د طالبانو سفیر له ازبکستاني چارواکي سره پر علمي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی سفیر عبدالغفار بحر د یاد هېواد د ولسمشر له مرستیال سلاکار جولان وهابوف سره د دوه اړخیزو اړیکو، علمی، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
