• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسيې د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه خپل ۱۹۸ کارکوونکي واېستل

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې دولتي اټومي شرکت «روس اټوم» د شنبې په ورځ د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه خپل ۱۹۸ نور کارکوونکي وایستل. د روسي کارکوونکو د ایستلو دا لړۍ پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته پیل شوې ده.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد دولتي شرکت په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې د بوشهر له اټومي بټۍ څخه د خپلو کارکوونکو پر ایستلو بوخت دی. د روسیې د دولتي اټومي شرکت رییس الکسي لیخاچیوف د وضعیت په اړه ویلي: «د بوشهر اټومي بټۍ په شاوخوا کې روان حالات بد لور ته روان دي.»

روسیې له بوشهر اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وروسته له هغه وایستل، چې تېره شپه یادې بټۍ ته نږدې په یوه چاوده کې د بټۍ یو ایرانی ساتونکی ووژل شو او یوې ودانۍ ته یې هم زیان واوښت. روس اټوم تایید کړې چې د سیمې امنیتي وضعیت د دوی د کارکوونکو د ایستلو اصلي لامل دی او دا لړۍ به لا هم دوام ولري.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

مارکو روبیو: د امریکا د کډوالۍ ادارې د قاسم سلیماني ورېره ونیوله

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱
مارکو روبیو: د امریکا د کډوالۍ ادارې د قاسم سلیماني ورېره ونیوله
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هې‍واد د کډوالۍ ادارې چارواکو د قاسم سلیماني ورېره حمیده سلیماني افشار له خپلې لور سره یوځای نیولې ده. روبیو ویلي، چې د سلیماني ورېرې او د هغې د لور ګرین کارتونه لغوه شوي او دواړې د کډوالۍ ادارې له لوري بندي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وینا، حمیده سلیماني افشار او لور یې په امریکا کې د دایمي اوسېدو اجازه «ګرین کارتونه» لرل او همدلته یې ژوند کاوه، خو د امریکا حکومت د دوی قانوني حیثیت لغوه کړی او اوس د کډوالۍ ادارې په زندان کې ساتل کېږي.

روبیو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:« افشار د ایران یوه څرګنده ملاتړې وه، په تېرو وختونو کې یې پر امریکایي وګړو د بریدونو ملاتړ کړی و او متحده ایالات یې لوی شیطان بللی و».

روبیو ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره د امریکا ضد ترهګریزو رژیمونو ملاتړ کوونکو ته اجازه نه ور کوي.

د یادونې وړ ده چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

زېلېنسکي له ارودغان سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرو لپاره استانبول ته ورسېد

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
زېلېنسکي له ارودغان سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرو لپاره استانبول ته ورسېد
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د امنیتي مسایلو په اړه د خبرو اترو په موخه استانبول ته رسېدلی دی. زېلېنکسي ویلي چې په دغه لېدنه کې به پر سیمه‌ییز ثبات او له منځني ختیځ سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

د اوکراین ولسمشر له عربي هېوادونو څخه تر سفر وروسته ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي:« موږ د خپلې دوه اړخیزې ملګرتیا پر پیاوړتیا کار کوو، تر څو په اروپا او منځني ختیځ کې ثبات او امنیت تضمین شي».

زېلېنسکي له اردوغان سره د لېدنې په تړاو د خبرو د جزییاتو په اړه ډېر څه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې دا لېدنه به د امنیتي ننګونو پر وړاندې د ګډو حل‌لارو پر موندلو تمرکز ولري.

اوکراین په دې وروستیو کې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او اوسمهال له څو نورو منځني ختیځ هېوادونو سره هم په ورته ترتیباتو بوخت دی. 

پر بحرین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او اسراییل د ایران بریدونه لاهم دوام لري

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
پر بحرین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او اسراییل د ایران بریدونه لاهم دوام لري
100%

د جمعې په ماښام او د شنبې په سهار د سعودي عربستان په ختیځو ولایتونو او بحرین کې د خطر زنګونه وکړنګېدل. د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سیترا سیمه کې د یوې ایرانۍ بې‌‌پیلوټه الوتکې د پاتې شونې له امله ۴کسان ټپیان شوي او څو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د دوبۍ د رسنیو دفتر هم خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سیستم د فعالېدو له امله یو توغندی د مارینا په سیمه کې پر یوې ودانۍ لګېدلی؛ خو تلفات نه‌لري. په عراق کې هم امنیتي سرچینو راپور ورکړی، چې یوه بې‌پیلوټه الوتکه په سلیمانیه کې نسکوره شوې ده.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې څو توغندي له ایران نه توغول شوي او پر وړاندې یې د مخنیوي عملیات ترسره شوي دي. د اسراییل د اور وژنې ادارې په وینا؛ په بیر شبع صنعتي سیمه کې د یوه بالستیک توغندي د لګېدو له امله اور لګېدلی.

بلخوا د سوریې دولتي تلویزیون هم راپور ورکړی، چې په دمشق او شاوخوا سیمو کې اورېدل شوي غږونه د توغندیو د مخنیوي عملیاتو له امله وو.

د ایټالیا مرکزي بانک: اقتصادي وده راکمه شوې او انفلاسیون لوړ شوی

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۳ GMT+۱
د ایټالیا مرکزي بانک: اقتصادي وده راکمه شوې او انفلاسیون لوړ شوی
100%

رویټرز خبري اژانس لیکلې، چې د ایټالیا مرکزي بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصادي وده به سږ کال ۰،۶ سلنه او په ۲۰۲۷ کال کې ۰،۵ سلنه وي، چې دا د پخوانیو اټکلونو پرتله کموالی ښيي.

د راپور له‌مخې، د نړیوال وضعیت خرابېدو او په ځانګړي ډول د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ جګړې او ورسره تړلې «بې سارې لوړې بې‌باورۍ» د اقتصادي وړاندوینو پر بدلون مستقیم اغېز کړی دی.

مرکزي بانک خبرداری ورکړی، که ناوړه اقتصادي سناریو رامنځته شي، ایټالیا ښايي په راتلونکي کال کې له رکود (اقتصادي شاتګ) سره مخ شي.

په همدې حال کې، د انفلاسیون (د بیو لوړېدو) اټکل هم لوړ شوی او تمه ده، چې سږ کال به ۲،۶ سلنې ته ورسېږي، چې دا د اروپایي مرکزي بانک له ټاکل شوي ۲ سلنې هدف څخه لوړ دی.

شنونکي وايي، د اقتصادي ودې کمښت او د انفلاسیون زیاتوالی به د خلکو پر ژوند، کار بازار او پانګونو منفي اغېز ولري او دا به د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني حکومت لپاره نورې اقتصادي ننګونې هم زیاتې کړي.

څېړنه: سختې ګرمۍ د نړۍ پر درېیمه برخه خلکو اغېزه کړې ده

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
څېړنه: سختې ګرمۍ د نړۍ پر درېیمه برخه خلکو اغېزه کړې ده
100%

امریکا کې د طبیعت ساتنې نړیوالې علمي ادارې څېړونکو موندلې چې د نړۍ درېیمه برخه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې سخته ګرمي یې ورځني فعالیتونه په جدي ډول محدودوي. دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې د تودوخې زیاتوالی به د اوړي په موسم کې د ورځنیو چارو ترسره کول لا نور ستونزمن کړي.

د دې څېړنې له‌مخې، دغه محدودیتونه د زاړه عمر لرونکو کسانو لپاره زیات دي، ځکه د هغو د خولو بهېدو وړتیا کمه ده او په همدې دلیل د خپل بدن تودوخه په سمه توګه نه‌شي تنظیمولای. په دې څېړنه کې د ګرمۍ د زغملو فیزیولوژیکي مطالعات د نړۍ او سیمو له اویا کلونو راټولو شویو معلوماتو سره یوځای شوي، چې د نفوس او تودوخې اړوند دي.

څېړنه ښيي، چې له ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکي کسان اوس هر کال نږدې ۹۰۰ ساعته داسې وخت تجربه کوي، چې ګرمي په‌کې د باندې فعالیتونه په سخت ډول محدودوي، حال دا چې دا شمېر په ۱۹۵۰ کال کې شاوخوا ۶۰۰ ساعته وو.

تر ټولو ډېر زیان هغو کسانو ته رسېږي چې په بې‌وزلو هېوادونو یا سیمو کې ژوند کوي. سره له دې چې د اقلیم د بدلون په رامنځته کېدو کې د دوی ونډه د شتمنو مصرف کوونکو پر تله ډېره کمه ده. شتمن خلک د خپل ژوند د بڼې له امله د ګاز، تېلو او سکرو د سوځولو له لارې زیات ګلخانه‌يي ګاز تولیدوي.

په ځینو استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، ګرمي د زاړه عمر کسانو بهرني فعالیتونه د کال له یوې څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې محدودوي. تر ټولو سختې ستونزې د اسیا په سوېل لوېدیځ (بحرین، قطر، کوېټ، متحده عربي امارات، عراق، عُمان)، د اسیا په سوېل (پاکستان، بنګله‌دېش، هند، افغانستان) او د افریقا په لوېدیځو برخو کې لیدل کېږي.

دا څېړنه چې د طبیعت د ساتنې د ادارې د پوهانو له‌خوا یې مشري شوې او د «د روغتیا چاپېریالي څېړنو» په علمي مجله کې خپره شوې، د نړۍ د تودوخې د خطرونو په اړه له پخوانیو څېړنو هم وړاندې تللې او د خلکو ټولنیز او فیزیولوژیکي له ګرمۍ سره د چمتووالي وړتیا یې ارزولې ده.

د دې څېړنې لیکوالان وايي، چې پایلې یې دا څرګندوي چې د نړۍ د تودوخې د اصلي سرچینو لکه تېلو، ګاز او سکرو د کمولو لپاره بېړني ګامونه اخیستل اړین دي. هغوی همدارنګه له پالیسي جوړوونکو غوښتنه کړې، چې سرچینې هغو ټولنو او سیمو ته ځانګړې کړي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

د دې څېړنې اصلي لیکوال لوک پارسونز وویل: «سلګونه میلیونه خلک نور نه‌شي کولای د کال په تر ټولو ګرمو میاشتو کې خپل ورځني بهرني فعالیتونه په خوندي ډول ترسره کړي او دا خلک زیاتره په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د دې ستونزې په رامنځته کولو کې یې تر ټولو کمه ونډه لرلې ده».

هغه زیاته کړه، چې په لنډمهاله توګه د ګرمۍ د ژر خبرتیا سیستمونو، د یخولو بنسټیزو اسانتیاوو او په زیان‌منو سیمو کې د زاړه عمر کسانو او د باندې کارکوونکو ساتنې لپاره پانګونه ډېره ضروري ده. خو هغه ټینګار وکړ، چې دا سیمه‌ییز اقدامات د نړۍ د تودوخې د کمولو اساسي اړتیا نه‌شي بدلولای.