د اسراییل د روغتیا وزارت: د جګړې له پیل راهیسې اوه زره او ۳۵ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي

د اسراییل د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې اوه زره او ۳۵ کسان روغتونونو ته انتقال شوي او ۱۳۰ تنه لاهم په روغتونونو کې بستري دي.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۳ کسان روغتونونو ته وړل شوي، چې له دې ډلې د یو کس روغتیایي حالت نازک ښودل شوی، د څلورو تنو روغتیايي حالت په منځني حال او د ۱۵۳ تنو حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
