په بلخ کې د معلولینو د بسکېټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

په بلخ کې د معلولینو ترمنځ د بسکېټبال دوستانه سیالۍ، چې د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې له لوري تنظیم شوې وې، پای ته ورسېدې.

په بلخ کې د معلولینو ترمنځ د بسکېټبال دوستانه سیالۍ، چې د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې له لوري تنظیم شوې وې، پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د بلخ او بامیان ولایتونو د څلورو لوبډلو په ګډون ترسره شوې چې موخه یې د معلولینو د وړتیاوو د څرګندولو او په ټولنه کې د هغوی د مثبت رول معرفي کول وو.
دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د معلولینو د ملاتړ اړتیا لا هم جدي ده، خو ورته ورزشي پروګرامونه کولای شي د هغوی د وړتیاوو د څرګندولو ترڅنګ، په ټولنه کې د برابرۍ او ګډون فرهنګ پیاوړی کړي.

د افغانستان مسلکي سوک وهونکی محمد ذکریا زماني د هېواد د سوک وهنې فدراسیون په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه کړې او د دې فدراسیون د سرپرست قدیر سلطاني د لرې کېدو غوښتونکی شوی دی.
نوموړي د ورزشکارانو په استازیتوب په یوه خپره کړې اعلامیه کې ۱۲ هغه ټکي یاد کړي، چې ده ورته «کمزوري او ناسمې چارې» ویلي او د دې بنسټ د جدي اصلاح غوښتنه یې کړې ده.
زماني په دې اعلامیه کې د فدراسیون د سرپرست د لرې کېدو لپاره خپل دلیلونه داسې بیان کړي:
۱. په ټول هېواد کې د سوک وهنې هېڅ منظم فعالیت نهشته.
۲. د اماتور سوک وهنې سیالیو د جوړېدو مخنیوی کېږي او له ورزشکارانو څخه د پیسو غوښتنې شوي.
۳. بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره د تمریني کمپونو د جوړولو لپاره منظم پلان نهشته.
۴. د نړیوالو سیالیو لپاره د مهالوېش نشتوالی او د ورزشکارانو بېخبري؛ د بېلګې په توګه، ملي لوبغاړي یوازې ۲۰ ورځې مخکې له اسیايي سیالیو څخه خبر شوي وو.
۵. په کابل کې د سوک وهنې له کلپونو څخه هره میاشت د ۳۰۰ افغانیو اخیستل د فدراسیون په نوم د مرستې تر عنوان لاندې روان دي.
۶. د فدراسیون د سرپرست له خوا له ورزشکارانو او روزونکو سره سپک او ناوړه چلند کېږي.
۷. د هېواد دننه د ملي لوبغاړو پر ځای د بهر مېشتو ورزشکارانو لېږل؛ لکه څنګه چې د افغانستان د سوک وهنې اتل فېروز صافي سره له دې چې اتل وو، بل کس له جرمني څخه سیالیو ته استول شوی دی.
۸. د ملي سیالیو ترسره کول پرته له دې چې مخکې له مخکې خبر ورکړل شي.
۹. د کمزورې پلان جوړونې له امله په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې نهشته.
۱۰. په ایران کې د سیالیو پر مهال د افغان سوک وهونکو بېاحترامي شوې.
۱۱. د محدودې کړۍ له خوا غونډې او پرېکړې کول او د ملي ټیم د روزونکو بېدلیله لرې کول.
۱۲. د غیر حاضرۍ په پلمه د ورزشکارانو د عصريې کمول، په داسې حال کې چې ډېر یې حتی د تګ راتګ د کرایې توان هم نهلري.
محمد ذکریا زمانی زیاته کړې، چې یاد شوي موارد یوازې د شته ستونزو یوه برخه ده او د فدراسیون د سرپرست د لرې کولو لپاره نور ډېر دلیلونه هم لري. د هغه په وینا، زیاتره ورزشکاران او روزونکي له دې ستونزو خبر دي، خو تر اوسه یې چوپتیا غوره کړې ده.
هغه له ټولو ورزشکارانو او روزونکو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نهشي، ځکه د ده په باور، د دې حالت دوام کولی شي د هېواد د زرګونو ځوانو ورزشکارانو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړي.
زمانی همداراز له هغوی غوښتنه کړې، چې د شنبې په ورځ د خپلو حقونو د دفاع او د فدراسیون د سرپرست د لرې کېدو د ملاتړ لپاره د هغه تر څنګ ودرېږي.
د طالبانو د سوکوهنې ملي فدراسیون مشرتابه لاتر اوسه د نوموړي د یادو تورونو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
د افغانستان د ازادو مبارزو يوه تکړه لوبغاړي سخي قنبري له شور او ځوږه په یوې ډکه سيالۍ کې خپل برازيلي سيال ګابريل پاسکالوتي د لومړي پړاو (راونډ) په ترڅ کې د «تسليمولو» یا سبمېشن تخنیک په کارولو سره اړ کړ چې تسليم شي او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالي نن شپه، (جمعه د وري ۱۴مه)، د فرانسې د ازادو مبارزو د «اراېساېفسي» سازمان د نههدېرشم پړاو سياليو په لړ کې ترسره شوه.
قنبري د دې بريا په ترلاسه کولو سره د خپلو مسلکي برياوو شمېر ۹ ته لوړ کړ. هغه تر اوسه په ټوليز ډول ۱۱ مسلکي سيالۍ کړي، چې له دې ډلې يې ۹ برياوې او ۲ ماتې یې په خپل نوم ثبت کړې دي.
بل لور ته، ګابريل پاسکالوتي چې تر دې وړاندې يې په ۸ مسلکي سياليو کې ۶ برياوې او ۲ ماتې لرلې، په دې ماتې سره يې د قنبري پر وړاندې خپله درېيمه ماتې تجربه کړه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو په شپږمه او وروستۍ لوبه کې د سوریې پر وړاندې د ۵–۱ په درنې پایلې سره ماتې وخوړه. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې یوه بریا هم ترلاسه نهکړه او په دې سره بل پړاو ته له رسېدو پاتې شوه.
دغه لوبه د سوریې په کوربهتوب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالي کې ترسره شوه.
سوریې ډېر ژر او د لوبې په پنځمه دقیقه کې د محمد السلخادي له لوري لومړی ګول وواهه، خو عليرضا پناهي د لوبې په ۲۳مه دقیقه کې له لرې واټن څخه په ښکلي شاټ سره د افغانستان د برابرۍ ګول وواهه. لومړۍ نیمايي د ۱–۱ په پایلې سره پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې د افغانستان ګول ساتونکی کیوان متقیان یو پنالټي هم مهار کړې وه.
په دویمه نیمايي کې سوریې لوبه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او څلور نور ګولونه یې هم د افغانستان پر وړاندې وکړل. محمد الحلق (۵۶مه دقیقه)، محمد المصطفی (۵۸مه او ۸۲مه دقیقې) او محمد الاسود (۹۰+۳ دقیقه) کې سوریې نور ګولونه هم ترسره کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې سوریې په دې لوبه کې خپل دوه مهم ستوري عمر السوما او محمد خربین له ځانه سره لوبډله کې نه درلودل. بل لور ته، د افغانستان لوبډله هم د اجباري بدلونونو له امله د تېرې لوبې په پرتله له بدل ترکیب سره میدان ته ښکته شوې وه.
له دې بریا سره، سوریې له شپږو لوبو څخه په شپږو بریاوو او بشپړو ۱۸ امتیازونو سره د خپل ګروپ د لومړي مقام په توګه وروستي پړاو ته لار وموندله. دې لوبډلې په ټولییز ډول ۲۱ ګولونه وکړل او یوازې دوه ګولونه یې ومنل.
د همدې ګروپ په بله لوبه کې، میانمار پاکستان ته په ۲–۱ ماتې ورکړه او د ۱۲ امتیازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړ. افغانستان له دوو مساوي او څلورو ماتو سره یوازې دوه امتیازونه ترلاسه کړل او په درېیم مقام کې ودرېده.
د افغانستان ملي لوبډلې په دې پړاو کې له شپږو لوبو څخه ټولټال څلور ګولونه وکړل او ۱۱ ګولونه یې ومنل، چې د منفي اووه ګول توپیر سره یې خپلې سیالۍ پای ته ورسولې.
د هند د پنجاب کېنګز کرېکټ لوبډلې د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د افغان کرېکټ ستوري او د نړۍ د ۵۰ اوریزو لوبو غوره الراونډر عظمتالله عمرزي ته ښه راغلاست ویلی. هغه چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د هند په غوره لیګ کې د پنجاب کېنګز لپاره ولوبېږي، په رسمي ډول له دغې لوبډلې سره یوځای شو.
عظمتالله عمرزی د افغانستان د نوي نسل یو له خورا مهمو ستورو څخه دی؛ یو داسې الراونډر چې خپله لوبډله یې له یوې داسې حالت څخه چې یوازې پر ورو توپاچوونکو یا سپېن بالرانو متکي وه، په یوې متوازنې او څو اړخیزې لوبډلې بدله کړې ده.
عمرزی په پیل کې ډېر د یوه توپوهونکي په توګه پېژندل کېده، خو په تدریجي ډول یې د توپاچونې مهارتونه پیاوړي کړل او د افغانستان پر غوره چټک الراونډر بدل شو؛ تر دې چې په اصلي ترکیب کې یې تر ډېرو تجربه لرونکو لوبغاړو لوړ ځای ځان ته ځانګړی کړ.
هغه د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه او شاوخوا یو کال وروسته له شل اوریزې لوبډلې سره یو ځای شو، خو د هغه د مسلکي پړاو د بدلون کال ۲۰۲۳ کال وو. په دغه کال کې نوموړي د بنګلهدېش په لیګ کې د ۱۵ وېکټو په اخیستو سره پام ځان ته راواړاوه او وروسته یې د پاکستان په لیګ کې هم د پېښور زلمي لوبډلې لپاره بریالۍ لوبه وکړه.
په همدې کال کې عمرزی په نړۍواله کچه هم وځلېد او په یو ورځني نړۍوال جام کې یې د هند پر وړاندې ۶۲ منډې، د سریلانکا پر وړاندې ۵۰ منډې او د سوېلي افریقا پر وړاندې ۹۷ منډې جوړې کړې. هغه په ۲۰۲۳ کال کې په ۴۵۵ منډو او په اوسط ډول په ۵۷ امتیازونو سره پای ته ورساوه.
د هغه غوره لوبو دې ته لاره هواره کړه، چې د هند غوره لیګ ته جذب شي او د ګجرات ټایټنز لپاره لوبه وکړي. عظمتالله عمرزی په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د هغې لوبډلې غړی وو چې د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده.
۲۰۲۴ کال د عمرزي لپاره یو زرین کال و؛ هغه د ۵۲.۱۲ اوسط امتیازونو سره ۴۱۷ منډې وکړې او ۱۷ وېکټې یې داسې واخیستې، چې په هر اور کې یې تر پنځو لږې منډې ورکړې وې. هغه د اېرلنډ، سوېلي افریقا، بنګلهدېش او زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان په بریاوو کې مهم رول درلود. عمرزي د غوره لوبو په کولو سره د کرېکټ د نړۍوالې شورا لهخوا د کال د غوره یو ورځني لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه چې دا د افغانستان لپاره یو تاریخي ویاړ ګڼل کېږي.
نوموړي د ۲۰۲۵ کال په اتلانو جام کې هم د انګلستان پر وړاندې تاریخي لوبه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې ۵ وېکټې ترلاسه کړې.
هغه په ایپياېل سیالیو کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کې د ګجرات ټایټانز لوبډلې لپاره لوبه وکړه او بیا په ۲۰۲۵ کال کې د پنجاب کېنګز لوبډلې لهخوا جذب شو. که څه هم په دغه لیګ کې د هغه په لوبو کې لوړې ژورې وې، خو بیا هم د ۲۰۲۶ فصل لپاره د یوې ارزښتمنې څېرې په توګه په لوبډله کې وساتل شو.
عمرزی نن سبا د نړۍ د یو تر ټولو بشپړ الراونډرانو په توګه پېژندل کېږي؛ هغه لوبغاړی چې هم په پاورپلې او هم په وروستیو اورونو کې اغېزناک ثابتېدلی شي او په توپوهنه کې هم ټاکونکی رول لوبوي.
د ایپياېل په روان نوي فصل کې درې نور افغان لوبغاړي هم حضور لري. راشد خان به په ګجرات ټایټانز، نور احمد لکڼوال به په چینای سوپر کینګز او اللهمحمد غضنفر به په ممبۍ انډیانز کې لوبې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال ایپياېل سیالۍ د مارچ په ۲۸مه پیل شوې او د مې تر ۳۱مې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې لس لوبډلې په یوه ګروپ کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د هسپانیا فابیان سېنټس په وړاندې ماتې وخوړه او د اتلولۍ کمربند ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ. دغه لوبه بېګاه شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شوه.
بدخشي د خپل هسپانوي سیال لهخوا په درېیم پړاو کې د «سبمېشن» تخنیک له لارې ماتې وخوړه. دغه لوبه د یاد سازمان د اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره ترسره شوه. فابیان سېنټس وتوانېده، چې خپل د اتلولۍ کمربند وساتي.
۲۵ کلن افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه. بل لوري ته ۳۱کلن سېنټس هم په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې خپله ۱۱مه بریا ثبت کړه.
دغه لوبه د بادالونا ارینا المپیک لوبغالي کې ترسره شوه.

