په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان له سېلابځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د خلکو پر مړینې او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې او له زیانمنو کورنیو او پاتې کسانو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.
