• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضلي: هغه باور پای ته رسېدلی چې پاکستان د سیمې یو نه ماتېدونکی ستراتیژیک ځواک بلل کېده

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، هغه باور نور پای ته رسېدلی چې پاکستان د سیمې یو نه ماتېدونکی ستراتیژیک ځواک بلل کېده. نوموړي دغه څرګندونې (د وري ۱۵مه) تر هغه وروسته کړې، چې ابوظبي له اسلام‌اباد نه د خپل پور د سملاسي بېرته ورکولو غوښتنه وکړه.

فضلي زیاتوي، چې دغه ګام د پاکستان پر سیاستونو د عربي هېوادونو د بې‌باورۍ او ژورې نارضایتۍ ښکاره نښه ده. فضلي همداراز وایي، تهران له واشنګټن سره د منځګړیتوب په برخه کې د اسلام‌اباد وړاندیز رد کړی دی.
د هغه په وینا؛ ایران د پاکستان او امریکا نږدې اړیکو ته په کتو اوس پر اسلام‌اباد شک کوي او دغه منځګړیتوب ته د امریکا د یو احتمالي «دام» په سترګه ګوري. د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي: «پاکستان دا مهال نه کافي وړتیا لري او نه هم د باور وړ اعتبار چې په دې کچه حساسو ډیپلوماټیکو مسایلو کې رول ولوبوي».
دا په داسې حال کې ده، چې ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د روانې میاشتې تر پایه متحده عربي اماراتو ته ۳.۵ مېلیارده ډالر پور بېرته ورکړي.
یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي دغه پرېکړه د «ملي وقار» د ساتلو لپاره مهمه بللې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې دغه ګام به د هېواد په مالي زېرمو کې د پام وړ کمښت رامنځته کړي.
د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې ابوظبي له اسلام‌اباد نه د خپل پور د سملاسي بېرته ورکولو غوښتنه کړې او حکومت هم پرېکړه وکړه، چې دغه پیسې ژر تر ژره ستنې کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې «ملي وقار د مالي ملحوظاتو قرباني کېدای نه‌شي».
دغه پیسې په ۲۰۱۹کال کې د متحده عربي امارات له لوري د پاکستان د مالي توازن د ثبات لپاره ورکړل شوې وې او د بېرته ورکړې موده یې هم څو ځلې غځول شوې وه. د معلوماتو له‌مخې؛ د پاکستان د مرکزي بانک مالي زېرمه شاوخوا ۱۶،۳ مېلیارده ډالر ده او که دا پور بېرته ورکړل شي، نو شاوخوا ۱۸ سلنه به راکم شي، چې دا به د دغه هېواد د وارداتو د تمویل وړتیا او اقتصادي ثبات ته زیان ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان لا هم مېلیاردونه ډالر پوروړی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغه پېښو کې ۴ کسان لادرکه دي، چې د موندلو لپاره یې د لټون هڅې روانې دي. د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دغه ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د هغه په وینا؛ د یادو سېلابونو له امله ۲زره او ۴۴۸ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او نږدې ۲۳زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه پېښو کې ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې د ورښتونو د دوام له امله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو د لا زیاتېدو احتمال هم شته. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره ورځ راپور ورکړی و، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې دي. یاد وزارت له مساپرو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لاره د «تنګي غارو» په سیمه کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې او دغه راز د پروان–بامیان لاره هم د سیاه‌ګرد په سیمه کې د سېلابونو له امله د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې؛ د هرات–فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرله‌پسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او دغه لاره چې ځینې برخې یې د تګ‌راتګ لپاره خطرناکې بلل شوې؛ دمګړی د تګ‌راتګ لپاره تړلې ده.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو روانه لړۍ زیان منونکي کسان بېرته هغه هېواد ته ستنوي چې له ناامنۍ، فشار او اقتصادي ستونزو ډک دی. یاد سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دامهال افغانان له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دي او د جبري ستنولو دغه لړۍ یې ستونزې لاپسې پراخوي. د یاد سازمان په وینا؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو سره تر ۱۰۰زرو ډېر افغانان بې‌ځایه شوي دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې، حکومتونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي؛ څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي، د هغوی خوندیتوب یقیني کړي او نړۍوال بشري اصول په پام کې ونیسي.

همداراز په اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ له‌خوا خپره شوې نړۍواله عریضه لاسلیک او خپره کړي. یاد سازمان ټینګار کړی، که دغه بهیر دوام وکړي؛ نو ښايي بشري وضعیت لا پسې کړکېچن شي او د سیمې پر ټیکاو به منفي اغېز وکړي.

څېړنه: سختې ګرمۍ د نړۍ پر درېیمه برخه خلکو اغېزه کړې ده

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
څېړنه: سختې ګرمۍ د نړۍ پر درېیمه برخه خلکو اغېزه کړې ده
100%

امریکا کې د طبیعت ساتنې نړیوالې علمي ادارې څېړونکو موندلې چې د نړۍ درېیمه برخه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې سخته ګرمي یې ورځني فعالیتونه په جدي ډول محدودوي. دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې د تودوخې زیاتوالی به د اوړي په موسم کې د ورځنیو چارو ترسره کول لا نور ستونزمن کړي.

د دې څېړنې له‌مخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نه‌شي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.

څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي په‌کې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.

تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بې‌وزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانه‌يي ګاز تولیدوي.

په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګله‌دېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.

دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو له‌خوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.

د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نه‌شي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».

هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیان‌منو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمه‌ییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نه‌شي بدلولای.

سرچینې: پاکستان متحده عربي امارات ته ۳،۵ میلیارده ډالره پور بېرته ورکوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
سرچینې: پاکستان متحده عربي امارات ته ۳،۵ میلیارده ډالره پور بېرته ورکوي
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د روانې میاشتې تر پایه به متحده عربي امارات ته ۳،۵ میلیارده ډالره پور بېرته ورکړي. یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دا پرېکړه د «ملي وقار» د ساتلو لپاره شوې، خو ورسره به د هېواد په مالي زیرمو کې د پام وړ کمښت هم راشي.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې ابوظبۍ له اسلام‌اباده د پور د سمدستي بېرته ستنولو غوښتنه کړې وه او حکومت پرېکړه کړې، چې دا پیسې ژر تر ژره بېرته ورکړي. نوموړي ټینګار کړی، چې «ملي وقار د مالي ملاحظاتو لپاره نه‌شي قرباني کېدای.»

دغه پیسې په ۲۰۱۹ کال کې د متحده عربي امارات له لوري د پاکستان د مالي توازن د ثبات لپاره ورکړل شوې وې او د بېرته ورکړې موده یې هم څو ځلي غځول شوې وه.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د مرکزي بانک مالي زیرمه شاوخوا ۱۶،۳ میلیارده ډالره ده او که دا پور بېرته ورکړل شي، نو شاوخوا ۱۸ سلنه به راکم شي، چې دا به د دغه هېواد د وارداتو د تمویل وړتیا او اقتصادي ثبات ته زیان ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان لا هم میلیاردونه ډالره پوروړی دی.

شهباز شریف: د پټرول بیه له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راټیټه شوه

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
شهباز شریف: د پټرول بیه له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راټیټه شوه
100%

د پاکستان حکومت تېره ورځ د پټرول بیه لوړه کړه، خو نن یې په هر لیټر کې ۸۰ روپۍ کمښت راوست او ورسره بیه یې له ۴۵۸ روپیو څخه ۳۷۸ روپیو ته راورسوله. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې اقدام هدف پر خلکو د اقتصادي فشار کمول او د عادي ژوند د لګښتونو اسانه کول بللي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په شپه (د وري ۱۴مه) په خپله وینا کې وویل، چې د پټرول بیه د شپې له ۱۲ بجو راهیسې ټیټه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې فډرالي حکومت او څلور واړه ایالتي حکومتونه به ګډې هڅې وکړي څو د خلکو پر اقتصادي وضعیت فشار کم کړي او په دې برخه کې به هر اړین ګام پورته کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ د تېلو بیې ناڅاپه لوړې شوې وې، چې د خلکو له سختو اعتراضونو سره مخ شوې. د شهباز شریف په وینا، د پټرول په بیه کې دغه کموالی به لږ تر لږه د راتلونکې میاشتې لپاره پاتې شي.

د پاکستان حکومت تېره ورځ له پټرول سربېره د ډیزل په بیه کې هم څه باندې ۵۴ سلنه ډېروالی راوست او په ترڅ کې یې د یو لیټر ډېزل بیه ۵۲۰ او ۳۵ پیسو ته لوړه شوه، خو د دغه هېواد لومړي وزیر په خپله یاده وینا کې د ډيزل د بیو د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.