• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سختو ورښتونو له امله په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ۶ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب ایالت کې د وروستیو ورښتونو له امله لږترلږه شپږ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پېښې تر ډېره په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د چتونو او دېوالونو پریوتو له امله رامنځته شوې دي.

د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې په خېبر پښتونخوا کې څلور کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. په پنجاب کې هم د ورته پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د هواپوهنې اداره وايي، دغه وضعیت لا پای ته نه‌دی رسېدلی او په راتلونکو ورځو کې د بارانونو نوې څپه را روانه ده، چې ښايي نور زیانونه هم واړوي.

یادې ادارې ویلي، چې دغه وضعیت به د روانې اپرېل میاشتې تر ۹مې نېټې دوام ولري چې په ګڼو سیمو کې د بارانونو، تالنده برېښنا، تېزو بادونو او ږلۍ وړاندوینه شوې ده. چارواکو د سېلابونو، د ودانیو د زیان او د کرنیزو حاصلاتو د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.
همدارنګه په ځینو غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو او د ځمکې ښویېدو احتمال په هکله هم خبرداری ورکړل شوی او په ټیټو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو ګواښ زیات شوی دی. اړونده ادارو هم له خلکو غوښتي، چې احتیاط وکړي، بې‌ځایه سفرونه ونه کړي او د خطرناکو سیمو څخه لرې پاتې شي.

ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۴

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۵

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته