• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې د چتونو نړېدو له امله ۶ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د دغه ولایت په پچیراګام، خوږیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د کورونو د چتونو نړېدو پېښو کې ۶ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. د دوی په خبره، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) خبر ورکړی، چې د پچیراګام ولسوالۍ په موسی‌خېلو سیمه کې د یوې خونې د چت نړېدو له امله درې ماشومان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د دوی په خبره، د خوږیاڼو ولسوالۍ احمدخېلو سیمه کې هم د چت پرېوتو له امله درې ماشومان مړه او یوه ماشومه ټپي شوې او د سپین غر ولسوالۍ کهي سیمه کې په یوه ورته پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او هڅه کوي زیانمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې نن په میدان وردګ کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۴ ولایتونو کې تر ۱۴۰۰ زیاتو راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاه ځمکې ورکړل شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايی، چې په زابل، سمنګان، کندوز او سرپل ولایتونو کې یې ۱۴۳۰ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې مهال یې ۸۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوکنې لپاره ځمکې ورکړې دي.

فطرت د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) ویلي، چې یادې ډلې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په زابل کې ۲۲۴، په سمنګان کې ۱۵۰، په کندوز کې ۹۳۴ او په سرپل ولایت کې ۱۰۵ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړل شوې دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي، خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي چې بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

میدان وردګ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱

په میدان وردګ کې د طالبانو ځایي مسوولانو ویلي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د یادو مسوولانو په خبره، دغه پېښه د جغتو ولسوالۍ په 'کوزه علانه' سیمه کې شوې ده.

په میدان وردګ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په خبره، په همدې پېښه کې د یادې کورنۍ لس څاروي هم تلف شوي دي.

ورستیو ورښتونو او سېلابونو په ګڼو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي‌ زیانونه اړولي او په ډېرو سیمو کې یې ان کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې هم د ورښتونو او زلزلې له کبله د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي وو.

طالبان: د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارط مشر مطیع‌الحق خالص په دې مراسمو کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) جوړ شوي وو وویل: «زموږ کړنې باید د چاپېریال د ککړتیا لامل نه‌شي، په هېواد کې صنعتي او اقتصادي کړنې او پرمختګونه باید د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره شي».

د چاپېریال ساتنې ادارې په خپرپاڼه کې راغلي، چې په مراسمو کې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ له کابل مېشتو وغوښتل چې هر یو باید یو- یو نیالګی کېنوي، ساتنه او پالنه یې هم وکړي، څو ښار سمسور شي.

افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوي او طالبان د چاپېریال ساتنې اړوندو ډېریو نړۍوالو غونډو ته نه بلل کېږي.

په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.

د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بې‌برخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.

شورا زیاته کړې، چې د کډوالو کورنۍ ټوټې ټوټې کېږي او ماشومان په ویره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت نه د بشري حقونو له اصولو سره برابر دی او نه هم د انساني ارزښتونو او دیني لارښوونو سره سمون لري.

د شورا غړو خبرداری ورکړی چې که د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي بنسټونه د دې «بشري ناورین» پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو بیا به د بشري حقونو د دفاع ادعا هېڅ مشروعیت ونه لري.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا یو «جدي او نړیوال غږ» دی او له ټولو غوښتنه شوې چې د دې «بې‌عدالتۍ» پر وړاندې ودریږي او د افغان کډوالو غږ پورته کړي.

شورا ویلي: «اوس د اقدام وخت دی، نه د نندارې؛ سبا کېدای شي ډېر ناوخته وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره د پاکستان دکړکېچونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې او په عین وخت کې یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، په هرات کې د «کلتوري ډيپلوماسۍ» د خطاطۍ اثارو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شو. یاد دفتر وايي، دغه نندارتون د ترکیې د کونسلګرۍ او ټيکا دفتر په همکارۍ جوړ شوی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه نندارتون په پرانېستغونډه کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي او د ترکیې سرکونسل هم حضور درلود.

د هرات لپاره د طالبانو والي په دې مراسمو کې وویل، د خطاطۍ دا لرغونی هنر له محدودو امکاناتو سره سره په هرات کې ګڼ مینه‌وال لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل هم د دغه ډول کلتوري نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک وبلل او هرات یې د هنرونو په ډګر کې د بډایه تاریخي مخینې لرونکی ښار وباله چې دا کلتوري میراث تر نن ورځې پورې په‌کې ژوندی پاتې دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د هرات د خطاطانو او خوشنویسانو ۱۳۰ هنري اثار د درې ورځو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي.