• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل، زابل او سرپل ولايتونو کې د يوې ښځې په ګډون ۲۳ کسان په دُرو ووهل

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویاند وايي، چې په کابل، زابل او سرپل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور خلکو پر وړاندې له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو ووهل شول. یاده محکمه وايي، دغو کسانو ته له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کالو او ۳ میاشتو د تنفيذي بند سزا اورول شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد نن یکشنه، د وري پر ۱۶مه ویلي، چې په کابل، زابل او سرپل ولايتونو کې د يوې ښځې په ګډون ۲۳ کسان د «نامشروع اړيکو»، د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو او غلا په تورونو نیول شوي ول.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک: په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
د افغانستان بانک: په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رییس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی او دغه راز د بانکونو شتمنۍ هم ۴،۶۹ سلنه زیاته شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد بانک د رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه کې د بانک رییس وویل، چې د تېرو دوو کلنو په پرتله په تېر کال کې د افغانستان د بانکونو شتمنۍ ۴،۶۹ سلنه لوړې شوې او همدارنګه افغانۍ د ډالرو او نورو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

نوراحمد اغا زیاته کړې چې «افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی او د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی دی».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک د عالي شورا په دې غونډه کې د پولي سیاستونو د عملي کېدو، د بانکي سکتور د پیاوړتیا، اسلامي بانکوالۍ د ودې، د اداینو سیستم د پرمختګ ترڅنګ د ۱۴۰۵ کال د پلانونو په اړه هم پریکړې وشوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رییس پر داسې مهال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو خبر ورکړی، چې یاده ډله لاهم له سختو نړۍوالو او بانکي بندیزونو سره مخ ده.

ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او کاني زېرمو په برخو کې پانګونې ته لېواله دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱
 ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او کاني زېرمو په برخو کې پانګونې ته لېواله دي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه زوارت وزیر هدایت الله بدري نن د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل. سادین ایلدیز ویلی، چې ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر هدایت الله بدري د ترکي شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز دوی ته یې د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

تېر ۱۴۰۴ کال د غويي پر ۱۹مه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري سره په ناسته کې د یوه ترکي شرکت مشر د افغانستان د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه .

د طالبانو وزیر دغه ترکي شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
 د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي
100%

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې طبیعي پېښو له امله یاده مرګ‌ژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، نیمروز، غور، بادغیس، سمنکان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او غره ښوېېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.

د کابل–جلال‌اباد لویه لار په تنګي غارو سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم تړلې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
د کابل–جلال‌اباد لویه لار په تنګي غارو سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم تړلې ده
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم د موټرو پرمخ تړلې ده. یاد وزارت وايي، چې لار یې په لومړي پړاو کې پاکه کړه، خو ماسپښین یوځل بیا له غره نه کاڼي رالوېدلي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کابل – جلال اباد لویه لار غرمه ۱۲ بجې یوځل بیا له غره نه د کاڼو د را ښویېدو له امله بنده شوې ده.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلي، چې اوس هم له غره نه ډبرې را ښوییږي او له همدې امله، لار لا هم د هر ډول ترافیکو پرمخ بشپړه تړلې پاتې ده.

د طالبانو چارواکي له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.

طالبان وايي د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
طالبان وايي د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی
100%

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې په تاشکند کې ددې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د کوربه هېواد د زرغونتیا په پروګرام کې ګډون کړی او ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان خپل ورور هېواد بللی او له کابل سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبې د وري پر ۱۶مه ویلي، چې د دغو مراسمو په ترڅ کې گډونوالو په سمبولیک ډول نیالگي کښېنول.

یاد پروګرام چې د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراختیا په موخه جوړ شوی و، د ازبکستان ولسمشر، لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ډیپلوماټانو پکې ګډون درلود.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له قوله ویلي، چې نوموړي د طالبانو له سفیر سره د ليدنې پر مهال افغانستان یو ورور هېواد وباله او د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

ازبکستان له طالبانو سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پالي او څو ورځې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی و.