• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو لوېدیځو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د هرات او بادغیس رسنیز دفترونه وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هرات-کندهار، هرات-اسلام‌کلا، هرات - تورغونډۍ او هرات-بادغیس لویې لارې تړل شوې دي. دوی زیاتوي، چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

په بادغیس کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د بادغیس-هرات او هرات-اسلام‌کلا ترمنځ لويې لارې د سېلابونو د راوتلو د احتمال له امله تړل شوې دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د بادغیس مرکز ته د دغه ولایت د ولسوالیو غځېدلې لارې هم د ترافیکو پر مخ بندې شوې دي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې له مهمې اړتیا پرته دې پر دې لارو تګ‌راتګ نه کوي او د لارې د خلاصېدو لپاره دې د دوی خبرتیا ته په تمه شي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارط مشر مطیع‌الحق خالص په دې مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) جوړ شوي وو وویل: «زموږ کړنې باید د چاپېریال د ککړتیا لامل نه‌شي، په هېواد کې صنعتي او اقتصادي کړنې او پرمختګونه باید د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره شي».

د چاپېریال ساتنې ادارې په خپرپاڼه کې راغلي، چې په مراسمو کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ له کابل مېشتو وغوښتل چې هر یو باید یو- یو نیالګی کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي، څو ښار سمسور شي.

افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوي او طالبان د چاپېریال ساتنې اړوندو ډېریو نړۍوالو غونډو ته نه بلل کېږي.

په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي
100%

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.

د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بې‌برخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.

شورا زیاته کړې، چې د کډوالو کورنۍ ټوټې ټوټې کېږي او ماشومان په ویره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت نه د بشري حقونو له اصولو سره برابر دی او نه هم د انساني ارزښتونو او دیني لارښوونو سره سمون لري.

د شورا غړو خبرداری ورکړی چې که د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي بنسټونه د دې «بشري ناورین» پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو بیا به د بشري حقونو د دفاع ادعا هېڅ مشروعیت ونه لري.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا یو «جدي او نړیوال غږ» دی او له ټولو غوښتنه شوې چې د دې «بې‌عدالتۍ» پر وړاندې ودریږي او د افغان کډوالو غږ پورته کړي.

شورا ویلي: «اوس د اقدام وخت دی، نه د نندارې؛ سبا کېدای شي ډېر ناوخته وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره د پاکستان دکړکېچونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې او په عین وخت کې یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱
هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، په هرات کې د «کلتوري ډيپلوماسۍ» د خطاطۍ اثارو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شو. یاد دفتر وايي، دغه نندارتون د ترکیې د کونسلګرۍ او ټيکا دفتر په همکارۍ جوړ شوی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه نندارتون په پرانېستغونډه کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي او د ترکیې سرکونسل هم حضور درلود.

د هرات لپاره د طالبانو والي په دې مراسمو کې وویل، د خطاطۍ دا لرغونی هنر له محدودو امکاناتو سره سره په هرات کې ګڼ مینه‌وال لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل هم د دغه ډول کلتوري نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک وبلل او هرات یې د هنرونو په ډګر کې د بډایه تاریخي مخینې لرونکی ښار وباله چې دا کلتوري میراث تر نن ورځې پورې په‌کې ژوندی پاتې دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د هرات د خطاطانو او خوشنویسانو ۱۳۰ هنري اثار د درې ورځو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د «دوبۍ بشري سازمان» افغانستان ته د طبي توکو د هوايي لېږد زمینه برابره کړه

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
د «دوبۍ بشري سازمان» افغانستان ته د طبي توکو د هوايي لېږد زمینه برابره کړه
100%

د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد ال‌مکتوم په لارښوونه د «دوبۍ بشري سازمان» له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان، بې‌پولې ډاکټرانو او یونېسف د حیاتي طبي مرستو په لېږد کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دوبۍ د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد ال‌مکتوم په لارښوونه، د «دوبۍ بشري سازمان» ۹۶ ټُنه حیاتي درمل او طبي تجهیزات د هوا له لارې کابل ته ولېږدول.

خبرپاڼه کاږي، دغه مرستې به د درېیو میاشتو په موده کې ۲۵۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.

د «دوبۍ د بشري سازمان» اجراییوي رییس جوزیپي سبا وویل: «افغانستان ته دا هوايي لېږد په سیمه کې د چټکو بدلېدونکو واقعیتونو پر وړاندې د مرستو د رسولو په برخه کې د بشري ټولنې د تطابق وړتیا ښیي. زموږ لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې حیاتي درمل او مرستندویه توکي زیانمنو ټولنو ته رسېږي».

د «دوبۍ بشري سازمان»د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوال سازمانونو او غیر انتفاعي بنسټونه په ګډون د خپلو ۸۰ غړو ملاتړ کوي.

دغه سازمان په تېرو دوو اونیو کې لبنان، غزې او افغانستان ته د ۱۴۰ ټُنو څخه د ډېرو مرستندویه توکو په لېږد کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د طالبانو د هرات والي: پوهنتونونه باید ځانونه له نړۍوالو معیارونو سره برابر کړي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
د طالبانو د هرات والي: پوهنتونونه باید ځانونه له نړۍوالو معیارونو سره برابر کړي
100%

د هرات ولایت د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار ویلي، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید ځانونه له نړیوالو معیارونو سره عیار کړي،څو د متخصصو او ژمنو کدرونو د روزنې زمینه برابره شي. په داسې حال کې چې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته ډیری کدرنه په کور ناست دي او یا هم له هېواده وتلي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نوراحمد اسلام‌جار په یاده غونډه کې وویل، پوهنتونونه باید د ټولنې اړینو څانګو لکه صنعت، کرنې، مالدارۍ او ټکنالوژۍ ته لا زیات تمرکز وکړي؛ هغه برخې چې د هېواد په اقتصادي ودې او ځان بسیاینې کې اساسي رول لري.

هغه د دیني او عصري علومو پر اهمیت له ټينګار سربېره وویل، چې علمي او اکاډمیک بنسټونه باید پر خپلو تعلیمي جوړښتونو بیاکتنه وکړي او د خپلو تحصیلي پروګرامونو علمي او کیفي کچه د وخت له اړتیاوو سره سمه لوړه کړي.

د طالبانو دغه والي څرګنده کړه: «دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید ځانونه له نړیوالو معیارونو سره عیار کړي، څو د متخصصو، نخبه او ژمنو کدرونو د روزنې زمینه برابره شي او د دغو بنسټونو فارغان وکولای شي په اغېزمن ډول د کار بازار ته داخل شي».

طالبانو پر کابل له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو پر بنسټ که طالبان نه‌وای، اوس به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې لږ تر لږه له پوهنتونونو فارغې وای.