طالبان: په څو ولایتونو کې مو د غلا او نشه یي توکو د قاچاق په تور ۷۳ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال یې ۷۲ کسان نیولي دي. د یاد وزارت په وینا، له دې ډلې ۵۶ کسان د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو او ۱۶ نور د بیلا بیلو غلاوو په تور نیول شوي دي.
