ایراني چارواکی: د پلونو او برېښناکوټونو د ګواښ په ځواب کې به سخت غبرګون وښودل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي د دوشنبې په ورځ وویل: «د برېښناکوټونو او پلونو پر ضد د برید ګواښ جنګي جنایت بلل کېږي او ایران به د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر بنسټ هر ډول تېري یا نږدې ګواښ ته پرېکنده، ژر او پښېمانوونکی ځواب ورکړي».
