• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تازه له ایران او پاکستان نه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۵ وری ۱۵ ۰۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۱۴مه) ۵۳۳ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۹۰۵ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۲۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۴ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ستنولو روانې لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د تر ۱۴۰۴کال په لړ کې له ایران او پاکستان نه ۳مېلیونه او ۱۱۴زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د کنټرول شوې ناامنۍ هیله؛ ایا د اورمچي مذاکرات کومه عملي نتیجه لرلی شي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د کنټرول شوې ناامنۍ هیله؛ ایا د اورمچي مذاکرات کومه عملي نتیجه لرلی شي؟

۲

مکرون د خپلې مېرمنې په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

۳

پاکستان کې د سون توکو د بیو پر لوړوالي د بشري حقونو شورا اندېښنه ښودلې

۴

له بن لادن نه تر محمد رحیم پورې؛ د طالبانو « د یرغمل نیونې» د ډیپلوماسۍ زوال

۵

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې محکمې له قانوني پروسې پرته د افغانانو د اېستلو لړۍ ودروله

•
•
•

نور کیسې

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۵ وری ۱۵ ۰۴:۳۸ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو روانه لړۍ زیان منونکي کسان بېرته هغه هېواد ته ستنوي چې له ناامنۍ، فشار او اقتصادي ستونزو ډک دی. یاد سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دامهال افغانان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دي او د جبري ستنولو دغه لړۍ یې ستونزې لاپسې پراخوي. د یاد سازمان په وینا؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو سره تر ۱۰۰زرو ډېر افغانان بې‌ځایه شوي دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې، حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي؛ څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي، د هغوی خوندیتوب یقیني کړي او نړۍوال بشري اصول په پام کې ونیسي.

همداراز په اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ له‌خوا خپره شوې نړۍواله عریضه لاسلیک او خپره کړي. یاد سازمان ټینګار کړی، که دغه بهیر دوام وکړي؛ نو ښايي بشري وضعیت لا پسې کړکېچن شي او د سیمې پر ټیکاو به منفي اغېز وکړي.

څېړنه: سختې ګرمۍ د نړۍ پر درېیمه برخه خلکو اغېزه کړې ده

AP ۱۴۰۵ وری ۱۵ ۰۰:۴۲ GMT+۱

امریکا کې د طبیعت ساتنې نړیوالې علمي ادارې څېړونکو موندلې چې د نړۍ درېیمه برخه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې سخته ګرمي یې ورځني فعالیتونه په جدي ډول محدودوي. دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې د تودوخې زیاتوالی به د اوړي په موسم کې د ورځنیو چارو ترسره کول لا نور ستونزمن کړي.

د دې څېړنې له‌مخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نه‌شي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.

څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي په‌کې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.

تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بې‌وزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانه‌يي ګاز تولیدوي.

په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګله‌دېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.

دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو له‌خوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.

د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نه‌شي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».

هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیان‌منو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمه‌ییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نه‌شي بدلولای.

ثریا دلیل: افغانستان د سېلابونو له امله له بشري ناورین سره مخ شوی

AP ۱۴۰۵ وری ۱۴ ۲۲:۱۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل وايي، افغانستان دمګړۍ د سېلابونو له امله سختې ستونزې تجربه کوي. هغه وايي، کورونه او لارې ویجاړې شوي، کرنیزې ځمکې تباه شوي او څاروي له‌منځه تللي دي. نوموړې زیاتوي، خلک په بېړنۍ توګه سرپناه، خوړو او طبي مرستو ته اړتیا لري.

ثریا دلیل په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان ګڼ شمېر سیمې د سېلابونو له کبله له بشري ناورین سره مخ دي. د هغې په وینا، د خلکو د ژوندانه شرایط خورا خراب شوي، د زیانونو کچه ورځ تر بلې لوړیږي، او په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو او سېلابونو امکان شته.

نوموړې زیاتوي، نړیواله ټولنه او اړوندې ادارې د ژغورنې او بېړنیو مرستو لپاره چمتووالی نیسي، خو د هېواد دننه خلک اوس مهال د خوړو، سر پناه او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.

په افغانستان کې وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ زیانونه اړولي دي. ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې، کورونه او کرنه یې ویجاړه کړې او ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي. چارواکي او بشري مرستندویان وايي، چې زیانمنو ته د اړتیا وړ بېړنۍ مرستې تر اوسه په کافي اندازه نه دي رسېدلي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې پر نجونو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

AP ۱۴۰۵ وری ۱۴ ۲۰:۲۳ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو لپاره ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې طالبان باید خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي او اجازه ورکړي، چې نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان کاناډا څانګې د جمعې په ورځ (د وري ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «دا اونۍ د افغانستان په ښوونځیو کې د نوي ښوونیز کال د پیل نښه ده، خو د ۱۲ کلنو او پورته نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر خپل ځای دی. دا نجونې له څلورو کلونو راپدېخوا ښوونځيو ته نه دي تللې.»

یاد سازمان له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل تبعیضي او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه ختم کړي او نجونو ته اجازه ورکړي، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیزو ولګاوه.دا وضعیت له څلورو کلونو زيات وخت کېږي چې دوام لري او د هېواد د زده‌کړې نظام او د نجونو د راتلونکي لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی. نړیوالو بنسټونو دا بندیز غندلی او له طالبانو یې په وار وار غوښتي چې دا تبعیضي تګلارې باید ختمې کړي او اجازه ورکړي، چې نجونې زده‌کوونکې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د شوې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸ ته ورسېد

AP ۱۴۰۵ وری ۱۴ ۲۰:۰۰ GMT+۱

د کابل ولایت لپاره د طالبان د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د نن شپې زلزلې له امله د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې یو کور نړېدلی او له امله یې د یادې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغې پېښې چې نن شپه نږدې ۹ بجې د بګرامیو ولسوالۍ په ګوسفند درې سیمه کې رامنځته شوې ټول مړه شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې مور او پلار، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي.

د زلزله پېژندنې نړیوالو ادارو د معلوماتو له‌مخې، دغه زلزله د کابل پر وخت نن شپه شاوخوا ۸:۴۲ دقیقې رامنځته شوې، چې مرکز یې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې د ځمکې په تل کې نږدې ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.