چین د منځني کړکیچ پای ته رسولو کې له روسیې سره همکارۍ ته تیاری ښودلی

چین وايي چمتو دی چې د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو لپاره له روسیې سره همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دا خبرې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

چین وايي چمتو دی چې د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو لپاره له روسیې سره همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي دا خبرې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
وانګ يي ویلي چې پر هرمز تنګي د تګ راتګ ستونزو د حل اساسي لاره دا ده چې ژر تر ژره اوربند وشي. هغه زیاته کړې چې چین تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د نړیوالو شخړو د حل ملاتړ کړی دی.
دغه ټیلیفوني خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې غونډې مخکې شوې دي، چې ټاکل شوې د هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د ساتنې په اړه پکې د بحرین پر یوه پرېکړه لیک رایه ورکړل شي.
چین ټینګار کړی چې د امنیت شورا دایمي غړي لکه چین او روسیه باید متوازن او بې پرې دریځ خپل کړي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو لوریو د ژر اوربند او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی.
چین مخکې هم څو ځله د منځني ختیځ او خلیج په سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې روانه جګړه چې له یوې میاشتې زیاته موده یې کېږي، د هرمز تنګي مهمه سوداګریزه لاره هم تر ډېره تړلې ده.

د ایټالیا ساحل ته نږدې دوو سوداګریزو بېړیو د کډوالو د یوې کښتۍ ۳۲ تنه ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې موندلي ، خو د ژغورنې ادارې وايي چې ۷۱ نور کسان په سمندر کې ورک شوي دي. په یاده کښتۍ کې ټول ۱۰۵ تنه سپاره وو.
د ژغورنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، دغه کښتۍ له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه وه او د ایسټر د رخصتیو په ورځو کې له پېښې سره مخ شوې ده.
ژغورل شوي کسان وايي چې په کښتۍ کې ټولټال ۱۰۵ کسان سپاره وو، چې ډېری یې په سمندر کې له منځه تللي دي.
ژغورل شوي کسان او د مړو دوه جسدونه د ایټالیا سمندرساتو ځواکونو لامپېدوسا ټاپو ته لېږدولي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.
سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.
نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.
سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».
نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران کې د نسکورې شوې جنګي الوتکې پیلوټ ژغورل شوی دی. ټرمپ پر «ټروت» خواله رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه کس اوس په امن کې دی.
هغه زیاته کړې: «خوښ یم چې تاسو ته اعلان کوم، هغه اوس په بشپړ امنیت کې دی؛ هغه ټپي شوی، خو بېرته به روغ شي». هغه وویل: «دغه زړور سرتېری د دښمن تر شا د ایران په خطرناکو غرونو کې و، په داسې حال کې چې زموږ دښمنانو څارلو او هر ساعت ورنږدې کېدل؛ خو هغه هېڅکله یوازې نه و، ځکه چې د پوځ اعلی قوماندان، د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او نورو ملګرو یې ۲۴ ساعته د هغه موقعیت څاره».
ټرمپ همداراز په ایران کې د بل امریکایي پیلوټ د ژغورنې خبره هم تایید کړه او ویې ویل: «دا د پوځي عملیاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې دوه امریکایي پیلوټان په جلا، جلا ډول د دښمن په خاوره کې ژغورل کېږي».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا چې موږ وکولای شوای دغه دواړه عملیات پرته له دې چې یو امریکایي سرتېری ووژل شي یا ټپي شي ترسره کړو، یو ځل بیا ښيي چې موږ د ایران پر فضا په بشپړه توګه کنټرول ترلاسه کړی دی».
له سپینې ماڼۍ نه پنځو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ په دې اونۍ کې د لوی څارنوال پام بونډي له ګوښه کولو وروسته اوس د خپلې کابینې په کچه د پراخو بدلونونو په اړه غور کوي.
دغه پرېکړه داسې مهال کېږي، چې هغه د ایران له حکومت سره د جګړې د سیاسي پایلو له امله ناراضه دی. د سرچینو په وینا؛ که کابینه بدلېږي دا به یوه هڅه وي، چې د سپینې ماڼۍ اوسنی حالت د راتلونکو سختو سیاسي حالاتو لپاره «بېرته برابر او منظم» شي.
د راپور له مخې؛ هغه جګړه چې پنځه اوونۍ مخکې پیل شوې، د تېلو بیې یې لوړې کړې، د ټرمپ محبوبیت یې کم کړی او د نومبر د منځمهاله ټاکنو نه مخکې یې د جمهوري غوښتونکو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.
سرچینو ټینګار کړی، لاتراوسه دا روښانه نهده چې د کابینې کوم غړي به په نږدې راتلونکې کې ګوښه شي؛ خو یوشمېر لوړپوړي چارواکي د دندو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي. ځینو سرچینو ویلي، چې د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هغه کسان دي چې ښايي له دندو ګوښه شي.
دغه اقدام وروسته له هغه کېږي، چې ټرمپ په وروستیو اوونیو کې پام بونډي او د کورني امنیت وزیره کریستي نوم هم له دندو ګوښه کړي دي. د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د ګبرد له کار کولو خوښ نه و.
یوې بلې سرچینې هم ویلي، چې هغه له خپلو نږدې کسانو څخه د ملي استخباراتو د مشرتابه لپاره د بدیلو کسانو په اړه نظرونه هم غوښتي دي.
د امریکا ګوښه شوي لوی درستیز جنرال رینډي جورج د پنټاګون چارواکو ته په خپل وروستي استولي برېښنالیک کې ویلي، چې امریکايي سرتېري د «زړورو او با شخصیته» مشرانو مستحق دي. دغه جنرال تېره اونۍ د امریکا د جګړې وزیر په غوښتنه استعفا ته اړ شوی وو.
سيبياېس نیوز د جنرال جورج دغه وروستی برېښنالیک تر لاسه کړی او د یوه امریکايي چارواکي له قوله یې ویلي، چې جنرال جورج دا برېښنالیک د امریکا د جګړې وزیر، د دغه وزارت نورو چارواکو او په خپله کاري ډله کې څلور ستوریزو او درې ستوریزو جنرالانو او افسرانو ته استولی دی.
جنرال جورج لیکلي: «دا زما لپاره تر ټولو لوی ویاړ وو چې ستاسو تر څنګ مې خدمت وکړ او د خپل هېواد په ملاتړ مې د سرتېرو مشري وکړه. زه پوهېږم چې تاسو ټول به خپل پام پر ماموریت متمرکز وساتئ، نوښتونو ته به دوام ورکړئ او په بې رحمۍ سره به د اداري بیوروکراسۍ خنډونه لرې کړئ، څو زموږ جنګیالیو ته هغه څه ورسېږي چې د عصري جګړې په ډګر کې ورته د بریا لپاره اړتیا لري».
هغه زیاته کړې: "زموږ سرتېري په رښتیا په نړۍ کې تر ټولو غوره دي. هغوی د سختو تمریناتو او د داسې زړورو مشرانو مستحق دي چې شخصیت ولري».
دغه ۶۲ کلن جنرال د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۱مه د پوځ د ۴۱م لوی درستیز په توګه ټاکل شوی وو.
د سيبياېس د راپور لهمخې، سمدستي یې مرستیال جنرال کریسټوفرلانیو ځای ناستی شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د جګړې وزیر تر اوسه له لسو څخه ډېر لوړپوړي نظامي افسران له دندو لرې کړي، چې په هغو کې د وسلهوالو ځواکونو د ګډو کمېټو مشر جنرال سيکیو براون، د سمندري ځواکونو عملیاتي مشره ایډمرل لیسا فرانچټي، د هوايي ځواک مرستیال او د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جنرال جیفري کروز شامل دي.