نورالله نوري: هېچا او ان پاکستان دا تصور نه کاوه چې طالبان به یې بریدونو ته ځواب ورکړي
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په لغمان کې یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونو او د طالبانو له لوري هغه هېواد ته ځوابي بریدونو ته په اشارې وویل، هېچا، ان خپله پاکستان هم دا تصور نه کاوه چې طالبان به د دوی د بریدونو ځواب ورکړي.
نورالله نوري د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) زیاته کړه، که څه هم د نړۍ ټول امکانات له پاکستان سره وو، خو بیا هم طالبانو د دغه هېواد بریدونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. یاد طالب چارواکی وایي، طالبان د هېواد ټولو پولو ته متوجه دي او په تېرو کلونو کې یې دومره چمتووالی نیولی، چې د پاکستان د هر ډول تېري په صورت کې تر اسلاماباده پورې د ځواب ورکولو وړتیا لري. نوموړي تېر شل کلن جمهوریت «غلام» وباله او ویې ویل: «په افغانستان کې شل کاله هر څه وو، خو غلامي وه او پاکستان ته چا کتلی هم نهشو». د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، افغانستان اوس د داسې امنیت درلودونکی دی چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې بېلګه نه لیدل کېږي. نوموړي د افغانانو یووالی او عقیدوي پیاوړتیا د نظام د بقا اصلي ځواک وباله او له ولسه یې وغوښتل، چې د پردیو تبلیغاتو ته له پاملرنې پرته واقعیتونه په سمه توګه درک کړي. نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او دواړو لوریو په سرحدي سیمو کې پر یو بل بریدونه کړي دي. تر دې وړاندې ځینو سرچینو تایید کړې وه، چې پاکستاني پوځ د څو قول اردوګانو په ګډون د بګرام هوايي اډه او په کندهار کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز هم بمبار کړی دی. طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې شاوخوا ۷۶۱ ملکیان وژل شوي او ۶۵۰ نور ټپیان دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کب له ۴مې د وري تر ۱۶مې د پاکستاني پوځ د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار په ګډون نهه ولایتونه بمبار کړي، چې ډېری زیانونه یې ملکیانو ته اړولي دي.بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ بیا ادعا کړې چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر دې دمه ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.