• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستاني پانګوالو افغانستان ته د درملو واردولو لپاره چمتووالی ښودلی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د ازبکستان د درملو ادارې مسوول د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو واردولو په برخه پانګونه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د درملو ادارې له مسوول عبدالله عزیزوف سره کتلي او د درملو په برخه کې د پانګونې په تړاو یې خبرې کړې دي.

د ازبکستان د درملو ادارې مسوول د یادې لېدنې پرمهال ویلي، ازبکستاني پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د درملو د وارداتو په برخه کې پانګونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د عزیزوف له قوله لیکل شوي:«د باکیفیته درملو واردات، وېش او د خلکو د باور خپلول زموږ په کاري لومړیتوبو کې ځای لري او ژمن یو، همغه ډول باکیفیته درمل چې په خپل هېواد کې تولید او استفاده کوو، افغانستان ته یې هم وارد کړو».

یاد ازبکستاني چارواکي د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرسیتال سره په افغانستان کې د لوړ کیفیت لرونکو درملو په برخه کې د پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو د حل په تړاو هم خبرې کړي دي.
په ورته مهال طالبانو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د ازبکستاني پانګوالو د چمتووالي هرکلی کړی او د اسانتیاوو برابرولو ډاډ یې ورکړی دی.

وړاندې افغانستان ته ډېره برخه درمل له پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر کچي ته راټیټه شوې او په ایران کې د جګړې له امله د افغانستان په بازارونو کې د درملو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک: په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رییس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی او دغه راز د بانکونو شتمنۍ هم ۴،۶۹ سلنه زیاته شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد بانک د رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه کې د بانک رییس وویل، چې د تېرو دوو کلنو په پرتله په تېر کال کې د افغانستان د بانکونو شتمنۍ ۴،۶۹ سلنه لوړې شوې او همدارنګه افغانۍ د ډالرو او نورو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

نوراحمد اغا زیاته کړې چې «افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی او د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۱۰،۷۷ سلنه لوړ شوی دی».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک د عالي شورا په دې غونډه کې د پولي سیاستونو د عملي کېدو، د بانکي سکتور د پیاوړتیا، اسلامي بانکوالۍ د ودې، د اداینو سیستم د پرمختګ ترڅنګ د ۱۴۰۵ کال د پلانونو په اړه هم پریکړې وشوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رییس پر داسې مهال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو خبر ورکړی، چې یاده ډله لاهم له سختو نړۍوالو او بانکي بندیزونو سره مخ ده.

ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او کاني زېرمو په برخو کې پانګونې ته لېواله دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه زوارت وزیر هدایت الله بدري نن د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل. سادین ایلدیز ویلی، چې ترکي شرکتونه د افغانستان د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر هدایت الله بدري د ترکي شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز دوی ته یې د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

تېر ۱۴۰۴ کال د غويي پر ۱۹مه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري سره په ناسته کې د یوه ترکي شرکت مشر د افغانستان د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه .

د طالبانو وزیر دغه ترکي شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د ورښتونو، سېلابونو او کورونو د نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پړ وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او د کورونو نړېدو په پایله کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې طبیعي پېښو له امله یاده مرګ‌ژوبله په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، نیمروز، غور، بادغیس، سمنکان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني زیان ترڅنګ ۱۵۷ کورونه په بشپړ ډول، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۱۰ ورځو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او غره ښوېېدنې په پایله کې ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ کسان ټپیان دي.

د کابل–جلال‌اباد لویه لار په تنګي غارو سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم تړلې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غرښوېدنې له امله لا هم د موټرو پرمخ تړلې ده. یاد وزارت وايي، چې لار یې په لومړي پړاو کې پاکه کړه، خو ماسپښین یوځل بیا له غره نه کاڼي رالوېدلي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کابل – جلال اباد لویه لار غرمه ۱۲ بجې یوځل بیا له غره نه د کاڼو د را ښویېدو له امله بنده شوې ده.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلي، چې اوس هم له غره نه ډبرې را ښوییږي او له همدې امله، لار لا هم د هر ډول ترافیکو پرمخ بشپړه تړلې پاتې ده.

د طالبانو چارواکي له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.

طالبان وايي د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت وايي، چې په تاشکند کې ددې ډلې سفیر عبدالغفار بحر د کوربه هېواد د زرغونتیا په پروګرام کې ګډون کړی او ولسمشر شوکت میرضیایف افغانستان خپل ورور هېواد بللی او له کابل سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبې د وري پر ۱۶مه ویلي، چې د دغو مراسمو په ترڅ کې گډونوالو په سمبولیک ډول نیالگي کښېنول.

یاد پروګرام چې د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراختیا په موخه جوړ شوی و، د ازبکستان ولسمشر، لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ډیپلوماټانو پکې ګډون درلود.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له قوله ویلي، چې نوموړي د طالبانو له سفیر سره د ليدنې پر مهال افغانستان یو ورور هېواد وباله او د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

ازبکستان له طالبانو سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پالي او څو ورځې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی و.