د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) خبرداری ورکړی، چې په انټرنېټ کې ښځې او نجونې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي. دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د قربانیانو ملاتړ وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «انلاین ځورونه فزیکي ټپونه نهپرېږدي، خو رواني زیانونه پرېږدي. دا د حقیقي ژوند له ځورونې سره تړلي دي او دا د ډیجیټلي رسنیو د پراخوالي له امله لا زیاتېږي.»
سازمان زیاته کړې، چې میلیونونه ښځې، نجونې او ځوانان په ډیجیټلي ځایونو کې له څارنې، ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او د هغوی ورځنی ژوند او رواني وضعیت یې اغېزمن کړی دی.
سازمان زیاته کړې، چې د قربانیانو ملاتړ مهم دی او باید د هغوی غږ واورېدل شي، څو دوی یوازې پاتې نهشي او د رواني فشارونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي او همدارنګه، په ډیجیټلي ځایونو کې د درناوي او همدردۍ کارول اړین دي، څو ټول کاروونکي په خوندي او سالم چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړي.
سازمان ټینګار کړی، چې «تشدد یا زورزیاتی» هېڅ ځای نهلري، نه په حقیقي ژوند کې او نه په انلاین نړۍ کې او په وینا یې، ټولنه باید د خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې په افغانستان کې د کار او روزګار نشتوالي دې ته اړ کړي، چې بیا ځلي پاکستان ته، په ځانګړي ډول کراچۍ ښار ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي، خو په دغه ښار کې هم له ګڼو ستونزو، فشارونو او د پولیسو له خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د احمد په نوم یو افغان چې ۲۴ کاله عمر لري او په ۲۰۲۳م کال کې د پاکستان د سند ايالت له کراچۍ ښار څخه له خپلې کورنۍ سره یو ځای بېرته افغانستان ته ستون کړای شوی و، خو هغه او دوه کوچني وروڼه یې بیا سږ کال بېرته پر قاچاقي لارو کراچۍ ښار ته د مزدورۍ او خوارۍ لپاره راغلي دي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې په کراچۍ کې زېږېدلی او همدلته لوی شوی، دلته یې ژوند کاوه او د کورنۍ ګوزاره یې روانه وه. خو د پاکستان حکومت له هغه اعلان سره سم چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي، د ده په وينا «دلته راباندې ژوند سخت شو پوليسو به نيولو، پيسې به یې راڅخه اخيستې، زما سپینږیري کاکاګان یې څو ځله ونیول، نو اړ شو چې کډې مو وکړې.»
هغه زیاته کړه، « له ځان سره مې دوه کوچني وروڼه راوستي دي، زه او هغوی په شريکه کار کوو، که څه هم پولیس مو تنګوي، خو چاره نهشته ځانونه پټوو او کار کوو».
یوه بل افغان ځوان چې تازه پر قاچاقي لارو پاکستان ته راغلی وويل، چې کورنۍ یې نږدې ۳۵ غړي لري او افغانستان ته له ستنولو وړاندې یې د کورنۍ دوو یا درېیو غړو په دغه ښار کې کار کاوه، چې د ژوند چاره یې روانه وه.
هغه زیاتوي، کله چې افغانستان ته ستانه شول لږه اندازه کرنیزه ځمکه یې درلوده او بزګرۍ ته یې مخه کړه، خو په کروندګرۍ یې ګوزاره نه کېده او ترڅنګ یې د درندو بارونو د پورته کولو کار کاوه.
هغه په ډیرې خواشینۍ سره وويل، «افغانستان ډېر ښه دی خو کار روزګار په کې نهشته».
په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري، له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې دا منلې، چې په افغانستان کې روزګار کم دی او ځینې افغانان بیا ځلې دغه ښار ته راغلي دي.
پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هغه وخت پیل کړه، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې ډیرې شوې او پر طالبانو یې تور پورې کړ، چې په افغان خاوره کې یې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ته پټنخایونه او مرکزونه برابر کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او په پاکستان کې د پښتنو ملتپاله سياسي او مذهبي ګوندونو او همداراز طالبانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنولو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي.