یوه افغان سوداګر د سېلاب ځپلو سره ۲۰ ټنه خوارکي توکي مرسته کړې

د طالبانو د پیښو په وړاندي د مبارزې ادارې ویلي چې یو افغان سوداګر شاوخوا ۲۰ ټنه خوراکي توکي یادې ادارې ته سپارلي، څو د هېواد د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنو خلکو سره مرسته وشي.

د طالبانو د پیښو په وړاندي د مبارزې ادارې ویلي چې یو افغان سوداګر شاوخوا ۲۰ ټنه خوراکي توکي یادې ادارې ته سپارلي، څو د هېواد د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنو خلکو سره مرسته وشي.
د یادې ادارې مشر، نورالدین ترابي، د دې سخاوت او مرستې ستاینه کړې او پر نورو ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو یې ږغ کړی چې د هېواد د وروستیو سیلاب ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
ترابي زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او زورورو سیلابونو راوتلو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. همدارنګه، په ځینو ولایتونو کې د ګلې ورېدو له امله ځینې کروندې هم له منځه تللي دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي، چې نن شپه (یکشنبه د وري ۱۶مه) شاخوا ۸ بجې د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده.
له دې سره سم، د هېواد په سویل ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو چارواکو ویلي، تر اوسه د پاکستاني لوري یوه پوسته په نښه شوې او د یوه پاکستاني سرتېري جسد د طالبانو لاسته ورغلی دی.
د یادې قول اردو منسوبینو په یوې ویډیو کې د راوړل شوي پاکستاني سرتېري جسد په ښودلو سره وايي، په یاده جګړه کې تر اوسه ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهوايي.
پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورنو تر منځ د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال ارین زړګي په مشرۍ یو ۴۰ کسیزه سوداګریزه پلاوی ازبکستان ته تللی او د فرغانې ولایت په قوقان ولسوالۍ کې د ازبکستان د خصوصي سکټور له غړو سره کتلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د جامو، اومه توکو او درملو په برخو کې، د څه باندې ۶۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د خبرپاڼې لهمخې، د خصوصي سکټور یاد افغان پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د خدایار خان ماڼۍ تاریخي سیمې، بازارونو او د قوقان ښار د جامو، کاشي او کناف تولیدي لویې صنعتي فابریکې هم ولیدلې او د دې سیمې له صنعتي او سوداګریزو وړتیاوو سره له نږدې بلد شول.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابوالي او همداراز د سوداګریز بهیر له درېدو وروسته افغان سوداګر هڅې کوي، چې د افغانستان د اړتیا وړ توکي له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا برابرې کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پر دغه وزارت د طالبانو د استخباراتو د چاپې په تړاو راپورونه چې ګواکې استخباراتو نورجلال جلالي ته نږدې ۵ چارواکي نیولي، رد کړل، خو بیا یې هم ویلي، کېدای شي هر وخت ځينې کسان د پالیسۍ د نهمراعاتولو له امله تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
ځينو رسنیو پرون (شنبه د وري ۱۵مه) راپور ورکړ، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د دغې ډلې پر عامې روغتیا وزارت چاپه وهلې او نورجلال جلالي ته ۵ نږدې کسان یې د «اداري فساد» په تړاو نیولي دي. د راپورونو لهمخې، په نیول شویو کسانو کې د دغه وزارت د اسنادو او ارتباطاتو رييس، د دفتر امر، سکرتر او همداراز د عرایضو مدیر شامل وو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په خپله اېکسپاڼه دغه راپورونه په کلکه رد کړي او زیاته کړې یې ده: «په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو ګمارل شویو رسنیو او اشخاصو له لوري ځینې بېبنسټه ادعاوې خپرې شوې دي چې ګواکې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت له دفتر څخه د امنیتي ادارو له لوري ځینې کارکوونکي نیول شوي او وړل شوي دي چې دا ډول معلومات هېڅ ډول حقیقت نه لري او هېڅ داسې کومه پېښه نه ده را منځته شوې چې موږ دا اوازې په کلکه ردوو».
شرافت زمان د فساد پر وړاندې مبارزه د دغه وزارت د مشرتابه له اساسي لومړیتوبونو یاد کړي او ویلي یې دي، په نظام کې د مغرضه اشخاصو او کړنو څخه د مخنیوي په موخه د طالباني ادارو تر منځ همغږي شته او په وینا یې، ځینې وخت په دولتي ادارو کې د شفافیت د لا پیاوړتیا، د اصولو د تطبیق او یا هم د احتمالي سرغړونو د څېړنې په موخه، ځینې کارکوونکي د اړوندو مسوولینو له لوري د همدې ادارې له مسوولینو سره په همغږۍ تر پوښتنو لاندې راځي، څو موضوع روښانه شي.
هغه زیاتوي: «که چېرې د څېړنو په پایله کې څوک مجرم وپېژندل شي، د نافذه شرعي قوانینو لهمخې به سزا وویني او که بېګناه ثابت شي، نو په عزت سره به بېرته خپلې دندې ته ستنېږي».
د یاد وزارت ویاند همداراز یادونه کړې، چې ښايي په هر وخت کې ځینې محدود کسان د پالیسۍ د نهمراعاتولو، اداري اصولو د نقض یا شخصي انګېزو له امله تر قانوني چلند لاندې راشي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د حقاني شبکې غړی دی او د راپورونو لهمخې، د دغې ډلې استخبارات هبتالله ته د نږدې کسانو په ولکه کې ده او که چېرې دا ثابته شي، چې هبتالله ته نږدې کسانو د حقاني پر اړوند لوړ پوړي غړي چاپه وهلې، نو ښايي دا د کندهار او حقاني شبکې تر منځ بل درز وي چې راټوکېږي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.
د هرات د طالبانو والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، د یکشنبې په ماښام (د وري۱۶مه) وویل چې د بغرچر بند په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم په همدې سیمه کې د واورې او باران ورښتونو له سختو توپانونو سره یوځای د برېښنا ستنې زیانمنې کړې وې، چې له امله یې په دې ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا څو ځله پرې شوې وه.
بلخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو څخه شکایت کوي او وایي چې دغه ستونزې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سوداګریز فعالیتونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې یې له سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه بشري مرستې کابل ته استولې دي. په دغو مرستو کې د پخلنځي وسایل، روغتیايي کڅوړې، خیمې، او نور اړین توکي شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي په موخه د بشري مرستو جوپه افغانستان ته لېږلې ده.
جیسوال ټینګار کړی چې هند په دې ستونزمن وخت کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له افغانانو سره د بشري مرستو او ملاتړ دوام ته ژمن دی.
د هند له لوري دا مرستې داسې مهال کېږي چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او د غره ښویېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.