• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد نبي د «ادې ګروپ» ۵ روغتیايي مرکزونه په وړیا توګه د سېلاب‌ځپلو درملنې ته ځانګړي کړل

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د افغان کرېکټ ستوري محمد نبي په هېواد کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د خپلې خواخوږۍ له شریکولو سربېره ویلي، د «ادې ګروپ» روغتیايي مرکزونه په وړیا توګه د سېلاب‌ځپلو ټپیانو درملنه کوي.

محمد نبي د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په دې سختو شېبو کې، موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او د هر ډول ممکنه مرستې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګندوو».

هغه همدارنګه څرګنده کړې: «د ادی ګروپ په ټولو څانګو کې سیلاب ځپلو ټپیانو ته په وړیا ډول درملنه وړاندې کېږي».

نوموړي په کابل کې د «ادې ګروپ» د پنځو روغتیايي مرکزونو ادرسونه او د مسوولینو شمېرې هم شرېکې کړې دي. د «ادې ګروپ» روغتیايي مرکزونه د محمد نبي اړوند دي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه،۱۱۶ نور ټپیان او ۴ کسان لادرکه دي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دوی په وینا، وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د جیوفزیکي زده‌کړو لپاره خپل ۱۸ کارکوونکي ازبکستان ته واستول

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ مسلکي کارکوونکي یې د وړتیاوو لوړونې او جیوفزیکي زده‌کړو لپاره ازبکستان ته واستول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه، د وري په ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ۱۸ کسیزه پلاوی به په ازبکستان کې د یوې میاشتې لپاره مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان به په ازبکستان کې عملي مهارتونو پیاوړتیا، له نوو جیوفزیکي ټکنالوجۍ سره د بلدتیا په برخه کې زده کړې وکړي.
طالبانو یاد کسان پر داسې مهال د جیوفزیکي زده‌کړو لپاره ازبکستان ته لېږلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د مسلکي کسانو د وتلو له امله ګڼې ادارې او علمي مرکزونه د متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ دي. طالبان هڅه کوي چې د دا ډول روزنیزو پروګرانو له لارې په خپلو ادارو او تخنیکي بررخو کې شته تشه ډکه کړي.

خالد حنفي: ځوانانو ته دې د عصري علومو او ټکنالوجۍ په برخو کې فرصتونه برابر شي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي، چې ځوانان باید د عصري علومو او ټکنالوجۍ زده‌کړې ته وهڅول شي او په دې برخه کې دې اړین فرصتونه برابر شي. نوموړي وړاندې عصري زده کړې «مباح» ګڼلې وې.

یاد وزارت د شنبې په ورځ، د وري پر ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خالد حنفي د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره په لیدنه کې د عصري علومو پر زده‌کړې ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د خالد حنفي په قوله لیکل شوي:«تاسو حق لرئ چې موږ ته خپلې ستونزې او مشکلات راورسوئ؛ موږ مکلف یو چې ستاسو مشروع غوښتنې او سپارښتنې عملي کړو».

هغه په دې ناسته کې د دیني زده‌کړو ترڅنګ د عصري علومو او ټکنالوجۍ پر ارزښت هم غږېدلی او ټینکار یې کړی چې باید په دې برخو کې د ځوانانو لپاره فرصتونه بر ابر شي.

نوموړی پر داسې مهال د عصري علومو پر زده‌کړو ټینګار کوي، چې تردې وړاندې یې په ځلونو په خپلو ویناوو کې عصري زده‌کړې «مباح» ګڼلې دي.

د طالبانو په منځ کې د عصري زده‌کړو په تړاو ژور مخالفتونه شته. د دغې ډلې مشر ملاهبت الله او نږدې ملګري یې له پوهنتوني زده کړو سره مخالف ښکاري او په هېواد کې یې د دیني مدرسو شمېر څو چنده ډېر کړی دی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د مسلکي استادانو په ګوښه کولو او د درسي موادو په بدلولو سره غواړي پر پوهنتونونو خپل سختدریځه فکري اغېز وشیندي، ترڅو د خپلې واکمنۍ بقا تضمین کړي.

د کابل پوهنتون په ګډون د یو شمېر پوهنتونونو استادانو هم په وار وار نیوکه کړې چې د عصري زده‌کړو او معیاري موادو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.

په کونړ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه خلکو د پاکستان د بریدونو له امله خپل کورونه پرېښي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته د نږدې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو هاوان بریدونو له امله یې خپل کورونه پرېښي او د ځان ژغورنې لپاره اسعداباد ته بې‌ځایه شوي دي.

د کونړ بې‌ځايي شوي خلک وايي، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان په بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دوی اړ شوي دي، چې د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو څخه د ځان ژغورنې په موخه خپل کورونه پرېږدي.

یاد بې‌ځایه شوي خلک وايي، په اسعداباد کې د اوسېدو لپاره د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

د ولي په نوم د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي:« د پاکستاني ملیشو د ظلم له لاسه زموږ ټول وګړي شهیدان شوي، کورونه ویجاړ شوي اوس دلته راغلي یو په دې پنډغالي کې ژوند کوو. موږ مرستو ته اړتیا لرو».

پر همدغه مهال په کونړ ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو رییس محمد ابراهیم میاخېل د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له امله د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۹۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې پر یادو بې‌ځایه شویو کورنیو یې د مرستو د وېش په موخه سروې پیل کړې ده.

وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویليو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي‌ دي.

طالبان: د وروستیو ورښتونو له امله په څو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. د دغه وزارت په وینا، د کابل–جلال‌اباد لویه لاره هم د "تنګي غارو" په سیمه کې د غره د راپرېوتو له امله بنده ده.

د طالبانو یاد وزارت نن شنبه، د وري ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې د غورـ کابل لاره د بادګاه او دولتیار په سیمو کې، د چهار سدې ولسوالۍ د کرګوش درې لار، د غورـ هرات لار د شهرک ولسوالۍ اړوند د کمنج په سیمه کې، غور د شپږو سوېلي ولسوالیو لارې او همدارنګه د غور د مرکز او مرغاب ولسوالۍ ترمنځ لار د سېلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو ولایتي تخنیکي ټیمونو په ټولو سیمو کې د بندو لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې پیل کړې دي.

ټولګټو وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي او د لارو د وضعیت په اړه له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې شي.

د طالبانو ټولګټو وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتي چې د بندو لارو د بیا پرانیستل کېدو تر رسمي خبرتیا پورې دېد یادو لارو پر لور له سفر څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر پنځلسمې نیټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبان: په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي او ۱۳۷ نور ټپیان دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر پنځلسمې نیټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې تېرې شپې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۹ کسان مړه او څلور نور ټپیان دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۸ ساعتونو کې په کابل، پنجشیر، پروان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، نیمروز، فرا، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا او غره ښوېدنې په پایله کې ۲۶ کسان مړه شوي او ۴۸ ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکي ترڅنګ سلګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.