• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له دوه زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه کړای شوي دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د وري ۱۶مه) ۴۲۹ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۲۴۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له‌مخې، یاد شمېر کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې له یادو کورنیو څخه ۳۱۸ کورنۍ چې شمېر یې ۱۷۲۷ کسان وو، د تورخم له لارې، ۴۶ کورنۍ چې شمېر یې ۲۶۱ کسان وو، د سپین بولدک له لارې، ۳۵ کورنۍ چې شمېر یې ۱۳۸ کسان وو، د ورېښمو پله له لارې او ۳۰ کورنۍ چې غړي یې ۱۱۵ کسان وو، د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو ته اړینې مرستې هم ورکړل شوي او کمېسیون په ۱۴۱۳ کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلي دي، چې له دې سره تر اوسه پورې ټولو ۸۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته نمري وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال له پاکستان څخه د وتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. پرون د لنډي کوتل پنډ غالي مخې ته هغو افغان کډوالو لاریون وکړ، چې په دغه کمپ کې د تورخم له لارې افغانستان ته د تګ په تمه دي. د هغوی په وینا، دوی په کمپ کې د اسانتیاوو د کمښت او بې‌نظمه اداري پروسو پر وړاندې د اعتراض په موخه لاریون کړی و.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

میدان وردګ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
میدان وردګ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو ځایي مسوولانو ویلي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د یادو مسوولانو په خبره، دغه پېښه د جغتو ولسوالۍ په 'کوزه علانه' سیمه کې شوې ده.

په میدان وردګ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په خبره، په همدې پېښه کې د یادې کورنۍ لس څاروي هم تلف شوي دي.

ورستیو ورښتونو او سېلابونو په ګڼو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي‌ زیانونه اړولي او په ډېرو سیمو کې یې ان کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې هم د ورښتونو او زلزلې له کبله د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي وو.

طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱
طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارط مشر مطیع‌الحق خالص په دې مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) جوړ شوي وو وویل: «زموږ کړنې باید د چاپېریال د ککړتیا لامل نه‌شي، په هېواد کې صنعتي او اقتصادي کړنې او پرمختګونه باید د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره شي».

د چاپېریال ساتنې ادارې په خپرپاڼه کې راغلي، چې په مراسمو کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ له کابل مېشتو وغوښتل چې هر یو باید یو- یو نیالګی کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي، څو ښار سمسور شي.

افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوي او طالبان د چاپېریال ساتنې اړوندو ډېریو نړۍوالو غونډو ته نه بلل کېږي.

په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي
100%

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.

د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بې‌برخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.

شورا زیاته کړې، چې د کډوالو کورنۍ ټوټې ټوټې کېږي او ماشومان په ویره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت نه د بشري حقونو له اصولو سره برابر دی او نه هم د انساني ارزښتونو او دیني لارښوونو سره سمون لري.

د شورا غړو خبرداری ورکړی چې که د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي بنسټونه د دې «بشري ناورین» پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو بیا به د بشري حقونو د دفاع ادعا هېڅ مشروعیت ونه لري.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا یو «جدي او نړیوال غږ» دی او له ټولو غوښتنه شوې چې د دې «بې‌عدالتۍ» پر وړاندې ودریږي او د افغان کډوالو غږ پورته کړي.

شورا ویلي: «اوس د اقدام وخت دی، نه د نندارې؛ سبا کېدای شي ډېر ناوخته وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره د پاکستان دکړکېچونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې او په عین وخت کې یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱
هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، په هرات کې د «کلتوري ډيپلوماسۍ» د خطاطۍ اثارو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شو. یاد دفتر وايي، دغه نندارتون د ترکیې د کونسلګرۍ او ټيکا دفتر په همکارۍ جوړ شوی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه نندارتون په پرانېستغونډه کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي او د ترکیې سرکونسل هم حضور درلود.

د هرات لپاره د طالبانو والي په دې مراسمو کې وویل، د خطاطۍ دا لرغونی هنر له محدودو امکاناتو سره سره په هرات کې ګڼ مینه‌وال لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل هم د دغه ډول کلتوري نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک وبلل او هرات یې د هنرونو په ډګر کې د بډایه تاریخي مخینې لرونکی ښار وباله چې دا کلتوري میراث تر نن ورځې پورې په‌کې ژوندی پاتې دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د هرات د خطاطانو او خوشنویسانو ۱۳۰ هنري اثار د درې ورځو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د «دوبۍ بشري سازمان» افغانستان ته د طبي توکو د هوايي لېږد زمینه برابره کړه

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
د «دوبۍ بشري سازمان» افغانستان ته د طبي توکو د هوايي لېږد زمینه برابره کړه
100%

د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد ال‌مکتوم په لارښوونه د «دوبۍ بشري سازمان» له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان، بې‌پولې ډاکټرانو او یونېسف د حیاتي طبي مرستو په لېږد کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دوبۍ د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد ال‌مکتوم په لارښوونه، د «دوبۍ بشري سازمان» ۹۶ ټُنه حیاتي درمل او طبي تجهیزات د هوا له لارې کابل ته ولېږدول.

خبرپاڼه کاږي، دغه مرستې به د درېیو میاشتو په موده کې ۲۵۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.

د «دوبۍ د بشري سازمان» اجراییوي رییس جوزیپي سبا وویل: «افغانستان ته دا هوايي لېږد په سیمه کې د چټکو بدلېدونکو واقعیتونو پر وړاندې د مرستو د رسولو په برخه کې د بشري ټولنې د تطابق وړتیا ښیي. زموږ لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې حیاتي درمل او مرستندویه توکي زیانمنو ټولنو ته رسېږي».

د «دوبۍ بشري سازمان»د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوال سازمانونو او غیر انتفاعي بنسټونه په ګډون د خپلو ۸۰ غړو ملاتړ کوي.

دغه سازمان په تېرو دوو اونیو کې لبنان، غزې او افغانستان ته د ۱۴۰ ټُنو څخه د ډېرو مرستندویه توکو په لېږد کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.