• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او کاني زېرمو په برخو کې پانګونې ته لېواله دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه زوارت وزیر هدایت الله بدري نن د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل. سادین ایلدیز ویلی، چې ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر هدایت الله بدري د ترکي شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز دوی ته یې د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

تېر ۱۴۰۴ کال د غويي پر ۱۹مه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري سره په ناسته کې د یوه ترکي شرکت مشر د افغانستان د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه .

د طالبانو وزیر دغه ترکي شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې طبیعي پېښو له امله یاده مرګ‌ژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، نیمروز، غور، بادغیس، سمنکان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او غره ښوېېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.

د کابل–جلال‌اباد لویه لار په تنګي غارو سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم تړلې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم د موټرو پرمخ تړلې ده. یاد وزارت وايي، چې لار یې په لومړي پړاو کې پاکه کړه، خو ماسپښین یوځل بیا له غره نه کاڼي رالوېدلي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کابل – جلال اباد لویه لار غرمه ۱۲ بجې یوځل بیا له غره نه د کاڼو د را ښویېدو له امله بنده شوې ده.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلي، چې اوس هم له غره نه ډبرې را ښوییږي او له همدې امله، لار لا هم د هر ډول ترافیکو پرمخ بشپړه تړلې پاتې ده.

د طالبانو چارواکي له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.

طالبان وايي د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې په تاشکند کې ددې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د کوربه هېواد د زرغونتیا په پروګرام کې ګډون کړی او ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان خپل ورور هېواد بللی او له کابل سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبې د وري پر ۱۶مه ویلي، چې د دغو مراسمو په ترڅ کې گډونوالو په سمبولیک ډول نیالگي کښېنول.

یاد پروګرام چې د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراختیا په موخه جوړ شوی و، د ازبکستان ولسمشر، لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ډیپلوماټانو پکې ګډون درلود.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له قوله ویلي، چې نوموړي د طالبانو له سفیر سره د ليدنې پر مهال افغانستان یو ورور هېواد وباله او د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

ازبکستان له طالبانو سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پالي او څو ورځې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی و.

د طالبانو هواپوهنې ادارې په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د هوايي چلند وزارت اړوند د هواپوهنې ادارې د وري پر ۱۷مه د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، کندوز، تخار او بدخشان هغه ولايتونه دي چې د سالنګونو په ګډون پکې د باران کچه له لسو تر پنځوسو ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

همدارنګه راپورونه ښيي چې په مرکزي، لوېديزو، سوېلي او شمالي ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو د الوتلو احتمال هم شته چې چټکتیا يې په بېلابېلو سيمو کې له پنځوسو تر سلو کيلو مترو په ساعت پورې رسېدای شي.

د یادې ادارې په وینا، په لوړو او يخو سيمو کې د درنې واورې او سختو يخو شرایطو اټکل هم شوی دی.

ددې ادارې چارواکو له هېوادوالو غوښتي چې د ورښتونو پر مهال له سيندونو او هغو سيمو څخه چې د سېلابونو له خطر سره مخ دي، ځانونه لرې وساتي او جدي احتياط وکړي.

همدارنګه له موټر چلوونکو نه په سيلابي او خطرناکو لارو کې له تګ راتګ څخه د ډډې کولو غوښتنه شوې،چې د یادې ادارې په وینا، د احتمالي زيانونو مخه ونيول شي.

د کابل په نننۍ غونډه کې رسنیو ته یوازې د متقي د خبرو د پوښښ اجازه ورکړل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱

په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو مشورتي غونډه کې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وینا ته د خبري پوښښ اجازه ورکړل شوه. که څه هم رسنۍ د ټولې ناستې د پوښښ لپاره بلل شوې وې، خو د نورو هېوادونو د استازو د وینا له پیل وړاندې خبریالان له تالاره واېستل شول.

په کابل کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشورتي غونډه داسې مهال وشوه چې یوازې د امیرخان متقي وینا رسنیزه شوه او د نورو ګډونوالو د ویناوو پر رسنیز پوښښ بندیز ولګول شو.

د دې غونډې د رسنیز پوښښ لپاره طالبانو یوه ورځ وړاندې خبریالانو ته بلنه ورکړې وه.

سرچینې وايي، په دې ناسته کې د تاجکستان لوړپوړي پلاوي هم ګدون کړی و او تمه وه چې د افغانستان له خاورې د متوجې ګواښونو په اړه خبرې وکړي، خو خبریالان د تاج‍کستاني پلاوي او نورو مېلمنو د وینا له پیل وړاندې له تاره واېستل شول.

په کابل کې یوه خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د امیرخان متقي له وینا وروسته اعلان وشو چې د رسنیو د حضور وخت پای ته ورسېد. موږ ته یې وویل چې نور د ویډیو او انځور اخیستلو اجازه نه لرو او باید له تاره ووځو.»

سرچینو ویلي، چې د اجنډا له‌مخې، د امیرخان متقي له وینا وروسته په غونډه کې د بهرنیو ګډونوالو د وینا نوبت و.

دغه غونډه د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده او د امیرخان متقي له وینا وروسته د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزرات سیاسي رییس ذاکر جلالي اعلان وکړ، چې د ناستې لومړۍ برخه او د رسنیو حضور پای ته رسیدلی او د رسنیو استازي دې له تالار څخه ووځي.