• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۴۳سلنه زیاته شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ۲۰۲۴کال پرتله ۴۳ سلنه زیاته شوې ده.

د هغه په وینا؛ په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان ترمنځ د وارداتو کچه دوه مېلیارده او ۳۹۹ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه، دغه کچه په ۲۰۲۴کال کې یو میلیارد او ۶۷۹ مېلیون ډالره وه چې په یوه کال کې ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي. هغه ویلي، په ورته موده کې یادو هېوادونو ته د افغانستان صادرات له ۱۲۲ څخه ۲۱۶ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي چې ۷۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هغه په خبره؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې توانېدلی چې د صادراتو کچه لوړه کړي او هڅې روانې دي؛ څو له هېوادونو سره سوداګریز توازن رامنځته کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي و، چې دا مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو او یوشمېر نورو هېوادونو سره د طالبانو اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي او دوی غواړي له ټولو هېوادونو سره رغنده او متقابلې اقتصادي اړیکې ولري.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي غونډې کوربه دی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۱
کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي غونډې کوربه دی
100%

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د «افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي» غونډه د دوی د بهرنیو چارو وزارت په نوښت نن (یکشنبه د وري ۱۶مه) پیلېږي. د نوموړي په وینا، د دغې غونډې مشري به د امیرخان متقي پر غاړه وي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوړ پوړي استازي ګډون وکړي، خو هغه د دغو استازو د شمېر او همداراز د نومونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

فطرت څرګنده کړې، په دې غونډه کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې وشي.

هغه زیاته کړې: «دا غونډه به د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون ترسره شي، چې په‌کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتواو همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحث وشي».

د شنونکو په باور، طالبان هڅه کوي، په دې چارې سره له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړي او افغانستان د اقتصادي همکاریو او ترانزیتي دهلېز په توګه مطرح کړي.

د افغان ښځو غورځنګ: د نجونو د ښوونځیو تړل «د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه» ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱
د افغان ښځو غورځنګ: د نجونو د ښوونځیو تړل «د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه» ده
100%

د افغان ښځو د عدالت او ازادۍ غورځنګ وایي، له څلورو کلونو راهیسې، د طالبانو له لوري د نجونو له زده‌کړو محرومیت دوام لري، چې دا د دوی په وینا، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د یو بشپړ نسل راتلونکي ته ګواښ دی.

د افغان ښځو د عدالت او ازادۍ غورځنګ د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا حالت د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

اعلامیه زیاتوي، چې د نجونو د زده‌کړو مخنیوی نه‌یوازې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ، ثبات او راتلونکي لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي. د غورځنګ په وینا، اوسنی حاکم نظام «د تبعیضي او ایډیولوژیک چلند له مخې پر دې تګلارې ټینګار کوي او د یوه نسل راتلونکې یې تیاره کړې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، د غورځنګ غړو له امنیتي ګواښونو، نیونو او محدودیتونو سره سره خپل مدني اعتراضونو ته دوام ورکړی او هڅه یې کړې چې «د واکمنو او نړیوالې ټولنې پام دې مسلې ته راواړوي.»

د غورځنګ غړو په څرګنده ویلي: «د نجونو له زده‌کړو محرومول یوازې یو داخلي یا کلتوري پرېکړه نه‌ده، بلکې یوه منظمه هڅه ده، چې ښځې له ټولنیز، سیاسي او فکري ژوند څخه لرې کړي.»

دوی ټینګار کړی، چې دا وضعیت «د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه او د بشریت پر ضد یو جرم» دی.

په اعلامیه کې د دوی غوښتنې هم په ډاګه شوې، چې په‌کې د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو سمدستي او بې‌قید و شرط پرانېستل، د جنسیتي تبعیض پای ته رسول، د مدني فعالانو او ښوونکو د خوندیتوب تضمین او ځواب ورکړې ته د دې پالیسۍ د عاملینو اړ کول شامل دي.

دغه غورځنګ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې یوازې په څرګندونو بسنه ونه‌کړي، بلکې د فشار عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي. په اعلامیه کې ویل شوي: «چوپتیا او بې‌پروايي د دې ظلم د دوام معنا لري.»

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې د نجونو د زده‌کړو لپاره به مبارزه تر هغه دوام ولري «چې د دې هېواد وروستۍ نجلۍ بېرته ښوونځي ته ستنه نه‌شي.»

د بشري حقونو بنسټ: په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت مخ پر خرابېدو دی

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت مخ پر خرابېدو دی
100%

د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان چې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته له هېواده وتلي، لکه خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعین، پخواني نظامیان او معترضې ښځې اوس په کوربه هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

یاد بنسټ وایي، ډېری افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې د نیول کېدو، جبري اېستلو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له خطر سره مخ دي، هغه ځای چې د دوی په وینا، لا هم په‌کې د خوندیتوب شرایط برابر نه‌دي او د ستنولو په صورت کې به له جدي ګواښ سره مخ شي.

یاد بنسټ زیاتوي، دغه وضعیت نه‌یوازې د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د هغوی انساني کرامت یې هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

په اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې د افغان کډوالو ستونزې پراخې شوي، خو نړیوال غبرګون لا هم د اړتیا وړ کچې ته نه‌دی رسېدلی.

دغه بنسټ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دې برخه کې جدي او عملي ګامونه واخلي او د کډوالو د وضعیت څارنه پیاوړې کړي.

همدارنګه یې د کډوالو له عالی کمېشنرۍ څخه غوښتي چې د کډوالو د ثبت او بیا مېشتېدو بهیر ګړندی کړي، څو زیانمن کسان ژر خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې بشري مرستې لا هم کافي نه‌دي او باید پراخې شي. په همدې تړاو د کډوالۍ له نړیوالې ادارې غوښتنه شوې، چې د سرپناه، روغتیا او معیشت په برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

دوی په اروپایي ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ نرمې کړي او د منلو لپاره قانوني او خوندي لارې پرانیزي.

دغه بنست خبرداری ورکړی، چې دا موضوع یوازې سیاسي نه، بلکې ژوره انساني او اخلاقي مسله ده، چې عاجل اقدام غواړي او که نړیواله ټولنه پر وخت اقدام ونه کړي، نو د افغان کډوالو بشري وضعیت به لا پسې بحراني شي.

امنیت شورا دې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
امنیت شورا دې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي
100%

د افغان مدني ټولنې راپور ښيي، چې د پاکستان د بریدونو او د طالبانو د غفلت له امله لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي او شاوخوا ۴۰ زره خلک بې ځایه شوي. دغې ټولنې له امنیت شورا غوښتي چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.

افغان مدني ټولنې د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې جګړې د ملکیانو لپاره سختې پایلې لرلي دي. راپور ښيي، چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په یاده جګړه کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي او همداراز شاوخوا ۴۰ زره خلک بې‌ځایه شوي او د خلکو څه باندې ۳۰۰ کورونه او په کابل کې د نشه‌یي توکو د روږدو مرکز هم ویجاړ شوي دي.

د راپور له‌مخې، د پاکستان د هوایي او ځمکنیو بریدونو او د طالبانو د «غیر رسمي» واکمنۍ له امله روانې جګړې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ملکیانو د ژوند او خوندیتوب لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان ادعا چې عملیات یې یوازې د طالبانو پر وسله‌والو مرکزونو دي، ملکیانو ته د اوښتو له پراخو زیانونو سره په ټکر کې ده.

په راپور کې راغلي: «د طالبانو رژیم د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیت ته اجازه ورکوي، چې دا هم د نړیوالو قوانینو له‌مخې د زور له کارونې غیر قانوني عمل ګڼل کېږي.»

د مدني ټولنې په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان خلک د خوراک، اوبو، پناه‌ځای، زده کړو او روغتیايي خدماتو له حق محروم شوي. دا وضعیت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی او امنیت شورا باید بېړنی اقدام وکړي.»

مدني ټولنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لیکلي ډول ویلي: «دا کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له دویمې مادې ښکاره سرغړونې دي. موږ غواړو چې امنیت شورا د ۳۹ مادې پر بنسټ رسمي پرېکړه وکړي او د ټولو غیر قانوني سرحدي بریدونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړي.»

د راپور له‌مخې، امنیت شورا د افغانانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې ځانګړی مسوولیت لري، ځکه د ملکیانو حقونه په سیسټماتیک ډول له پامه غورځول شوي دي.

د راپور په پای کې مدني ټولنې امنیت شورا ته د اووم فصل له‌مخې د عمل کولو غوښتنه کړې، څو د پاکستان او طالبانو کړنې ودرول شي، د ملکیانو ساتنه یقیني شي او د مسوولینو محاسبه وشي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر افغانستان په دې پلمه بریدونه کوي، چې ګواکې طالبانو ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

پاکستان کې افغان کډوال: افغانستان ډېر ښه دی خو روزګار په‌ کې نه‌شته

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
پاکستان کې افغان کډوال: افغانستان ډېر ښه دی خو روزګار په‌ کې نه‌شته
100%

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې په افغانستان کې د کار او روزګار نشتوالي دې ته اړ کړي، چې بیا ځلي پاکستان ته، په ځانګړي ډول کراچۍ ښار ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي، خو په دغه ښار کې هم له ګڼو ستونزو، فشارونو او د پولیسو له خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د احمد په نوم یو افغان چې ۲۴ کاله عمر لري او په ۲۰۲۳م کال کې د پاکستان د سند ايالت له کراچۍ ښار څخه له خپلې کورنۍ سره یو ځای بېرته افغانستان ته ستون کړای شوی و، خو هغه او دوه کوچني وروڼه یې بیا سږ کال بېرته پر قاچاقي لارو کراچۍ ښار ته د مزدورۍ او خوارۍ لپاره راغلي دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې په کراچۍ کې زېږېدلی او همدلته لوی شوی، دلته یې ژوند کاوه او د کورنۍ ګوزاره یې روانه وه. خو د پاکستان حکومت له هغه اعلان سره سم چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي، د ده په وينا «دلته راباندې ژوند سخت شو پوليسو به نيولو، پيسې به یې راڅخه اخيستې، زما سپین‌ږیري کاکاګان یې څو ځله ونیول، نو اړ شو چې کډې مو وکړې.»

هغه زیاته کړه، « له ځان سره مې دوه کوچني وروڼه راوستي دي، زه او هغوی په شريکه کار کوو، که څه هم پولیس مو تنګوي، خو چاره نه‌شته ځانونه پټوو او کار کوو».

یوه بل افغان ځوان چې تازه پر قاچاقي لارو پاکستان ته راغلی وويل، چې کورنۍ یې نږدې ۳۵ غړي لري او افغانستان ته له ستنولو وړاندې یې د کورنۍ دوو یا درېیو غړو په دغه ښار کې کار کاوه، چې د ژوند چاره یې روانه وه.

هغه زیاتوي، کله چې افغانستان ته ستانه شول لږه اندازه کرنیزه ځمکه یې درلوده او بزګرۍ ته یې مخه کړه، خو په کروندګرۍ یې ګوزاره نه کېده او ترڅنګ یې د درندو بارونو د پورته کولو کار کاوه.

هغه په ډیرې خواشینۍ سره وويل، «افغانستان ډېر ښه دی خو کار روزګار په کې نه‌شته».

په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري، له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې دا منلې، چې په افغانستان کې روزګار کم دی او ځینې افغانان بیا ځلې دغه ښار ته راغلي دي.

د طالب کونسل په وينا، افغانان ځکه کراچۍ ته راځي چې دلته یې ژوند کړی او په دغه ښار کې ډېر کارونه ترلاسه کولی شي.

طالب کونسل عبدالجبار تخاری وايي، چې د هغو افغانانو کره شمېره نه‌لري چې په دغه ښار کې ژوند کوي او یا د کار په تکل کې راغلي دي، ځکه چې ډیری یې بېرته افغانستان ستانه شوي دي.

طالب کونسل زیاتوي: «دا وخت د کراچۍ په زندانونو کې نږدې ۵۵ افغانان بندیان دي، چې په دوی کې نيمايي د جرمونو په ترسره کولو کې نيول شوي او پاتې نور یې هغه کسان دي چې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله نيول شوي دي.»

په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل
100%
په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل

د پاکستان د سند ايالت د کراچۍ ښار چې د دغه هېواد د اقتصاد مرکز بلل کيږي، پوليسو یې د تېرې مياشتې (مارچ په ۶مه نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي وو: «د کراچۍ پوليسو د ناقانونه بهرنیو وګړو او په ځانګړي ډول د افغان وګړو د موجودیت په اړه د شکايتونو لپاره ځانګړې مرکزي څانګه جوړه کړې او له خلکو غواړي چې د غیرقانوني وګړو په اړه معلومات ورکړي».

بل خوا یو شمېر افغانان وایي، چې پاکستاني پولیس له دوی څخه تر نیولو وروسته بډې (رشوت) اخلي.

په دغه ښار کې مېشت افغان کډوال احمد له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې ویلي، «نږدې هره ورځ د پوليسو په لاس ورځو، په جېب کې چې څومره روپۍ راسره وي پوليس یې راڅخه اخلي او بيا مو پرېږدي.»

له دې وړاندې هم د کراچۍ ښار پر پولیسو دغه ډول تورونه وو، چې د یاد ښار پولیس د افغان کډوالو له نیولو وروسته که له چا سره قانوني اسناد هم وي ورته ارزښت نه‌لري او د بډو اخیستلو په بدل کې پرېښودل کېږي.

خو د کراچۍ پوليسو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د ټولو غير قانوني بهرنیو وګړو پر ضد یو ډول اقدامات کېږي او له چا نه یې بډې نه‌دي اخیستي.

افغان کډوال
100%
افغان کډوال

په همدې حال کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) وياند قیصر اپريدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت له هغه اعلان وروسته چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي، تر اوسه پورې نزدې ۲،۱ میلیون افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې ډېرې یې نيول شوي او بیا اېستل شوي دي.

هغه وويل، په دغو ستانه کړای شویو افغانانو کې د پي‌او‌ار، ای‌سي‌سي کارت لرونکي او هغه کسان چې قانوني اسناد یې نه‌لرل، ټول شامل دي.

قیصر اپريدي
100%
قیصر اپريدي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ، طالبانو او د پاکستان د شمېرو له‌مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت وو، چې ډیره برخه یې له ۲۰۲۱م کال څخه وړاندې په دغه هېواد کې مېشت وو او په لږ شمېر کې یې په افغانستان کې د طالبانو یو ځل بیا واک ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هغه وخت پیل کړه، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې ډیرې شوې او پر طالبانو یې تور پورې کړ، چې په افغان خاوره کې یې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ته پټنخایونه او مرکزونه برابر کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او په پاکستان کې د پښتنو ملت‌پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او همداراز طالبانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنولو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي.