• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کونړ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه خلکو د پاکستان د بریدونو له امله خپل کورونه پرېښي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱

په کونړ ولایت کې ډیورنډ کرښې ته د نږدې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو هاوان بریدونو له امله یې خپل کورونه پرېښي او د ځان ژغورنې لپاره اسعداباد ته بې‌ځایه شوي دي.

د کونړ بې‌ځايي شوي خلک وايي، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان په بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دوی اړ شوي دي، چې د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو څخه د ځان ژغورنې په موخه خپل کورونه پرېږدي.

یاد بې‌ځایه شوي خلک وايي، په اسعداباد کې د اوسېدو لپاره د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

د ولي په نوم د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي:« د پاکستاني ملیشو د ظلم له لاسه زموږ ټول وګړي شهیدان شوي، کورونه ویجاړ شوي اوس دلته راغلي یو په دې پنډغالي کې ژوند کوو. موږ مرستو ته اړتیا لرو».

پر همدغه مهال په کونړ ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو رییس محمد ابراهیم میاخېل د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له امله د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۹۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې پر یادو بې‌ځایه شویو کورنیو یې د مرستو د وېش په موخه سروې پیل کړې ده.

وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویليو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي‌ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د وروستیو ورښتونو له امله په څو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. د دغه وزارت په وینا، د کابل–جلال‌اباد لویه لاره هم د "تنګي غارو" په سیمه کې د غره د راپرېوتو له امله بنده ده.

د طالبانو یاد وزارت نن شنبه، د وري ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې د غورـ کابل لاره د بادګاه او دولتیار په سیمو کې، د چهار سدې ولسوالۍ د کرګوش درې لار، د غورـ هرات لار د شهرک ولسوالۍ اړوند د کمنج په سیمه کې، غور د شپږو سوېلي ولسوالیو لارې او همدارنګه د غور د مرکز او مرغاب ولسوالۍ ترمنځ لار د سېلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو ولایتي تخنیکي ټیمونو په ټولو سیمو کې د بندو لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې پیل کړې دي.

ټولګټو وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي او د لارو د وضعیت په اړه له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې شي.

د طالبانو ټولګټو وزارت له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتي چې د بندو لارو د بیا پرانیستل کېدو تر رسمي خبرتیا پورې دېد یادو لارو پر لور له سفر څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر پنځلسمې نیټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبان: په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۷ کسان مړه شوي او ۱۳۷ نور ټپیان دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر پنځلسمې نیټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې تېرې شپې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۹ کسان مړه او څلور نور ټپیان دي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۸ ساعتونو کې په کابل، پنجشیر، پروان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، نیمروز، فرا، غور، بادغیس، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا او غره ښوېدنې په پایله کې ۲۶ کسان مړه شوي او ۴۸ ټپیان شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکي ترڅنګ سلګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

هوا پوهنې اداره: نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن او سبا په ۲۴ ولایتونو کې د تیز باران، واورې، تالندې برېښنا، تیزو بادونو او سیلابونو راوتو اټکل شوی.

دغه ادادرې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، دایکنډي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنگان، تخار، کندز، بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره دغه وړاندیونه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخی، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰ څخه تر ۳۵) ملي متره پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوېدیځو، سوېلي او شمالي ولایتونو کې د تیزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بیلابیلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۵) کیلومتره اټکل شوې ده.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغه پېښو کې ۴ کسان لادرکه دي، چې د موندلو لپاره یې د لټون هڅې روانې دي. د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دغه ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د هغه په وینا؛ د یادو سېلابونو له امله ۲زره او ۴۴۸ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او نږدې ۲۳زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه پېښو کې ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې د ورښتونو د دوام له امله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو د لا زیاتېدو احتمال هم شته. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره ورځ راپور ورکړی و، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې دي. یاد وزارت له مساپرو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لاره د «تنګي غارو» په سیمه کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې او دغه راز د پروان–بامیان لاره هم د سیاه‌ګرد په سیمه کې د سېلابونو له امله د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې؛ د هرات–فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرله‌پسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او دغه لاره چې ځینې برخې یې د تګ‌راتګ لپاره خطرناکې بلل شوې؛ دمګړی د تګ‌راتګ لپاره تړلې ده.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو روانه لړۍ زیان منونکي کسان بېرته هغه هېواد ته ستنوي چې له ناامنۍ، فشار او اقتصادي ستونزو ډک دی. یاد سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دامهال افغانان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دي او د جبري ستنولو دغه لړۍ یې ستونزې لاپسې پراخوي. د یاد سازمان په وینا؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو سره تر ۱۰۰زرو ډېر افغانان بې‌ځایه شوي دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې، حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي؛ څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي، د هغوی خوندیتوب یقیني کړي او نړۍوال بشري اصول په پام کې ونیسي.

همداراز په اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ له‌خوا خپره شوې نړۍواله عریضه لاسلیک او خپره کړي. یاد سازمان ټینګار کړی، که دغه بهیر دوام وکړي؛ نو ښايي بشري وضعیت لا پسې کړکېچن شي او د سیمې پر ټیکاو به منفي اغېز وکړي.