طالبان وايي چې په کندهار کې یې د ۵۸۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په «بدلزو» سیمه کې یې د ۵۸۰ پسونو د قاچاق مخه ونیوله. یاد وزارت ویلي، قاچاق وړونکو غوښتل دغه څاروي له ډیورنډ کرښې هاخوا ته واړوي. د پېښې په تړاو ده تنه نیول شوي دي.
