د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد المکتوم په لارښوونه د «دوبۍ بشري سازمان» له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان، بېپولې ډاکټرانو او یونېسف د حیاتي طبي مرستو په لېږد کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د دوبۍ د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد المکتوم په لارښوونه، د «دوبۍ بشري سازمان» ۹۶ ټُنه حیاتي درمل او طبي تجهیزات د هوا له لارې کابل ته ولېږدول.
خبرپاڼه کاږي، دغه مرستې به د درېیو میاشتو په موده کې ۲۵۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.
د هرات ولایت د طالبانو والي نور احمد اسلامجار ویلي، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید ځانونه له نړیوالو معیارونو سره عیار کړي،څو د متخصصو او ژمنو کدرونو د روزنې زمینه برابره شي. په داسې حال کې چې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته ډیری کدرنه په کور ناست دي او یا هم له هېواده وتلي دي.
هغه د دیني او عصري علومو پر اهمیت له ټينګار سربېره وویل، چې علمي او اکاډمیک بنسټونه باید پر خپلو تعلیمي جوړښتونو بیاکتنه وکړي او د خپلو تحصیلي پروګرامونو علمي او کیفي کچه د وخت له اړتیاوو سره سمه لوړه کړي.
د طالبانو دغه والي څرګنده کړه: «دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید ځانونه له نړیوالو معیارونو سره عیار کړي، څو د متخصصو، نخبه او ژمنو کدرونو د روزنې زمینه برابره شي او د دغو بنسټونو فارغان وکولای شي په اغېزمن ډول د کار بازار ته داخل شي».
طالبانو پر کابل له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه او د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو پر بنسټ که طالبان نهوای، اوس به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې لږ تر لږه له پوهنتونونو فارغې وای.
طالبانو همداراز ویلي، په دې موده کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بېځایه شوې دي.
له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د طالبانو د یاد راپور د خپرېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه، ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.