الجزیره: په ایران کې د نسکورې شوې امریکایي الوتکې دویم پیلوټ هم موندل شوی

یوه امریکایي چارواکي الجزیرې شبکې ته ویلي، د هغې اېف-۱۵ جنګي الوتکې دویم پیلوټ چې په ایران کې نسکوره شوې وه؛ له یوې سختې نښتې وروسته موندل شوی او ژغورل شوی دی، خو امن ځای ته یې د لېږدولو عملیات لاهم روان دي.
