نورالدین عزیزي له قرغیزستاني چارواکي سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث وکړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د مشورتي ناستې په څنډه کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال تورسنکلوف سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
