• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د سیمې د روان وضعیت په اړه په خبرو کې پر دې یې ټینګار کړی، چې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، محمد اسحاق دار او عباس عراقچي په دې ټېلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو حالاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

د بهرنیو چازو وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکل شوي: «پاکستان د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي، چې د کړکېچونو د کمولو او د شخړو د حل لپاره ترسره کېږي.»

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د سیمې د مهمو مسایلو د حل لپاره یوازنۍ لاره ډیپلوماټیکې خبرې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو دواړو مشرانو په پای کې موافقه کړې، چې د روانو پرمختګونو په رڼا کې به نږدې تماسونه وساتي څو د سیمې امنیت او ثبات تضمین شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسد قیصر: د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې د سیمه‌ییز ثبات لپاره حیاتي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په تړاو د چین له هڅو ستاینه کړې ده. هغه ویلي، په روان نړیوال او سیمه‌ییز حساس وضعیت کې، یوازې د صبر، رغنده همکارۍ او پراخې ډیپلوماسۍ له لارې شونې ده، چې سیمه کې باور او همکاري بېرته وغوړېږي.

اسد قیصر د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه د چین ولسي جمهوریت ته صادقانه مننه وایم چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په برخه کې یې رول ولوباوه.»

هغه زیاته کړې، په دې حساسو نړیوالو او سیمه‌ییزو شرایطو کې، په ځانګړې توګه د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د کړکېچونو د پراختیا پر مهال، ګاونډي هېوادونه اړ دي چې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «دې کړکیچ سیمه کې اقتصادي فشارونه، د انرژۍ کمښت او امنیتي ننګونې زیاتې کړې دي، چې ډیپلوماسي یې نه یوازې اړینه بلکې د وخت یوه حیاتي اړتیا ګرځولې ده.»

قیصر ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د خبرو بهیر ته په ریښتینولي او جديت سره دوام ورکړي.

هغه همدا راز ویلي: «په اوسني نړیوال چاپېریال کې یوازې صبر، رغنده ښکېلتیا او پراخه ډیپلوماسي کولای شي د سولې، باور بېرته رغولو او متقابلې همکارۍ لارې چارې پرانیزي.»

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان منځپوړو چارواکو د دواړو هېوادونو د روان کړکېچ د ختمولو لپاره سره وکتل، خو لا تر اوسه له یادې غونډې څه څرګنده پایله نه‌ده راوتلې.

مارکو روبیو: د امریکا د کډوالۍ ادارې د قاسم سلیماني ورېره ونیوله

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هې‍واد د کډوالۍ ادارې چارواکو د قاسم سلیماني ورېره حمیده سلیماني افشار له خپلې لور سره یوځای نیولې ده. روبیو ویلي، چې د سلیماني ورېرې او د هغې د لور ګرین کارتونه لغوه شوي او دواړې د کډوالۍ ادارې له لوري بندي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وینا، حمیده سلیماني افشار او لور یې په امریکا کې د دایمي اوسېدو اجازه «ګرین کارتونه» لرل او همدلته یې ژوند کاوه، خو د امریکا حکومت د دوی قانوني حیثیت لغوه کړی او اوس د کډوالۍ ادارې په زندان کې ساتل کېږي.

روبیو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:« افشار د ایران یوه څرګنده ملاتړې وه، په تېرو وختونو کې یې پر امریکایي وګړو د بریدونو ملاتړ کړی و او متحده ایالات یې لوی شیطان بللی و».

روبیو ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره د امریکا ضد ترهګریزو رژیمونو ملاتړ کوونکو ته اجازه نه ور کوي.

د یادونې وړ ده چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

زېلېنسکي له ارودغان سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرو لپاره استانبول ته ورسېد

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د امنیتي مسایلو په اړه د خبرو اترو په موخه استانبول ته رسېدلی دی. زېلېنکسي ویلي چې په دغه لېدنه کې به پر سیمه‌ییز ثبات او له منځني ختیځ سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

د اوکراین ولسمشر له عربي هېوادونو څخه تر سفر وروسته ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي:« موږ د خپلې دوه اړخیزې ملګرتیا پر پیاوړتیا کار کوو، تر څو په اروپا او منځني ختیځ کې ثبات او امنیت تضمین شي».

زېلېنسکي له اردوغان سره د لېدنې په تړاو د خبرو د جزییاتو په اړه ډېر څه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې دا لېدنه به د امنیتي ننګونو پر وړاندې د ګډو حل‌لارو پر موندلو تمرکز ولري.

اوکراین په دې وروستیو کې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او اوسمهال له څو نورو منځني ختیځ هېوادونو سره هم په ورته ترتیباتو بوخت دی. 

پر بحرین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او اسراییل د ایران بریدونه لاهم دوام لري

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د جمعې په ماښام او د شنبې په سهار د سعودي عربستان په ختیځو ولایتونو او بحرین کې د خطر زنګونه وکړنګېدل. د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سیترا سیمه کې د یوې ایرانۍ بې‌‌پیلوټه الوتکې د پاتې شونې له امله ۴کسان ټپیان شوي او څو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د دوبۍ د رسنیو دفتر هم خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سیستم د فعالېدو له امله یو توغندی د مارینا په سیمه کې پر یوې ودانۍ لګېدلی؛ خو تلفات نه‌لري. په عراق کې هم امنیتي سرچینو راپور ورکړی، چې یوه بې‌پیلوټه الوتکه په سلیمانیه کې نسکوره شوې ده.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې څو توغندي له ایران نه توغول شوي او پر وړاندې یې د مخنیوي عملیات ترسره شوي دي. د اسراییل د اور وژنې ادارې په وینا؛ په بیر شبع صنعتي سیمه کې د یوه بالستیک توغندي د لګېدو له امله اور لګېدلی.

بلخوا د سوریې دولتي تلویزیون هم راپور ورکړی، چې په دمشق او شاوخوا سیمو کې اورېدل شوي غږونه د توغندیو د مخنیوي عملیاتو له امله وو.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو روانه لړۍ زیان منونکي کسان بېرته هغه هېواد ته ستنوي چې له ناامنۍ، فشار او اقتصادي ستونزو ډک دی. یاد سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دامهال افغانان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دي او د جبري ستنولو دغه لړۍ یې ستونزې لاپسې پراخوي. د یاد سازمان په وینا؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو سره تر ۱۰۰زرو ډېر افغانان بې‌ځایه شوي دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې، حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي؛ څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي، د هغوی خوندیتوب یقیني کړي او نړۍوال بشري اصول په پام کې ونیسي.

همداراز په اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ له‌خوا خپره شوې نړۍواله عریضه لاسلیک او خپره کړي. یاد سازمان ټینګار کړی، که دغه بهیر دوام وکړي؛ نو ښايي بشري وضعیت لا پسې کړکېچن شي او د سیمې پر ټیکاو به منفي اغېز وکړي.