• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا حکومت د برېښنا د سپما لپاره مرکزي بازارونه او سوداګریز فعالیتونه محدودوي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت په یوه خبرپاڼه کې امر کړی، چې په ولایتي کچه دې مرکزي بازارونه، سوداګریزې پلازې او د شپې له‌خوا کېدونکي تجارتي فعالیتونه له اتو تر لسو بجو پورې محدود او وتړل شي. د دې اقدام موخه د برېښنا سپما او په ښاري نظم کې د ښه والي راوستل ښودل شوي دي.

همدارنګه، ټاکل شوې ده چې په نورو ولسوالیو کې به بازارونه او نور سوداګریز مرکزونه د شپې په اتو بجو وتړل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټول هوټلونه او د خوراک څښاک ځایونه باید د شپې په لسو بجو وتړل شي. دغه راز امر شوی، چې په سالونونو کې د واده مراسم او نورې دولتي او شخصي غونډې هم باید د شپې تر لسو بجو پورې پای ته ورسېږي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ایالت کې به ټول سوداګریز مرکزونه او مارکېټونه د شپې تر اتو بجو پورې وتړل شي. په دې پرېکړه کې یوازې درملتونونو او نانوایانو ته استثنا ورکړل شوې او اجازه لري چې خلاص وي.

ترویج لرونکی

یوې افغانې مور د  کابل په اېمرجنسي روغتون کې  پنځه ماشومان زېږولي
۱

یوې افغانې مور د کابل په اېمرجنسي روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي

۲

اېکسپرېس ټرېبیون: پاکستان له طالبانو غوښتي چې «ټي‌ټي‌پي» باید د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني

۳

په برېټانیا کې د پخواني افغان پوځ یو افسر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شو

۴

شي جين پينګ په چین کې د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پرمختګ غوښتنه کړې

۵

اوچا: نورستان کې نږدې ۱۰۰زره کسان بشري مرستو ته لاسرسی نه لري

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: پاکستاني پوځ د امریکا لپاره د «باګرام نیولو ټېکه» اخیستې ده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، له افغانستان سره د پاکستان جګړه د پنجابي د ګټو لپاره ده. هغه زیاته کړې، « دا د امریکا د ګټو جګړه ده او د پاکستان پوځ سینه ډبولې چې باګرام به د امریکا لپاره نیسي،»

هغه نن د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي، «امریکا غواړي چې د باګرام هوايي اډه به د چین پر ضد وکاروي او د دغه اډې د نیولو ټېکه یې د پاکستان پوځ ته ورکړې ده، نو ځکه په افغانستان کې جګړه کوي.»

نوموړي د پاکستان له خوا افغانستان سره د جګړې په ترڅ کې ویلي، «د پاکستاني جنرالانو څخه پوښتنه کوم چې په کابل کې یې کوم طالب مشر وژلی دی؟ ته راځې په کونړ کې بې ګناه افغانان وژنې په هغو بمباري کوې.»

هغه ويلي، پاکستان په جلال اباد او پکتيا کې خلک وژني.

پاکستان د فيبرورۍ د مياشتې د وروستيو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بمبارۍ کړي او ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې دغه عمليات ترسره کړي او د هغو اهداف یې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بمباريو په ځواب کې افغان طالبانو هم د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو پر ضد غچ اخیستونکي عملیات او په پاکستان کې د ډرون بريدونه ترسره کړي.

مختار يوسفزي ادعا کړې، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني پخوانيو پوځي او استخباراتو مشرانو کونړ ته لېږدولي و، ترڅو د افغان طالبانو سره په شریکه د افغانستان د جمهوري حکومت پرضد جګړه وکړي.

سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.

سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.

نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.

سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغه ورښتونو له کبله د کورونو چتونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي دي. د راپور له مخې؛ له ۱۴۰ کورونو څخه ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نور برسېرن زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ دغه زیانونه په بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې ثبت شوي دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه بارانونه به د اپریل تر ۴مې نېټې دوام وکړي. دغې ادارې له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي. همداراز، له زیانمنو کورنیو سره د مرستو چارې لاهم روانې دي.

په بنو کې د یوې چاودنې له امله ۵ کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۱۳ نور ټپيان دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ اړوند د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۳ نور ټپیان دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یوه ۴ کسیزه کورنۍ هم شامله ده.

د ځايي پولیسو د لومړنیو معلوماتو له‌ مخې، دغه پېښه نن ماخوستن (پنجشنبه د وري ۱۳مه) د بنو ولسوالۍ په ډومېل سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د چاودنې غږ تر ډېرو لرو سیمو اورېدل شوی او همداراز د پولیسو مرکز ته څېرمه دوه کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

روغتيايي سرچينو هم د دې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پېښې له ځایه یې ۵ مړي او ۱۳ ټپيان وروړي دي. د دغو سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو ډاکټر، ښځه یې، زوی او یوه لور یې او یوه بله ښځه او همداراز په ټپیانو کې ۴ پولیس هم شامل دي.

لاتر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

طالبانو د مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړه او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" وبلله

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایت‌الله هدایت د ازادې اروپا مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړې او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" بللې ده. نوموړي پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «یوه لویه د مسلمانانو دوښمنه او شیطاني رسنۍ وتړل شوه».

مشال راډیو چې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره یې فعالیت کاوه د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د بودجې د نشتوالي له کبله یې خپلې خپرونې وتړلې. پر افغانستان واکمن طالبان د رسنیو له ازادۍ جدي ستونزه لري او په افغانستان کې یې د مشال راډیو تر څنګ د ګڼو خصوصي رسنیو فعالیتونه بند کړي وو.

طالبانو په افغانستان کې د بیان ازادۍ فضا سخته محدوده کړې او د خبریالانو په ګډون یې په عامو خلکو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.

اوس مهال د افغانستان دننه رسنۍ د طالبانو له لوري سانسور دي او یوازې جلا وطنه افغان رسنۍ په ازاده توګه د هېواد دننه پېښېدونکي مسایل په ازاده توګه رسنیز کولای شي.

طالبان جلا وطنه افغان رسنۍ هم تر سخت څار لاندې لري او له خلکو غواړي، چې دا رسنۍ ونه‌څاري.

تازه په هلمند کې د طالبانو والي خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیوني خپرونو څخه ځانونه لیرې وساتي.