• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.

د هرات د طالبانو والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، د یکشنبې په ماښام (د وري۱۶مه) وویل چې د بغرچر بند په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم په همدې سیمه کې د واورې او باران ورښتونو له سختو توپانونو سره یوځای د برېښنا ستنې زیانمنې کړې وې، چې له امله یې په دې ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا څو ځله پرې شوې وه.

بلخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو څخه شکایت کوي او وایي چې دغه ستونزې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سوداګریز فعالیتونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

هند د افغانستان د سیلاب ځپلو د لاسنیوي په موخه کابل ته د بشري مرستو جوپه لېږلې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې یې له سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه بشري مرستې کابل ته استولې دي. په دغو مرستو کې د پخلنځي وسایل، روغتیايي کڅوړې، خیمې، او نور اړین توکي شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي په موخه د بشري مرستو جوپه افغانستان ته لېږلې ده.

جیسوال ټینګار کړی چې هند په دې ستونزمن وخت کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له افغانانو سره د بشري مرستو او ملاتړ دوام ته ژمن دی.

د هند له‌ لوري دا مرستې داسې مهال کېږي چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او د غره ښویېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.

په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د وري له ۶مې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۹۹ کسانو او د ټپیانو شمېر ۱۵۴ ته رسیدلی دی. تاره په خوست کې د روانو ورښتونو له امله ۵۷۰ کورونه زيانمن شوي او ۱۱۰ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې.

د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند یوسف حماد د یکشنبې په ورځ، د وري پر ۱۶مه په یوه ویډیو کې وویل، چې په هېواد کې د درنو بارانونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ۹۵۵ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي او ۳۹۹۰ نور کورونه زیانمن شوي دی.

د یادې ادارې په وینا، سېلابونو ۳۵۵ کیلومتره سړکونه او نږدې ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې، چې شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ، چې وروستیو بارانونو، سېلابونو او ځمکښویېدنې په هیواد کې یو شمیر لویې لارې او سړکونه په موقت ډول تړلي دي.

په افغانستان کې تیره اونۍ بې ساري بارانونه خو د زابل په څیر سیمو کې تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.

سیلابونه په دوامداره توګه په افغانستان کې مرګونې طبیعي پېښې له ځان سره لري، چې هر کال سلګونه کسان پکې مري.

کارپوهان وايي چې پر اقلیم بدلون او دوامدارې وچکالۍ سربېره، غیر معیاري ودانیز کارونه هم د پېښو او د مرګ ژوبلې شمېر لوړوي.

ازبکستاني پانګوالو افغانستان ته د درملو واردولو لپاره چمتووالی ښودلی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د ازبکستان د درملو ادارې مسوول د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو واردولو په برخه پانګونه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د درملو ادارې له مسوول عبدالله عزیزوف سره کتلي او د درملو په برخه کې د پانګونې په تړاو یې خبرې کړې دي.

د ازبکستان د درملو ادارې مسوول د یادې لېدنې پرمهال ویلي، ازبکستاني پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د درملو د وارداتو په برخه کې پانګونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د عزیزوف له قوله لیکل شوي:«د باکیفیته درملو واردات، وېش او د خلکو د باور خپلول زموږ په کاري لومړیتوبو کې ځای لري او ژمن یو، همغه ډول باکیفیته درمل چې په خپل هېواد کې تولید او استفاده کوو، افغانستان ته یې هم وارد کړو».

یاد ازبکستاني چارواکي د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرسیتال سره په افغانستان کې د لوړ کیفیت لرونکو درملو په برخه کې د پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو د حل په تړاو هم خبرې کړي دي.
په ورته مهال طالبانو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د ازبکستاني پانګوالو د چمتووالي هرکلی کړی او د اسانتیاوو برابرولو ډاډ یې ورکړی دی.

وړاندې افغانستان ته ډېره برخه درمل له پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر کچي ته راټیټه شوې او په ایران کې د جګړې له امله د افغانستان په بازارونو کې د درملو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

د افغانستان بانک: په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رییس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی او دغه راز د بانکونو شتمنۍ هم ۴،۶۹ سلنه زیاته شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد بانک د رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه کې د بانک رییس وویل، چې د تېرو دوو کلنو په پرتله په تېر کال کې د افغانستان د بانکونو شتمنۍ ۴،۶۹ سلنه لوړې شوې او همدارنګه افغانۍ د ډالرو او نورو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

نوراحمد اغا زیاته کړې چې «افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی او د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی دی».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک د عالي شورا په دې غونډه کې د پولي سیاستونو د عملي کېدو، د بانکي سکتور د پیاوړتیا، اسلامي بانکوالۍ د ودې، د اداینو سیستم د پرمختګ ترڅنګ د ۱۴۰۵ کال د پلانونو په اړه هم پریکړې وشوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رییس پر داسې مهال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو خبر ورکړی، چې یاده ډله لاهم له سختو نړۍوالو او بانکي بندیزونو سره مخ ده.

ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او کاني زېرمو په برخو کې پانګونې ته لېواله دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه زوارت وزیر هدایت الله بدري نن د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل. سادین ایلدیز ویلی، چې ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر هدایت الله بدري د ترکي شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز دوی ته یې د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

تېر ۱۴۰۴ کال د غويي پر ۱۹مه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري سره په ناسته کې د یوه ترکي شرکت مشر د افغانستان د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه .

د طالبانو وزیر دغه ترکي شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی و.