د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر مجید خادمي ووژل شو

د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان وکړ، چې د دغه بنسټ د استخباراتو مشر مجید خادمي د دوشنبې د ورځې بریدونو کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې ایران انټرنشنل د هغه پر استوګنځي د برید خبر ورکړی و.
مجید خادمي په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د محمد کاظمي له وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران د استخباراتي سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی و.
