د کابل–جلالاباد لویه لار په تنګي غارو سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم تړلې ده

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل–جلالاباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم د موټرو پرمخ تړلې ده. یاد وزارت وايي، چې لار یې په لومړي پړاو کې پاکه کړه، خو ماسپښین یوځل بیا له غره نه کاڼي رالوېدلي دي.
