عراق له ایران سره خپله سوېلي سرحدي لاره وتړله

عراق د ایران په خاوره کې په یوه هوايي برید کې د یوه عراقي وګړي له وژل کېدو وروسته له دغه هېواد سره خپله سوېلي سرحدي لاره تړلې ده.

عراق د ایران په خاوره کې په یوه هوايي برید کې د یوه عراقي وګړي له وژل کېدو وروسته له دغه هېواد سره خپله سوېلي سرحدي لاره تړلې ده.
رویټرز د شنبې په ورځ، د وري ۱۵مه د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې عراق له ایران سره د شلمچي لاره د خپل یوه وګړي د وژل کېدو په اعتراض کې تړلې ده. دا عراقي وګړی د ایران په خاوره کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.سرچینو تر اوسه د یاد برید د موخې او د پېښې د کره جزییاتو په اړه نور معلومات نهدي ورکړي.د شلمچي لاره د عراق او ایران ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د دواړو هېوادونو په اقتصادي راکړه ورکړه کې بنسټیز رول لري.

د جمعې په ماښام او د شنبې په سهار د سعودي عربستان په ختیځو ولایتونو او بحرین کې د خطر زنګونه وکړنګېدل. د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سیترا سیمه کې د یوې ایرانۍ بېپیلوټه الوتکې د پاتې شونې له امله ۴کسان ټپیان شوي او څو کورونو ته زیان رسېدلی دی.
د دوبۍ د رسنیو دفتر هم خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سیستم د فعالېدو له امله یو توغندی د مارینا په سیمه کې پر یوې ودانۍ لګېدلی؛ خو تلفات نهلري. په عراق کې هم امنیتي سرچینو راپور ورکړی، چې یوه بېپیلوټه الوتکه په سلیمانیه کې نسکوره شوې ده.
د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې څو توغندي له ایران نه توغول شوي او پر وړاندې یې د مخنیوي عملیات ترسره شوي دي. د اسراییل د اور وژنې ادارې په وینا؛ په بیر شبع صنعتي سیمه کې د یوه بالستیک توغندي د لګېدو له امله اور لګېدلی.
بلخوا د سوریې دولتي تلویزیون هم راپور ورکړی، چې په دمشق او شاوخوا سیمو کې اورېدل شوي غږونه د توغندیو د مخنیوي عملیاتو له امله وو.
رویټرز خبري اژانس لیکلې، چې د ایټالیا مرکزي بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصادي وده به سږ کال ۰،۶ سلنه او په ۲۰۲۷ کال کې ۰،۵ سلنه وي، چې دا د پخوانیو اټکلونو پرتله کموالی ښيي.
د راپور لهمخې، د نړیوال وضعیت خرابېدو او په ځانګړي ډول د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ جګړې او ورسره تړلې «بې سارې لوړې بېباورۍ» د اقتصادي وړاندوینو پر بدلون مستقیم اغېز کړی دی.
مرکزي بانک خبرداری ورکړی، که ناوړه اقتصادي سناریو رامنځته شي، ایټالیا ښايي په راتلونکي کال کې له رکود (اقتصادي شاتګ) سره مخ شي.
په همدې حال کې، د انفلاسیون (د بیو لوړېدو) اټکل هم لوړ شوی او تمه ده، چې سږ کال به ۲،۶ سلنې ته ورسېږي، چې دا د اروپایي مرکزي بانک له ټاکل شوي ۲ سلنې هدف څخه لوړ دی.
شنونکي وايي، د اقتصادي ودې کمښت او د انفلاسیون زیاتوالی به د خلکو پر ژوند، کار بازار او پانګونو منفي اغېز ولري او دا به د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني حکومت لپاره نورې اقتصادي ننګونې هم زیاتې کړي.
امریکا کې د طبیعت ساتنې نړیوالې علمي ادارې څېړونکو موندلې چې د نړۍ درېیمه برخه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې سخته ګرمي یې ورځني فعالیتونه په جدي ډول محدودوي. دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې د تودوخې زیاتوالی به د اوړي په موسم کې د ورځنیو چارو ترسره کول لا نور ستونزمن کړي.
د دې څېړنې لهمخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نهشي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.
څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي پهکې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.
تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بېوزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانهيي ګاز تولیدوي.
په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګلهدېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.
دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو لهخوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.
د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.
د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نهشي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».
هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیانمنو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمهییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نهشي بدلولای.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د روانې میاشتې تر پایه به متحده عربي امارات ته ۳،۵ میلیارده ډالره پور بېرته ورکړي. یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دا پرېکړه د «ملي وقار» د ساتلو لپاره شوې، خو ورسره به د هېواد په مالي زیرمو کې د پام وړ کمښت هم راشي.
د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې ابوظبۍ له اسلاماباده د پور د سمدستي بېرته ستنولو غوښتنه کړې وه او حکومت پرېکړه کړې، چې دا پیسې ژر تر ژره بېرته ورکړي. نوموړي ټینګار کړی، چې «ملي وقار د مالي ملاحظاتو لپاره نهشي قرباني کېدای.»
دغه پیسې په ۲۰۱۹ کال کې د متحده عربي امارات له لوري د پاکستان د مالي توازن د ثبات لپاره ورکړل شوې وې او د بېرته ورکړې موده یې هم څو ځلي غځول شوې وه.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان د مرکزي بانک مالي زیرمه شاوخوا ۱۶،۳ میلیارده ډالره ده او که دا پور بېرته ورکړل شي، نو شاوخوا ۱۸ سلنه به راکم شي، چې دا به د دغه هېواد د وارداتو د تمویل وړتیا او اقتصادي ثبات ته زیان ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان لا هم میلیاردونه ډالره پوروړی دی.
د پاکستان حکومت تېره ورځ د پټرول بیه لوړه کړه، خو نن یې په هر لیټر کې ۸۰ روپۍ کمښت راوست او ورسره بیه یې له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راورسوله. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې اقدام هدف پر خلکو د اقتصادي فشار کمول او د عادي ژوند د لګښتونو اسانه کول بللي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په شپه (د وري ۱۴مه) په خپله وینا کې وویل، چې د پټرول بیه د شپې له ۱۲ بجو راهیسې ټیټه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې فډرالي حکومت او څلور واړه ایالتي حکومتونه به ګډې هڅې وکړي څو د خلکو پر اقتصادي وضعیت فشار کم کړي او په دې برخه کې به هر اړین ګام پورته کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ د تېلو بیې ناڅاپه لوړې شوې وې، چې د خلکو له سختو اعتراضونو سره مخ شوې. د شهباز شریف په وینا، د پټرول په بیه کې دغه کموالی به لږ تر لږه د راتلونکې میاشتې لپاره پاتې شي.
د پاکستان حکومت تېره ورځ له پټرول سربېره د ډیزل په بیه کې هم څه باندې ۵۴ سلنه ډېروالی راوست او په ترڅ کې یې د یو لیټر ډېزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسو ته لوړه شوه، خو د دغه هېواد لومړي وزیر په خپله یاده وینا کې د ډيزل د بیو د څرنګوالي په تړاو څه نهدي ویلي.