• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، له افغانستان سره د پاکستان جګړه د پنجابي د ګټو لپاره ده. هغه زیاته کړې، « دا د امریکا د ګټو جګړه ده او د پاکستان پوځ سینه ډبولې چې باګرام به د امریکا لپاره نیسي،»

هغه نن د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي، «امریکا غواړي چې د باګرام هوايي اډه به د چین پر ضد وکاروي او د دغه اډې د نیولو ټېکه یې د پاکستان پوځ ته ورکړې ده، نو ځکه په افغانستان کې جګړه کوي.»

نوموړي د پاکستان له خوا افغانستان سره د جګړې په ترڅ کې ویلي، «د پاکستاني جنرالانو څخه پوښتنه کوم چې په کابل کې یې کوم طالب مشر وژلی دی؟ ته راځې په کونړ کې بې ګناه افغانان وژنې په هغو بمباري کوې.»

هغه ويلي، پاکستان په جلال اباد او پکتيا کې خلک وژني.

پاکستان د فيبرورۍ د مياشتې د وروستيو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بمبارۍ کړي او ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې دغه عمليات ترسره کړي او د هغو اهداف یې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بمباريو په ځواب کې افغان طالبانو هم د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو پر ضد غچ اخیستونکي عملیات او په پاکستان کې د ډرون بريدونه ترسره کړي.

مختار يوسفزي ادعا کړې، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني پخوانيو پوځي او استخباراتو مشرانو کونړ ته لېږدولي و، ترڅو د افغان طالبانو سره په شریکه د افغانستان د جمهوري حکومت پرضد جګړه وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي، چې نن شپه (یکشنبه د وري ۱۶مه) شاخوا ۸ بجې د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده.

له دې سره سم، د هېواد په سویل ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو چارواکو ویلي، تر اوسه د پاکستاني لوري یوه پوسته په نښه شوې او د یوه پاکستاني سرتېري جسد د طالبانو لاسته ورغلی دی.

د یادې قول اردو منسوبینو په یوې ویډیو کې د راوړل شوي پاکستاني سرتېري جسد په ښودلو سره وايي، په یاده جګړه کې تر اوسه ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌وايي.

پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې تړاو څه‌ نه‌دي ویلي.

سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.

سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.

نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.

سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.

امنیت شورا دې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د افغان مدني ټولنې راپور ښيي، چې د پاکستان د بریدونو او د طالبانو د غفلت له امله لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي او شاوخوا ۴۰ زره خلک بې ځایه شوي. دغې ټولنې له امنیت شورا غوښتي چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.

افغان مدني ټولنې د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې جګړې د ملکیانو لپاره سختې پایلې لرلي دي. راپور ښيي، چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په یاده جګړه کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي او همداراز شاوخوا ۴۰ زره خلک بې‌ځایه شوي او د خلکو څه باندې ۳۰۰ کورونه او په کابل کې د نشه‌یي توکو د روږدو مرکز هم ویجاړ شوي دي.

د راپور له‌مخې، د پاکستان د هوایي او ځمکنیو بریدونو او د طالبانو د «غیر رسمي» واکمنۍ له امله روانې جګړې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ملکیانو د ژوند او خوندیتوب لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان ادعا چې عملیات یې یوازې د طالبانو پر وسله‌والو مرکزونو دي، ملکیانو ته د اوښتو له پراخو زیانونو سره په ټکر کې ده.

په راپور کې راغلي: «د طالبانو رژیم د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیت ته اجازه ورکوي، چې دا هم د نړیوالو قوانینو له‌مخې د زور له کارونې غیر قانوني عمل ګڼل کېږي.»

د مدني ټولنې په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان خلک د خوراک، اوبو، پناه‌ځای، زده کړو او روغتیايي خدماتو له حق محروم شوي. دا وضعیت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی او امنیت شورا باید بېړنی اقدام وکړي.»

مدني ټولنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لیکلي ډول ویلي: «دا کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له دویمې مادې ښکاره سرغړونې دي. موږ غواړو چې امنیت شورا د ۳۹ مادې پر بنسټ رسمي پرېکړه وکړي او د ټولو غیر قانوني سرحدي بریدونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړي.»

د راپور له‌مخې، امنیت شورا د افغانانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې ځانګړی مسوولیت لري، ځکه د ملکیانو حقونه په سیسټماتیک ډول له پامه غورځول شوي دي.

د راپور په پای کې مدني ټولنې امنیت شورا ته د اووم فصل له‌مخې د عمل کولو غوښتنه کړې، څو د پاکستان او طالبانو کړنې ودرول شي، د ملکیانو ساتنه یقیني شي او د مسوولینو محاسبه وشي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر افغانستان په دې پلمه بریدونه کوي، چې ګواکې طالبانو ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

اسد قیصر: د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې د سیمه‌ییز ثبات لپاره حیاتي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په تړاو د چین له هڅو ستاینه کړې ده. هغه ویلي، په روان نړیوال او سیمه‌ییز حساس وضعیت کې، یوازې د صبر، رغنده همکارۍ او پراخې ډیپلوماسۍ له لارې شونې ده، چې سیمه کې باور او همکاري بېرته وغوړېږي.

اسد قیصر د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه د چین ولسي جمهوریت ته صادقانه مننه وایم چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په برخه کې یې رول ولوباوه.»

هغه زیاته کړې، په دې حساسو نړیوالو او سیمه‌ییزو شرایطو کې، په ځانګړې توګه د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د کړکېچونو د پراختیا پر مهال، ګاونډي هېوادونه اړ دي چې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «دې کړکیچ سیمه کې اقتصادي فشارونه، د انرژۍ کمښت او امنیتي ننګونې زیاتې کړې دي، چې ډیپلوماسي یې نه یوازې اړینه بلکې د وخت یوه حیاتي اړتیا ګرځولې ده.»

قیصر ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د خبرو بهیر ته په ریښتینولي او جديت سره دوام ورکړي.

هغه همدا راز ویلي: «په اوسني نړیوال چاپېریال کې یوازې صبر، رغنده ښکېلتیا او پراخه ډیپلوماسي کولای شي د سولې، باور بېرته رغولو او متقابلې همکارۍ لارې چارې پرانیزي.»

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان منځپوړو چارواکو د دواړو هېوادونو د روان کړکېچ د ختمولو لپاره سره وکتل، خو لا تر اوسه له یادې غونډې څه څرګنده پایله نه‌ده راوتلې.

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغه ورښتونو له کبله د کورونو چتونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي دي. د راپور له مخې؛ له ۱۴۰ کورونو څخه ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نور برسېرن زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ دغه زیانونه په بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې ثبت شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه بارانونه به د اپریل تر ۴مې نېټې دوام وکړي. دغې ادارې له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي. همداراز، له زیانمنو کورنیو سره د مرستو چارې لاهم روانې دي.