صفر ته د کوکنارو د کرکېلې د رسېدو په اړه د طالبانو له ادعاوو سره غزني کې کوکنار کرل شوي

طالبان ادعا لري چې د مشرتابه د فرمان لهمخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو د غزني په ناوې ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي دي. د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ د یادو کرل شویو کوکنارو له اړولو خبر ورکړی دی.
