• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ماشومانو او کورنیو راستنېدل باید خوندي وي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج‌الدین اویوال وایي، له پاکستان څخه افغانستان ته د ماشومانو او کورنیو راستنېدو په بهیر کې د یونېسف ټیمونه فعال دي، څو معلومات او ملاتړ وړاندې کړي او د ټولو راستنو شویو ماشومانو خوندیتوب او غوره ګټې خوندي شي.

تاج‌الدین اویوال د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، یونېسف په ګډه له خپلو شریکانو سره هڅه کوي، چې ټول راستانه شوي ماشومان او کورنۍ خوندي چاپېریال ولري. نوموړی زیاتوي، د دوی ټیمونه د راستنېدونکو ماشومانو د حقوقو ساتنه، د معلوماتو ورکول او اړونده نور ملاتړ برابروي.

د هغه په وینا، د ټولو راستنو شویو ماشومانو امنیت، روغتیا او ښوونه د لومړیتوب په توګه تعقیبېږي او یونېسف له حکومتونو او سیمه‌ییزو ادارو سره په ګډه کار کوي، څو د ماشومانو غوره ګټې تضمین شي.

دغه اقدام د افغانستان د داخلي کډوالو او راستنېدونکو ماشومانو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام راګرځولو هڅه ده. یونېسف او شریک سازمانونه یې هڅه کوي، چې ماشومان او کورنۍ په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.

دا کار په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې او ستونزې د سیمه‌ییزو شرایطو له امله حساس او له ننګونو ډکې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

نن هم له ۲۲۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، نن شنبه (د وري ۱۵مه) هم لږ تر لږه ۲۸۴ افغان کورنۍ او تر ۲۲۰۰ زیات کسان له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د یاد کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له‌مخې، دغه کډوال د هېواد له بېلابېلو لارو په جبري توګه بېرته ستانه کړل شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته خدمات وړاندې شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۶۴ کورنۍ چې ۹۴۱ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت او بایومټریک شوې دي. همداراز ۳۰۵ نورې کورنۍ چې ۱۶۸۵ کسان په‌کې شامل دي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي، په کندهار کې د سپین بولدک له لارې ۹۲ کورنۍ له ۵۲۳ غړو سره بېرته راستنې شوې دي. دغه راز، ۵۳ نورې کورنۍ چې ۲۸۶ کسان په‌کې شامل دي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي.

همدا راز، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۲۳ کورنۍ چې ۹۰ غړي لري او همداراز ۳۱۱ نور مسافر هم له همدې لارې هېواد ته داخل شوي دي.

بل پلو، په هرات کې د اسلام کلا له لارې هم ۵ کورنۍ چې ۲۰ کسان په‌کې شامل دي، بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون په وینا، ټولو راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.

طالبان سبا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره غونډه کوي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، ټاکل شوې چې سبا (یکشنبه د وري ۱۶مه) په کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه ترسره شي. د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو خبرې وشي.

حمدالله فطرت د شنبې ورځې ناوخته (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې دا غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړېږي او مشري به یې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.

د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به د طالبانو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون وکړي او پر مهمو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو به خبرې اترې وشي.

فطرت زیاته کړې، چې د غونډې مهم تمرکز به د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او د ترانزیټ اسانتیاوو زیاتول وي، هغه موضوعات چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بلل کېږي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې طالبان هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او افغانستان د اقتصادي همکاریو او ترانزیتي دهلېز په توګه مطرح کړي.

محمد نبي د «ادې ګروپ» ۵ روغتیايي مرکزونه په وړیا توګه د سېلاب‌ځپلو درملنې ته ځانګړي کړل

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د افغان کرېکټ ستوري محمد نبي په هېواد کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د خپلې خواخوږۍ له شریکولو سربېره ویلي، د «ادې ګروپ» روغتیايي مرکزونه په وړیا توګه د سېلاب‌ځپلو ټپیانو درملنه کوي.

محمد نبي د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په دې سختو شېبو کې، موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او د هر ډول ممکنه مرستې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګندوو».

هغه همدارنګه څرګنده کړې: «د ادی ګروپ په ټولو څانګو کې سیلاب ځپلو ټپیانو ته په وړیا ډول درملنه وړاندې کېږي».

نوموړي په کابل کې د «ادې ګروپ» د پنځو روغتیايي مرکزونو ادرسونه او د مسوولینو شمېرې هم شرېکې کړې دي. د «ادې ګروپ» روغتیايي مرکزونه د محمد نبي اړوند دي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه،۱۱۶ نور ټپیان او ۴ کسان لادرکه دي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دوی په وینا، وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

طالبانو د جیوفزیکي زده‌کړو لپاره خپل ۱۸ کارکوونکي ازبکستان ته واستول

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ مسلکي کارکوونکي یې د وړتیاوو لوړونې او جیوفزیکي زده‌کړو لپاره ازبکستان ته واستول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه، د وري په ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ۱۸ کسیزه پلاوی به په ازبکستان کې د یوې میاشتې لپاره مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان به په ازبکستان کې عملي مهارتونو پیاوړتیا، له نوو جیوفزیکي ټکنالوجۍ سره د بلدتیا په برخه کې زده کړې وکړي.
طالبانو یاد کسان پر داسې مهال د جیوفزیکي زده‌کړو لپاره ازبکستان ته لېږلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د مسلکي کسانو د وتلو له امله ګڼې ادارې او علمي مرکزونه د متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ دي. طالبان هڅه کوي چې د دا ډول روزنیزو پروګرانو له لارې په خپلو ادارو او تخنیکي بررخو کې شته تشه ډکه کړي.

خالد حنفي: ځوانانو ته دې د عصري علومو او ټکنالوجۍ په برخو کې فرصتونه برابر شي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي، چې ځوانان باید د عصري علومو او ټکنالوجۍ زده‌کړې ته وهڅول شي او په دې برخه کې دې اړین فرصتونه برابر شي. نوموړي وړاندې عصري زده کړې «مباح» ګڼلې وې.

یاد وزارت د شنبې په ورځ، د وري پر ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خالد حنفي د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره په لیدنه کې د عصري علومو پر زده‌کړې ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د خالد حنفي په قوله لیکل شوي:«تاسو حق لرئ چې موږ ته خپلې ستونزې او مشکلات راورسوئ؛ موږ مکلف یو چې ستاسو مشروع غوښتنې او سپارښتنې عملي کړو».

هغه په دې ناسته کې د دیني زده‌کړو ترڅنګ د عصري علومو او ټکنالوجۍ پر ارزښت هم غږېدلی او ټینکار یې کړی چې باید په دې برخو کې د ځوانانو لپاره فرصتونه بر ابر شي.

نوموړی پر داسې مهال د عصري علومو پر زده‌کړو ټینګار کوي، چې تردې وړاندې یې په ځلونو په خپلو ویناوو کې عصري زده‌کړې «مباح» ګڼلې دي.

د طالبانو په منځ کې د عصري زده‌کړو په تړاو ژور مخالفتونه شته. د دغې ډلې مشر ملاهبت الله او نږدې ملګري یې له پوهنتوني زده کړو سره مخالف ښکاري او په هېواد کې یې د دیني مدرسو شمېر څو چنده ډېر کړی دی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د مسلکي استادانو په ګوښه کولو او د درسي موادو په بدلولو سره غواړي پر پوهنتونونو خپل سختدریځه فکري اغېز وشیندي، ترڅو د خپلې واکمنۍ بقا تضمین کړي.

د کابل پوهنتون په ګډون د یو شمېر پوهنتونونو استادانو هم په وار وار نیوکه کړې چې د عصري زده‌کړو او معیاري موادو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.