع په دوی پورې اړه نه لري او د وسله والو ډلو حضور او بریدیونه د پاکستان داخلي مساله ده.

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سولې لپاره امن جرګه راغوښتل شوې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د پېښور پوهنتون په تالار کې د اسپایر ادارې له‌خوا د پاکستان او افغانستان د امن جرګې پرانیسته وشوه، چې په کې شاوخوا ۶۰ استازي، له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او علماوو ګډون کړی دی. د جرګې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې حل او د سوله‌ییزو خبرو پیل کول دي.

د جرګې تنظیموونکی ارباب شهزاد د افغانستان انټرنشنل پښتو همکار رفعت الله اورکزي ته وویل: «د روانې جګړې له امله دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي دي.»

هغه زیاته کړه: «پاکستان او افغانستان تر منځ ځانګړی تړون شته، زمونږ دود، دستور او مذهب یو دی. موږ نه شو کولی اوږدې جګړې وزغمو، له همدې امله موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې لپاره دا امن جرګه راوغوښته.»

ښاغلي شهزاد وویل، جګړه د حل لار نه ده. موږ یو بل سره پیژنو او په جرګه کې هڅه کوو چې داسې وړاندیزونه وړاندې شي چې روانې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه: «ستونزې په یوه ناسته نه حل کیږي، موږ به له جرګې وروسته بیا سره کینو او د امن لپاره به دوامداره هڅې وکړو.»

دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري او د تګ راتګ لارې د تیر کال د اکتوبر راهیسې تړل شوې دي. د جرګې پریکړې به وروسته د دواړو هېوادونو حکومتونو ته وړاندې او د عملي کولو لپاره سپارل کیږي.