په تیرا وادي کې د امنیتي ځواکو د عملیاتو په لړ کې ۳ وسلهوال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت د تیرا وادي اکاخېل سیمه کې یې د لشکر اسلام په نوم وسلهوالې ډلې باندې د کاپټر ډرون برید کړی، چې په پایله کې د یادې ډلې ۳ وسلهوال وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.
سرچینې زیاتوي، چې ټپیان د خپلې ډلې د کسانو لهخوا ناڅرګند ځای ته لېږدول شوي دي.
د سرچینو په حواله د لشکر اسلام ډله پخوا هم په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
همداراز ویل کېږي، چې د نورو احتمالي بریدونو امکان هم شته او په سیمه کې امنیتي ګزمې پراخې شوې دي.
